د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار “مایکل فلین” د ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې اساسي قانون وځنډوي، مارشل لا وضع کړي او نظامي انتخابات ترسره کړي.
“مایکل فلین” د ښي اړخ د ډلې مطبوعاتي اعلامیه له سره اعلان کړه، چې په دې کې د متحده ایالاتو پر ولسمشر غږ کړی، چې د لنډمهال لپاره دې د هېواد اساسي قانون وځنډوي، اردو دې راوغوښتل شي او د اردو د نظارت تر نظر لاندې دې د ولسمشرۍ انتخابات بیا ترسره کړي، که نه نو، په هېواد کې د کورنۍ جګړې خطر شتون لري.
“مایکل فلین” په ځواب کې لیکلي، چې ازادي پرته د خدای نه بل چاته نه ټیټېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین، د ٢٠١٦م د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له روسیې سره په اړېکو کې دخیل و، چې تېره اوونۍ یې د امریکا له ولسمشر څخه ځانګړې بخښنه وغوښتله.