Advertisements
بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې

څنګه کتاب لوستونکي شو؟ دا لارې چارې هر چاته ضرور دي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

څنګه په مطالعه کولو باندې خپل ځان عادت کړو؟ د ورځنۍ مطالعې د پیل لپاره کوم کتابونه مناسب دي؟ څنګه یو کتاب ولولو او اصلاً څنګه یو کتاب لوستونکی شم؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په مطالعه باندې د عادت کېدلو په پیل کې د هر فرد ذهن ورسره مخامخ کېږي.

د هېواد په ټولنیز او فرهنګي پرمختګ کې د ښوونې او روزنې اغېز ته په پام سره، د مطالعې د فرهنګ دودول، له دیني او ملي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. په اسلامي فرهنګ او تمدن کې، کتاب ځانګړی ځای لري او تل هغه ته ډېره زیاته پاملرنه شوې ده.

د اسلام معجزه کتاب دی او لومړنی پیغام یې په لوستلو باندې امر کول دي. په ځینو روایتونو کې هم د مینې او محبت د ډېرښت په موخه د ډالۍ ورکولو په اصل باندې ټینګار او سپارښتنه شوې ده. په همدې موخه په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده، د کتاب او کتاب لوستنې د ورځې په پلمه، د کتاب لوستنې په پنځو تګلارو په لڼده توګه رڼا واچوو.

لومړی ګام، مینه لرل

زموږ لومړنی وړاندیز دا دی: که له کوم کتاب سره مینه نه لرئ، نو مه یې لولئ. د کتاب لوستونکي کېدلو لپاره لومړنی ګام، مینه لرل دي.

ژوند دومره هم اوږد نه دی، چې له مینه نه لرونکو څیزونو سره یې تېر کړو، نو په کتاب لوستنه کې هم پام وکړئ، هغه کتاب وټاکئ، چې خوښېږي مو او له لوستلو څخه یې خوند اخلئ.

که غواړئ یو مسلکي کتاب لوستونکی شئ، نو لومړی کتاب د خپلو سترګو په وړاندې کېږدئ او وګورئ، چې آیا د دې کتاب له لوستلو څخه خوند اخلئ او که نه؟ کولای شئ د خپل ټاکل شوي کتاب یوه برخه هم ولولئ. که اړیکه مو ورسره ټینګه شوه، نو په بشپړه توګه یې مطالعه کړئ.

له کتاب سره ملتیا وکړئ

د کتاب لوستنې د دودولو یوه له لارو څخه د هغه په لاسرسي کې اوسېدل دي. د ورځنیو بوختیاوو په منځ کې، ډېر داسې وختونه شته، چې له هغو څخه د کتاب لوستنې لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه اخیستلای شو.

په هغو وختونو کې، چې کتاب ته لاسرسی ولرو، د کتاب لوستنې لپاره تر ټولو ښه او غوره وخت دی، د په تمه اوسېدلو او انتظار وختونه، مټرو او داسې نور… که داسې یو کس نه یاست، چې په ډېرې آسانۍ کتاب په لاس کې واخلئ او وې لولئ، په لومړي پړاو کې تل یو کوچنی کتاب له ځانه سره ولرئ او هر چېرې چې ځئ، نو له ځانه سره یې یوسئ.

کولای شئ له کم حجمه کتابونو څخه هم ګټه واخلئ، که د کتاب له وړلو او راوړلو سره مینه او لېوالتیا نه لرئ، نو تاسو ته وړاندیز کېږي، چې له برېښنایي کتاب لوستنې څخه ګټه واخلئ.

د کتاب لوستنې د وخت ټاکنه  

تاسو د ورځې په کوم ساعت کې خواړه خورئ؟ دې پوښتنې ته ځواب ورکول، ستاسو لپاره ډېر ساده او آسانه دي، ځکه تاسو د خوړو خوړلو لپاره مشخص وختونه ټاکلي دي. دا موضوع باید د کتاب لوستنې په برخه کې هم وڅارئ، د کتاب لوستنې لپاره مشخص وختونه وټاکئ. مثلاً له ویده کېدلو څخه مخکې د کتاب لوستنې لپاره مناسب وخت دی، دا د ورځې د پای ته رسولو لپاره یوه ښه او غوره لاره ده او له ویده کېدلو څخه مخکې د آرامتیا او هوساینې لپاره یوه اغېزمنه لار ګڼل کېږي.

تاسو دا وخت د کتاب لوستنې لپاره ټاکلای شئ، که د کتاب د پای ته رسولو لپاره یو ټاکل شوی مهلت ولرئ، نو ډاډه کېدای شئ چې د خپلې ورځې او شپې ترمنځ د خپلې خوښې وړ کتاب د لوستلو لپاره اړین وخت پیدا کوئ.

له کتاب لوستنې څخه خوند واخلئ

ولې له کتاب لوستنې څخه خوند نه اخلو؟ دا هغه پوښتنې دي، چې ډېری کسان یې کوي، له کتاب لوستنې څخه د نه خوند اخیستلو یو له دلیلونو څخه، د کتاب لوستنې لپاره د مناسب ځای نه شتون دی.

تاسو کولای شئ، د کتاب لوستنې لپاره کتابتون ته لاړ شئ. ښایي ډېره موده کتابتون ته نه یاست تللي، خو غوره ده، چې یو ځل بیا کتابتون ته سر ورښکاره کړئ. ننني کتابتونونه د تېر په پرتله، له ښې او آرامه فضا څخه برخمن دي. که کتابتون ته تګ راتګ تاسو لپاره سخت او ستونزمن هم وي، سره له دې بیا هم یو ځل سر ورښکاره کړئ.

د کتاب لوستنې ډول هم کولای شي، له کتاب لوستنې څخه د خوند اخیستلو په کچه باندې اغېز ولري، دې ته ځیر شئ، چې لهجه د لوستلو غږ او د خپلې څېرې حالت له متن سره همغږی کړئ.

د کتاب شریکول

د خپل ځان لپاره کتاب لوستونکي دوستان پیدا کړئ؛ د مسلکي کتاب لوستونکو ترمنځ یو اصل دود دی، هغه کسان، چې په کتاب باندې مین دي، نو هڅه کوي، چې په کتاب مینو کسانو سره یوځای شي.

کتاب لوستونکي کسان، ډېر زیات وړاندیزي کتابونه لري، حتا تاسو هم کولای شئ، چې خپل کتابونو له هغو سره شریک کړئ.

کتاب امانت ورکړئ او کتاب په امانت واخلئ. کله چې له دا ډول کسانو سره نږدې اړیکه پیدا کوئ، نو له لوستلو سره، ستاسو مینه او لېوالتیا هم زیاتېږي. کولای شئ په یوه ټولنیزه شبکه کې، له یوه کتاب څخه خپلې تجربې، له خپلو دوستانو سره شریکې کړئ. د هغه کتاب په اړه له خپلو دوستانو سره خبرې وکړئ، کوم چې مطالعه کړی مو دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ