خواړه

څیړنه: روژه د سرطان او ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکنه: یونس تسکین څیړونکي وايي، روژه د انسان ذهني ځواک پیاوړی کوي او د سینې د سرطان په ګډون، د وژنکو ناروغیو مخه نیسي. دا د اسلامي نړۍ تر ټولو سپیڅلې میاشت ده. له ۱۴۰۰ کالونو څخه پخوا راهیسې اسلامي امت روژه نیسي. پخوا هم د یونان پوهانو د روژې په روغتیايي ګټو څیړنې کړې وې او روژه يې د عمومي روغتیا لپاره ګټوره بللې وه. تازه څیړونو هم ګڼ شمیر مشخص موارد موندلي، چې … نور ولولئ

په زړه پورې

میا خلیفه: په ماضي مې پيښمانه یم؛ ټوله ګټه يې یواځې ۱۲ زره ډالره وه

د بربنډو فلمونو پخوانۍ لوبغاړې میا خیلفه وايي، په ماضي باندې ویاړ نه کوي، او اوس هم ځان ته په ګرانه قناعت ورکوي. په یوه تازه مرکه کې چې میا خلیفه په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي، خلک به فکر کوي، چې په بربنډو فلمونو کې ډیرې پیسې دي؛ اما هغې یواځې ۱۲ زره ډالر وګټل او نور يې یوه پیسه هم په سترګو ونه لیده. میا خلیفه د ۲۰۱۴ کال په اخر کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

یوه پاکستانۍ جلۍ له هندۍ جلۍ سره واده کوي

په ټویټر د د یوې پاکستانۍ او هندۍ جلۍ عکسونه ښکته پورته کیږي، چې پکې لیدل کیږي، دواړه خوله په خوله یو بل سره ښکلوي. انډیا توډي لیکي، دا یوه جلۍ پاکستانۍ رسامه سنداس ملک ده، چې غواړي غواړي له هندۍ جلۍ انجلي چکرا سره واده وکړي. د دواړه نجونو عکسونه د هغوې عکاس خپاره کړي او ورسره يې لیکلي: “په نیویارک کې د مینې داستان”. په تصویرونو کې ښکاري، چې دواړه نجونۍ په باران … نور ولولئ

سیاست

ټرمپ سره له لیدنې وروسته داسې احساس کوم، لکه نړیوال جام مې چې ګټلی وي – عمران خان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ته له درې ورځني سفر وروسته، پرون بیرته پاکستان ته ورسیده. د خان هرکلي ته په اسلام باد کې د هغه پلویان ورټول شوي ول، او د هغه په ستاینه يې شعارونه ورکول. بل پلو په پاکستان کې د نوموړي مخالف ګوندونه د هغه په ضد لاریونونه کوي. د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د فیس اپ کاروونکو ته خبرداری: دا اپلیکشن خطرناک دی

تازه په افغانستان  او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د فیس اپ FaceApp په نوم یو اپلیکشن خپور شوی، چې له یوې اوونۍ په کمه موده کې خورا ډیر مشهور شو. دا اپلیکشن د مصنوعي زکاوت په مرسته د انسان څهره ځوانه او یا هم بوډا ښيي او له تفریح پرته هیڅ نلري. د فیسبوک ګڼ شمیر ځوانو کاروونکو په دې اپلیکشن کې خپله زړه څهره اټکل کړې ده. دا اپلیکشن په ۲۰۱۷ کال … نور ولولئ

په زړه پورې

بوډا ریکشه وان ولې له خپلې ریکشې وړیا امبولانس جوړ کړی؟

د هندوستان په ډهلي کې ۷۶ کلن بوډا (هارجیندر) په سړکونو خپله ریکشه ګرځوي او د ټکر او نورو پيښو قربانیان نږدې روغتون ته وړیا رسوي. نوموړی ۵۵ کاله کیږي، چې ډریوري کوي او له تېرو ۳۷ کلونو راهیسې له خپلې ریکشې د امبولانس ګټه اخلي. هغه تل په خپله ریکشه کې لومړنۍ طبي مرستې، لکه بنداج، پلستر، پراستامول، د زخم مایع او کریم له ځان سره ګرځوي. نوموړی وايي: “کله چې هم په سړک … نور ولولئ

سینما او موسیقي

ظاهره وسیم: فلمونو ګمراه کړې وم

د هندوستان سینما نوې او ځوانې اداکارې ظاهره وسیم په ناڅاپي ډول له هندي سینما سره خدای پاماني وکړه. نوموړې ویلي، چې فلمونه ګمراه کړې وه او ایمان يې په خطر کې وه. ظاهره وسیم ۱۸ کلنه ده. هغه د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر په یوه مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلې. د هغې پلار زاهد اجرائیوي مدیر دی، او مور يې معلمه ده. دوی اوس هم د کشمیر په سری نګر کې اوسیږي. ظاهره وسیم … نور ولولئ

په زړه پورې

د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر شپږمه میرمن تښتیدلې

د دوبۍ شهزداګۍ او د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر شپږمه میرمن، حیا بنت الحسین د ۳۱ میلونه پونډه سره یوځای په نامعلوم لورې تښتیدلې. حیا د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر هم دی، شیخ محمد بن رشید المکتوم شپږمه میرمن ده او دوه بچیان لري. نوموړې له ځان سره خپله یوولس کلنه لور او ۷ کلن زوی هم تښتولي. د راپورونو په اساس نوموړې له … نور ولولئ

په زړه پورې

د مسلمانې ناوې په تندي د هندوې خال غبرګونونه پارولي

  د هندوستان د ولسي جرګې د مسلمانې غړې، نصرت جهان په تندي د هندوانو خال (سیندور) په خواله رسنیو د مسلمانانو غبرګونونه پارولي. دې تازه واده شوې ناوې، چې د جون په ۲۵ مه يې د هندوستان د ولسي جرګې د وکیلې په توګه لوړه کوله، په تندي يې د هندوانو مذهبي خال (سیندور) وهلی و. نصرت جهان د جون په ۱۹ مه له خپل هندي ملګري او سوداګر نیکل جین سره په ترکیه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څیړنه: ۶۸ سلنه میرمنې او ۷۵ سلنه میړونه یو بل سره دوکه کوي

د ویلیم پارک لیکنه – ژباړه او سپړنه: یونس تسکین د امریکا له مرستیال ولسمشر، مایک پينس نیولې، په یو شمیر چارواکو او عادي خلکو شک دی، چې له خپلې میرمنې سره صادق نه دي. بالعکس، په ځينو میرمنو هم شک دی، چې د خپلو میړونو سره دوکه او دروغ کوي. د یوې تازه څيړنې پایلې، چې بي بي سي انګلیسي خپرې کړي، لیکي چې ۷۵ سلنه نارینه او ۶۸ سلنه ښځینه د خپل ژوند … نور ولولئ