راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
نوم يې علي، كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب و، حيدر (زمرى) يې لقب و. د پلار نوم يې ابو طالب او د مور نوم يې فاطمه و. ۱۵ سپټمبر کې زېږېدلى و، د نسب پوره لړۍ يې داده:
علي بن ابي طالب، بن عبدالمطلب، بن هاشم، بن عبد مناف، بن قصى، بن كلاب، بن مره، بن كعب، بن لوئ. څنگه چې د ابو طالب واده د خپلې كاكا له لور سره شوى و، ځكه نو حضرت علي رضي الله عنه د مور او پلار دواړو له لوري هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كېږي.
حضرت علي رضي الله عنه غنم رنگى، د منځني قد، د غټو غټو سترگو، ښايسته سپين مخ او د بَبَرې پراخې سينې څښتن و. بدن يې غوښين او گيډه يې لږ دباندې لور ته راوتلې وه. د سر وېښتان يې نه و. په يوه روايت كې راځي چې خرييل به يې او په بل روايت كې راغلي چې له څيلمي يې د سر ويښتان وو نه. ږيره يې لويه او دومره پراخه وه چې له يوې اوږې او بلې اوږې سره به لگېدله. د عمر په پای كې يې ويښتان خورا سپين شوي وو او په ټول عمر يې يوازې يو ځل خضاب (نكريزي) لگولې وې.
د هجرت په دویم كال حضرت علي رضي الله عنه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زومتوب وياړ ور په برخه شو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له محبوب ترينې لور سيده فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره يې نكاح وشوه.
كله چې حضرت علي رضي الله عنه له فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره د نكاح تړلو غوښتنه وكړه، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته د مهر اداكولو په بڼه څه شى لرې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چې زه له يوه اس اويوې ذرې پرته بل هېڅ شى هم نه لرم. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې اس خو د جهاد لپاره دى، لاړ شه ذره خرڅه كړه، حضرت علي رضي الله عنه هغه ذره په حضرن عثمان رضي الله عنه په څلور سوه اتيا (۴۸۰) درهمه وپلورله او هغه قيمت يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته كېښود، رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته امر وكړ چې له بازاره عطر (خوشبو) راوړي او پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وويله او په دواړو (خاوند او مېرمن) يې داوداسه اوبه وشيندلې او د خير او بركت دعا يې ورته وغوښته.
حضرت علي رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه و چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري ورته د جنت زېرى وركول شوى و، حضرت علي رضي الله عنه د اسلام د څلورم خليفه په توگه وټاكل شو، حضرت علي رضي الله عنه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زومتوب وياړ ور په برخه شو، حضرت علي رضي الله عنه ته د ترټولو لومړي ايمان راوړونكي ماشوم وياړ ور په برخه دى.
وروسته د هجرت په ۴۰ كال د خوارجو د باطلې ډلې له لوري د كورنيو جگړو او د هغوی د لاملونو د جاج اخيستلو په اړه د حج په موسم كې خبرې اترې پيل شوې، د خبرو په ترڅ كې په يوه خله دا ومنل شوه چې د دې پيښو لاملونه يوازې درې كسان حضرت علي رضي الله عنه، حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت امير معاويه رضي الله عنه دي.
د خبرو په پای كې يې وويل چې د دې پېښو يوازينى حل د نوموړو دريو كسانو شهيدانول دي، ځكه نو دريو كسانو عبدالرحمن بن ملجم د حضرت علي رضي الله عنه، نزال د حضرت امير معاويه رضي الله عنه او عبدالله نامي تن بيا د حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه د شهيدولو دروند پيټي په خپلو ځانونو كېښودل. او د دې شومو موخو دتر سره كولو لپاره روان شول.
كوفې ته په رسېدلو سره ابن ملجم له يوې پيمخي قطام نومې مېرمنې سره مخامخ شو او د خپلې موخې په اړه يې توضيحات وركړل. دې بدبختې مېرمنې نه يوازې دا چې د ابن ملجم د ناوړه كار تاييد يې وكړ، بلكې د دې كارپه برياليتوب سره د پای ته رسېدلو په صورت كې يې د نكاح كولو ژمنه هم ورسره وكړه. لنډه دا چې دې دريو واړو كسانو د هجرت په ۴۰ كال د روژې په مياشت كې د سهار په مهال په دريو صحابه وباندې بريد وكړ، حضرت امير معاويه رضي الله عنه د تورې د نه لگېدلو له امله، حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه امامت ته د نه تلو له امله روغ پاتې شول او هغه تن چې د حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه په ځای امامت ته تللى و، د خوارجو د تېروتنې له كبله په شهادت ورسېد.
خو د الهي قضا له مخې د اميرالمؤمنيين حضرت علي رضي الله عنه د ژوند نيټه نوره په پوره كېدو وه، كله چې هغه لمانځه ته راغى، نو ابن ملجم چې په مسجد كې ويده و، د لمانځه د اداكولو په نيت راويښ كړ. او پخپله د لمانځه د اداكولو په نيت ابن ملجم چې كله حضرت علي رضي الله عنه د سجدې په حالت كې وليد نو په هغه يې د تورې سخت گزار وكړ، توره د حضرت علي رضي الله عنه په سر مبارك كې خښه شوه او حضرت علي رضي الله عنه سخت زخمي شو. كه له يوې خوا دتورې وارونه ډير ژور و، نو له بلې خوا د ابن ملجم توره په زهرو هم ككړه وه او د زهرو اغيزې په ډېره چټكتيا سره د حضرت علي رضي الله عنه په ټول بدن كې وغزېده، چې له امله يې د اسلام دغه څلورم ځلېدونكى ستورى حضرت امام حسين رضي الله عنه ته د څه نصيحت له كولو وروسته د هجرت په ۴۰ كال د روژې په شلمه نېټه د جمعې په مباركې شپې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.