د ټرمپ او جو بایډن ترمنځ د ولسمشرۍ بحث او پر یو بل د تورونو لګولو ناندرۍ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

اوهائیو: د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ نوماندانو ټرمپ او جوبایډن ترمنځ په لومړنۍ ژوندۍ مناظره یا مستقیم بحث کې نښتې وشوې. ولسمشر ټرمپ ویلي؛ هغه د قاضي غوره کولو حق لري، چې بایډن دروغجن وباله.
د جزئیاتو له مخې، په اوهائیو، کلیولینډ کې د تلویزیوني بحث په جریان کې، ولسمشر ټرمپ او دیموکرات کاندید جو بایډن په یو و بل باندې لفظې بریدونه وکړل او یو بل ته یې د سپکاوي او یو و بل ټیټ ښودلو پوره پوره هڅې وکړي.
کوربه په مکرر ډول د خبرو په جریان کې مداخله کوله او غوښتل یې چې دواړه خواوې د مقرراتو سره سم ځواب ووایي، د ډیموکراتانو کاندید جو بایډن د ټرمپ سره په خبرو کې ان شاءالله هم وویل.
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي بحث کې، ډونالډ ټرمپ څو ځله هڅه وکړه، چې د بایډن خبرو کې مداخله وکړي، چې د کوربه لخوا خاموش کړی شو، تر څو هغه د جوبائیډن څخه د شکمنو پوښتنو منع کړي.
ولسمشر ټرمپ د بایډن زوی په فساد تورن کړ او وه یې ویل، چې د بایډن زوی په ۲۰۱۶ کې په ملیونونو ډالر مالیه ورکړې. بایډن د زوی پر وړاندې د فساد تورونه رد کړل.
ـ جو بایډن وویل؛ چې ټرمپ د روغتیایي پاملرنې په هکله هېڅ کوم پلان نلري ، ټرمپ د روغتیایي مسلو په اړه دروغ وایي ، د دې په ځواب کې ټرمپ وویل، چې د “بارک اوباما” روغتیایي پاملرنو پلانونه بیکاره او خورا ګران وو.
ـ ولسمشر ټرمپ وویل، چې د امریکا طبي کارپوهان وايي، چې زموږ حکومت د خلکو ژوند وژغوره ، موږ د کورونا وایروس په وړاندې بهترینې هڅې او کارونه کړي، خو جعلي رسنیو یې راپور نه دی ورکړی.
ـ جو بایډن وویل، یوازې د ماسک اغوستل د وایروس خطر نیمایي کوي، مګر ټرمپ دې ته پاملرنه ونه کړه. که د ماسک اغوستلو بندیز په فبرورۍ کې نافذ شوی وای، نو د یو ملیون کسانو ژوند به یې ژغورلی وای، چې په دې اړه ټرمپ غبرګون وښود او ځواب کې یې وویل:

“زه تل په خپل جیب کې ماسک ګرځوم، او د اړتیا په مهال/ وخت یې کاروم هم.”

ـ ډونلډ ټرمپ په تنقیدي شکل/ د نیوکې په ډول وویل: بایډن د ۴۷ کلونو راهېسې د متحده ایالاتو لپاره هېڅ ښه کار نه دی کړی، ډیموکراتان فکر کوي چې د سوداګرۍ په بندولو سره به دوی موږ ته زیان ورسوي، خو په حقیقت کې دوی د امریکا خلکو ته زیان رسوي، نه موږ ته.خلک غواړي خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي.
ـ جو بایډن وویل، ولسمشر ټرمپ د ماشومانو ژوند هم له خطر سره مخ او په دَاؤ ولګاوه، لومړی دې د کورونا ناروغي کنټرول کړي او بیا وروسته دې د اقتصاد خبرې کوي.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کاوه، چې په ۲۰۱۶ کې یې په ملیونونو ډالر مالیه ورکړې. ما په ۴۷ میاشتو کې هغه څه کړي، چې بایډن په ۴۷ کلونو کې نه دي کړي.