بریا او پرمختګ

قوي هوډ او پوره باور مو د برياليتوب تر لوړو څوکو پورې رسوي!

ژباړه: محمد عزيز پردېس داسې يوه کشتۍ مې جوړه کړې ده چې… جنسيت يې له راز او نياز څخه دی، چلوونکی يې له صبر څخه او ماشين يې له ايمان څخه دی، په مهتابي شپه کې، اوږد او دوامداره سفر لرم. سفر مې د سيند له غاړې پيلېږي… په لاره کې ښايي د توپاني څپو سره مخ شم، ښايي همدا توپانې څپې مې پرېنږدي چې، خپلې موخې ته ورسم، مزاهمت به مې وکړي، لاره به … نور ولولئ

په زړه پورې

که غواړی فارغ شئ، نو لس نیالګي کښېنوئ

دا په فېلېپين کې د زده کوونکو لپاره نوی وضع شوی قانون دی چې له مخې یې زده کوونکي اړ دي چې له ښوونځي او کالج څخه د فارغېدو لپأره لږ تر لږه لس ونې کښېنوي او پالنه یې وکړي. داسې چې که یو زده کوونکی له لومړني ښوونځي فارغېدل او وړاندې تګ غواړي نو زدکړو او ازموینو کې د بریالیتوب تر څنګ باید ۱۰ نیالګي کښېنوي او پالنه یې وکړي او بیا چې له … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشرۍ ماڼۍ ولې او د څه لپاره تورنه شوه؟ د نویده خوشبو لیکنه

ليکواله: نويده خوشبو څو ورځې وړاندې مې د خورشید ټلویزون په یوه سیاسي بحث کې د سیاسي چارو کار پوه وحید الله ‘غازي خېل’ خبرې خوښې نه شوې، پوښتنه یوه، او ځواب له وړاندې تمرین شوې خبرې. هغه په لوړو پوسټونو کې د مېرمنو په ګمارنې بې منطقه نیوکې کولې او ویل یې: ”د ملي دفاع وزات د مسلکي معینې په توګه له یو دیرش کلنې پېغلې به په عمر او رتبو مشر مامورین څه … نور ولولئ

سپورټ

د تېرو نړیوالو جامونو ۱۱ هغه لوبغاړي، چې خپلې لوبډلې یې په ناکاره لوبه وېرولې وې

 د کرکټ په نړۍ کې  هرکال خطرناک لوبغاړي خپل ځانونه څرګندوي، د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې په زړه پورې لوبغاړي جوتېږي، له دې لوبغاړو یو، یو لوبغاړی په ګوته، ګوته د کرکټ نړیواله شورا راټولوي او بیا ترې لوبډله جوړوي؛ چې دې لوبډلې ته بیا ورلډ ایلیون یا د کرکټ نړیوالې شورا ۱۱ کسیزه نړیواله لوبډله وايي. تېرکال همدې لوبډلې د فاف ډوپلیسي په لوبډلمشرۍ پاکستان ته سفر کړی … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د ارجن کپور او ملائیکې اروړا پټه اړیکه بلاخره رسوا شوه

د هندي سینما ستوري ارجن کپور د خپلې ملګرې ملائیکې اروړا سره خپله اړیکه ښکاره کړه او په عام محضر یې ورته د رسنیو په وړاندې د مینې اظهار وکړ. له ډېر وخت راهیسې د دوی د مینې کیسې د مینوالو په خولو  یې دي خو تر اوسه یې په ښکاره ډول د مینې اظهار نه و کړی. د بالیوډ دغه ستوري ارجن کپور لا ۳۳ کلن دی خو خپله پر ۴۴ کلنه ملائیکې مئین … نور ولولئ

رسنۍ

له ګلبدین نائب سره د پاکستاني رسنۍ توپيري چلند

هسې خو هم ډېری پاکستانۍ رسنۍ بې پلوي نه مراعتوي او په ډېری مسایلو کې د پاکستاني دولت طرفداری کوي؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې یې تازه تورونه خپاره کړل او پښتون ژغورنې غورځنګ یې وزیرستان کې پر پوسته په برید تورن کړل، چې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړل. پر راشدخان یې راپور جوړ کړ، هغه یې بې وقوفه یاد کړ، دعوه یې پرې وکړه او پاکستانی یې وباله. د پاکستاني … نور ولولئ

سپورټ

فخر زمان: د هندي بالر بومرا نو بال رانه ستوری جوړ کړ

لیکنه: بهار سمسور تر نړیوال جام مخکې په انګلستان کې نړیوالې سپورت رسنۍ مایک او کیمره په لاس د لس واړه لوبډلو د هر لوبغاړي تر استوګنځای ځان رسوي؛ او غواړي چې ترې نوې خبرې خپلو مینوالو،کتونکو اوریدونکو، لوستونکو ته ورسوي. انډیا ټایمز ورځپاڼې د پاکستاني پښتون پیلیز (اوپنر)چپ لاسي توپ وهونکي فخرزمان د تېر ۲۰۱۸ کال د نوموړي د ځلیدو خوږې خاطرې وریادې کړي دي او فخرزمان هم د انډیا ټایمز سره په خبرو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په پاخه عمر کي طلاق!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي اطاق ټول سکوت پوښلی دئ د کورنۍ غړي ټول راجمع سوي دي، فضاء خاموشه ده. نن ورځ هغه خبري سره تا و بالا کېږي چي د کورنۍ دوو سرپرستانو کلونه ورباندي خولې ګنډلي وې. نور نو لاره پای ته رسېدلې ده، او هیڅوک له دې انکار نه منوونکي واقعیته تېښته نه سي کولای. ۵۳ کلنه مور او ۶۲ کلن خاوند د طلاق ورقي لاسلیک کوي او هغه چت چي تر … نور ولولئ

رسنۍ

له امریکا سره فیسبوکي ډغره؛ د ایران لسګونه جعلي اکونټونه وتړل شول

فیسبوک او ټویټر ټولنیزو شبکو اعلان کړی، چې د امریکا د مشهورو سیاستوالو، ورځپاڼه لیکونکو او نورو څېرو په نوم جوړ شوي ګڼ دروغجن ادرسونه یې تړلي. د دغو شبکو په وینا له دغو دروغجنو ادرسونو څخه د امریکا خلاف او د ایران په ګټه نشرات ترسره کیدل. د اکونټونو شمېر فیسبوک ټولنیزې شبکې ویلي، چې دوی ۵۱ داسې فیسبوکي اکونټونه، ۳۶ ځانګړې پاڼې، ۷ ګروپونه او ۳ انسټګرام ادرسونه تړلي دي. د سرچینې په … نور ولولئ

سیاست

د هندي سینما ستورې ارمیلا ماټونډکر؛ که مسلمانه شوم نو بیا یې په ویاړ وایم

اوس وخت کې سیاست ته داخله شوي د بالیوډ ستورې ارمیلا ماټوندکر د اسلام مبارک دین د قبلولو په تړاو خپل وضاحت ورکړ او ویلي دي چې اسلام یې قبول کړ نو په فحر به ووایې چې مسلمانه شوې. په اوس وخت کې د هند مخکښ سیاسي ګوند کانګرییس غړیتوب لرونکې اداکاره ارمیلا ماټوندکر د یوه هندي ویبپاڼې سره په مرکه کې د خپل سیاسي هلو ځلو، د اسلام قبولو او خپل خاوند سره پر … نور ولولئ