د فېسبوک کارول ګټې او تاوانونه يې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ

فېسبوک یوه ټولنیزه وېبپاڼه ده، چې په ۲۰۰۴م د فبرورۍ په څلورمه د مارک زوکربرګ او په هارورډ پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې وېبپاڼې غړي یوازې د هارود پوهنتون په زده‌کونکو پورې تړاو درلود، وروسته یې نورو پوهنتونونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کوونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل کړل.
په ۲۰۰۶م کې هر هغه چا، چې عمر یې له دیارلسو کالو څخه لوړ او د برېښنالیک درلودنکي وو، له فېسبوک سره یو ځای کېدلی شول. نن ورځ فېسبوک د نړۍ یوه لویه ټولنیزه شبکه ده، چې په ټوله نړۍ کې له یو بلیون څخه ډېر کارونکي لري.

د فېسبوک ګټې په لاندې ډول دي

د فېسبوک له لارې د نویو دوستانو پیدا کول، د هغو دوستانو سره چې کالونو مخکې مو اړیکې ورسره قطع شوې، بېرته پیدا کول، په موضوعاتو بحث کول او د نظرونو څرګندول، له فېسبوک څخه د معلوماتو راټولول، د ملګرو له ژوند څخه خبریدل او له ملګرو سره اړیکې ټينګول د فېسبوک ګټې دي.
د علمي مطالبو شریکول، معلوماتو ته لاسرسی او د بېسوادانو لپاره فېسبوک د لومړنیو زده‌کړو د کورس حثیت لري.
د نورو له کلتور سره اشنایي، د خپلو لاسته‌راوړنو او احساساتو شریکول له نورو سره، د فېسبوکپاڼو او ګروپونو جوړول چې په سوداګریزو خبرتیاوو کې مهم رول لري، زده‌کوونکي او محصلین یې له لارې خپلې زده‌کړو او تجربو له نورو سره شریکول یې عمده ګټې دي.
اسلامي معلوماتو ته انکشاف ورکول او په اسانه ډول د ورکو ملګرو پیدا کول یې مهمې ګټې دي.
فېسبوک یوه دیني او عصری مدرسه ده، چی ډېر څه پکې زده کېږي، د خوږو ملگرو د پیدا کولو یوه لاره ده، د دعوت یو لوړ ممبر دی، د اصلاح، لارښوونی او سمون یوه ښه لاره ده، د خپلوانو، ملگرو او دوستانو د حال احوالو د اخیستو یو ښه ذریعه ده، د نورو د پوهاوی یوه لاره ده، د ځان د پوهولو یوه وسیله ده، د نیکانو خلکو او علماء کرامو څخه د دیني معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ښه لاره ده، د ویلو ستر لوډ سپیکر دی، د نورو با ارزښته او پوه انسانانو سره د نظرونو د تبادلې ښه لاره ده او د نړۍ د تازه خبرونو څخه د خبرېدلو یوه ښه ذریعه ده.
په فيسبوک کې د نړيوالتوب، چې يو رکن يې اړيکې ارتباطات دي د دنيا په ګوډ ګوډ کې د ولسونو د يو بل سره نښلول، چې په دې عصر کې نړۍ کې یې د يو کلي حيثيت پيدا کړى، فېسبوک کاروونکو ته د بيان د ازادۍ تر ټولو حقونو غوره حق ورکړى، خو د بيان ازادي تر هغه حده، چې د نورو ازادي متضرره نشي په نوره نړۍ کې فېسبوکي رسنۍ څخه د فنونو علومو او د ژوند د لوړو مدارجو په پار ګټې اخيستل کېږي.
د انسانانو په وېښتابه کې اساسي رول لري، که تاسو د عربو د پسرلي کلمې اورېدلې وي، چې په عربو کې يې ولسونه د مبارزې ميدان ته را ووتل په لسګونو کالونو مطلقه شاهي نظامونه يې را نسکور کړل تر ټولو مهم د همدغه فېسبوک رول و، چې ولسونه يې بسيج کړل او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په‌پار يې چمتو کړل او هغو ولسونو خپلې ازادۍ او اساسي حقونه ترلاسه کړل.
روزنیز او زده‌کړیز پروګرامونه وړاندې کول، پرځای مناسبه تفریح، د خوښې وړ اشخاصو د لیکنو او نظرونو تعقیب ورسره له دوی ډېر مسایل زده کول، عاجل نوي او پرځای خبرونه، د ګروپونو جوړول او فعالیت، د نیک شهرت او ملاتړو پیدا کول، خپل نظر تر خلکو رسول او اعلانات او صفحې جوړونه یې هم مهمې ګټې دي.

د فېسبوک زیانونه

روږدی کېدل، چې دا کار دوی د نورو ورځنیو او ټولنیزو کارونو نه ګوښه کوي او دلته هغه حدیث پر ځای دی چې وایی: [خیرالامور اوسطها] یعنې په کارونو او چارو کې اعتدال غوره کار دی، د فېسبوک ډېره کارونه (استعمال) د انسان بدن په تېره بیا زړه، مغزو او سترګو ته زیان رسوي، له بده مرغه ځینې ځوانان په فېسبوکونو کې ناوړه غیرې اخلاقي کلیپونه او ویډیوګانې خپروي، چې دا زموږ د مذهب او افغاني او پښتني دودونو او رواجونو سره اړخ نه لګوي
ځینې کسان په تېره بیا ځوانان او پیغلې د دغو ویديوګانو او کلیپونو لیدلو ته هڅول کېږي چې دا کار هم یو ستر ټولنیز زیان دی. ډېر داسې لیدل شوي دي چې د فېسبوک له لارې داړیکو په نتیجه کې ځوانان او پیغلې دوکه شوي دي او پایلې یې چندانې ګټورې او مثبتی نه وي، په لویدیزې نړۍ کې د ډیرو طلا قونو یو ستر عمل د فیسبوک کارول دي.
ځکه د ښځو اکثره خاوندان د نورو ښځو سره درومانټيکو (عاشقانه) اړیکو له لارې خپله اصلي ښځه پریږدي او طلاق ورکوي، کله کله ښځې هم ورته کارونه کوي او د خپلو مېړونو او خاوندانو نه طلاق اخلي، د ارواپوهانو په اند د فېسبوک کارونه (استعمال) په ځینو خلکو کې رخه او کینه پیدا کوي، په تېره بیا هغه کسان چې په فېسبوک کې د ځانونو څخه نوښت ښيي، ښه مطالب لیکي، نو خپل نور سیال ملګری ورسره رخه او حسادت کوي، د فیسبوک له لارې د جاسوسۍ ادارې او سازمانونه کولای شي، چې ستاسو په اړوند معلومات راغونډ کړي او ستاسو پته، د تیلیفون یا موبایل شمېره، ستاسو رازونه او نورې ځانګړتیاوې ترلاسه کړي.
بې خوبه کیدل، ژور خپګان، د هغو میندو چې حامله وي د فیسبوک استعمال یې په راتلوونکي ماشوم د اغېزو درلودل، لټ کېدل او بې توجه کېدل یې مهم زیانونه.
د خبرونو او معلوماتو عدم دقت او د کتاب، مطالعې فرهنګ زیانمن کیدل یې زیانونه دي.
د خپل ارزښتناک وخت ضایع کول، فېسبوک کې جعلي حسابونه جوړول ډېر اسانه دي، خلک دغه ډول حسابونه زیاتره د هغو خلکو د ځورولو او رټلو لپاره کاروي چې دوی یې نه خوښوي، په نتيجه کې یې رټل شوي خلک خپه کېږي تر دې پورې، چې ځینې یې ځانوژنه هم کوي، د زده‌کونکو زيات پاتې کېدل په فېسبوک کې دې ډېر وخت لپاره د هغوی په راتلوونکي بده اغېزه کول یې زیانونه دي.
فېسبوک د وخت لپاره لوی قاتل دی، د اسلامی اخلاقو او اقدارو دخرابولو لوی لامل دی، چی ډېر ځوانان پری خراب شول، د دروغو ستر بازار دی، انسان له خپل اصلي مقصد څخه اړوي، کله کله ناضروري شیانو کې یې مصروف کړي، د بې اعتمادۍ سمبول دی.
له بده مرغه په افغانستان کې فېسبوک په عام ډول له هرې پديدې څخه افراطي او تفريطي ګټې اخيستل شوې، موږ فېسبوک يوازې البته اکثريت د ناوړه، منحرفو، مسخره ميزو او توهين اميزو ليکنو او پوسټونو په‌پار کار و، ډېر لږ به دې مسالمت اميزو، اصلاح اميزو، معلوماتي او فني پوسټونو شاهدان و اوسو د سترګو کمزوري کېدل، د پیسو مصرف او د ذهین مخشوش کېدل، خپه کېدل له بېلابېلو پېښو کتلو سره.
د فېسبوک د اغېزمنې کارونې په‌پار مشورې
په ملي سطحه د دې رسنۍ د کارولو په‌پار د الزامي قواعدو رامنځته کول او پلي کول، د فيسبوک د کارونې په موخه روزه نيز ترنينګونه تدبيرونه، د فيسبوک د اغېزمنې کارونې په موخه د اعلانونو او نشريو خپرول، د فيسبوک يا په ټوله کې د ټولنيزو رسنيو د څارنې او ارزونې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ په چوکاټ کې يوه اداره رامنځته کول.
که څه هم اترا ځينې چارې تنظيموي خو ولې بسنه نه کوي.
د سیمکارتونو ثبت او د ادرس جوړلو تضمین، د وزارت کنترول د یو خاص قانون او کړنلارې جوړول، تطبیق دی، هر کس هر څوک هر سړی نه سړی دوست دښمن وړوکي ستر محصل استاد زده کوونکی او تجار همداسې نورو طبقو ته یو مناسب کنترول له مخې د ایډي جوړولو اجازه ورکول.
په پای کې توصیه کوم، چې که د فيسبوک د کارولو لپاره وخت معين شي ښه په ښه کنه هر وخت يې وکاروئ خو داسې نه، چې د ژوند نورمال حالت مو متضرر شي، متفاوت پوسټونه وکړئ، خو معيار وټاکئ.