سپوږمۍ د شمسي نظام تر ټولو ځوانه سياره وپېژندل شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: حنیفه مومند

نویو ترسره‌شویو څېړنو ښودلې، چې د پخوانیو څېړنو په نسبت، سپوږمۍ پنځه اتيا کاله ځوانه ده.
د ریاضي نوی موډل چې، الماني څېړونکو جوړ کړی، دا ثابته کړې چې ځمکه ۴.۴۲۵ میلیارډه کاله عمر لري.
د شته تيورۍ له مخې ويل کېږي، چې د مريخ په اندازه یوې سیارې له ځمکې سره ټکر وکړ، بيا د وړو ټوټو د يو ځاى کېدلو څخه سپوږمۍ جوړه شوه. دا وخت ځمکه په لومړنیو شرایطو کې وه او منځ یې ګرم او اور وو، ویلای شو، چې هغه وخت په ځمکه کې د اور بحرونه وو.
څېړونکي وایي، چې هغه وخت سپوږمۍ له ماګما ډکه وه، چې ژوروالی یې له ۱۰۰۰ کیلو مټرو څخه زیات ارزولی شو.
1B3CDD00-DA7A-41A6-B8E1-53AE8ED82DA8_cx0_cy3_cw0_w408_r1_s.jpg
د نړۍ مشهوره ستورپېژندونکى ماکسيم موريس وايي، چې ګرمه سياره د شمسي نظام له رامنځته کېدلو، یا په بل عبارت ۴.۵۶۷ میلیارډه کاله پخوا، له ځمکې سره ټکر کړى دی. د هغوی د ارزونو پر اساس،۴.۵۶۷ میلیارډه کاله + یا ۲۵ میلیونه کاله پخوا دا پېښه ترسره شوې ده.
متخصيصينو د دې معما د حل لپاره له کمپيوټري موډل څخه ګټه اخیستې، چې د لومړي ځل لپاره د مګما جوړښت د تجزيې او تحلیل پورې تړلي وو.
څېړنو پايلو وښودله، چې د سپوږمیزې ماګما داستان ډېر اوږد دی او نېږدې ۲۰۰ میلیونه کاله وخت ونیو، چې بشپړ جامد/ کلک شي.
پخوانيو مډلونو فرضوله، چې د استحکام دوره یوازې پنځه دېرش کاله وخت نیولی.