لیکنه: ملیحه ناصري
له کلونو راهیسې په افغانستان کې د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم پر همدغې ورځ مو خپلواکۍ واخیسته که نه؟
کله چې په ۱۹۱۹ز کې د فبرورۍ پر ۲۱مه د امان الله خان پلار د وخت واکمن (امیر حبیب الله خان) ومړ، دواړو زامنو يې یوه په جلال اباد او بل په کابل کې حکومت اعلان کړ، خو امان الله خان تر نصرالله خان ډېر پلویان لرل او په سیاسي څېرو منلی و. نصرالله خان له حکومته لاس واخیست او د هېواد چارې یې خپل ورور ته وسپارلې.
امان الله خان د همدې میاشتې (۱۹۱۹ز فبروري) پر ۲۸مه خپله تاریخي وینا خلکو ته وړاندې کړه. د ۱۹۱۹ز د مارچ پر ۱۷مه د شوروي دولت د افغاستان خپلواکي او حکومت رسماً ومانه.
د ۱۹۱۹ز د اپرېل پر ۱۳مه د افغانستان خلکو د امان الله خان په استازیتوب خپلواکي وګټله او مستقل هېواد شو. امان الله خان یې هم د دې کړنې لپاره د غازي پر لقب ونمانځه.
یانې خپلواکي مو د ۱۲۹۸ل ل د وري/ حمل میاشتې پر ۲۴مه اخیستې وه.
د راولپنډۍ تړون د همدې کال د اګېسټ پر ۸مه لاسلیک شو. مانا د اسد پر ۱۷مه نېټه دا تړون وشو. نو یوه نېټه هم د زمري له ۲۸مې سره سمون نه لري.
چا د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ ورځې نمانځلو ته وټاکله؟
محمد نادر خان هغه کس و چې لومړی ځل یې د افغانستان خپلواکي د زمري ۲۸مې ته کړه؛ خو د ۱۳۱۲ل ل د زمري پر ۲۰مه وویل چې د خپلواکۍ ورځ دې وروسته تر دې د اسد له ۲۰مې تر ۲۸مې ولمانځل شي. یانې هغه وخت یوه اونۍ ورته ځانګړې شوې وه.
دې نېتې بیا بدلون وموند. محمد ظاهرشاه چې پاچا شو، امر یې وکړ چې ورځ دې له ۲۸مې د غبرګولي ۶مې نېټې ته ولېږدول شي.
په ۱۳۲۲ل ل کې بیا د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ بدله شوه. دا ځل د غبرګولي له شپږمې یې نېټه د وږي لومړیو ورځو ته واووښته. دې وخت کې د وږي په لومړیو کې نمانځل کېدله.
د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال دا نېټه بدله شوه، بېرته د غبرګولي شپږمې ته شوه.
کله چې ح.د. خ.ا رامینځ ته شو، د خپلواکۍ لپاره یې د زمري ۲۸مه غوره کړه. هغه مهال ۱۳۵۸ل ل و چې تر دې وروسته بیا د خپواکۍ د لمانځلو ورځې بدلون ونه کړ، له هغه دمه تر اوسه پر همدې نېټه د خپلواکۍ غونډې جوړېږي.
د افغانستان خپلواکي هر کال په ښکلو غونډو لمانځل کېږي، افغان وکړي خپله خوښي د لیکنو، شعرونو اتڼونو، سندرو… مراسمو باندې لمانځي.
خپلواکي په سختۍ اخیستل شوې، ویې ساتئ چې خپل پېژند ونه بایلئ!
که وس مو نه وي د بیرغ اخیستو
څادر لرئ کنه، د ستړو اوږو!
د کور سکاره، د بدن وینه او د ونې پاڼې
د محبت په کاڼي وټکوئ!
ترېنه سور، تور او سور رنګونه ساز کړئ!
پر خپل ریښې ریښې څادر باندې یې ولګوئ!
د خپل شیرین وطن بیرغ ترې جوړ کړئ!
د خپل بابا، نیکه امسا را واخلئ!
ژر یې پرې وتړئ، بهر راوځئ!
د ازادۍ ورځ په دې شان ونمانځئ!
په دې هویت، افغانستان ولمانځئ!!
( شاهنواز باقر)