مارچ 1, 2021

ټرمپ: دا دروغ دي چې ټاکنې به ونه ګټم، ټولپوښتنې جعلي دي

خبر: بشر درویش
د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې دا دروغ او هسې خبره ده چې بیا به ټاکني ونه ګټي.
هغه دا خبرې تازه مرکه کې کړي دي.
ټرمپ ویلي چې دا زه به انتخابات ونه ګټم او هغه څیړنې چې زما د ناکامیدو خبر ورکوي دا ټول دروغ او جعلي دي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دا نظریې په ۲۰۱۶م کال کې هم جعلي وې او اوس له هغه هم بدتره جعلي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د فاکس نیوز په نظر پوښتنه باور نه لري او په تیر ځل ټاکنو کې یې هم په ډیرو نظر پوښتنو کې تیروتنې کړي دي.
په دې وروستیو کې د بیلابیلو بنسټونو له لورې په نظر پوښتنو کې ښکاره شوې چې ټرمپ د جوبایډن پر وړاندې راتلونکي انتخاباتو کې بایلونکی دی.
ډونالډ ټرمپ ددې په خوا کې ویلي چې دی یوازینی ولسمشر دی چې د امریکا په تاریخ کې یې امریکا ته ښه خدمت کړی، بل هیڅ ولسمشر نه دی توانیدلی چې په وینا یې دده په ډول خدمت یې کړی وي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ