اپریل 21, 2021

افغانستان تیرکال: ۷۵۵ ښوونځیو ته ودانۍ ‏جوړې شوي

‏  له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې د ځينو شمېرې له مخې  ۱۳۰۰۰ ‏ښوونځي جوړ شوي چې بسنه نه کوي او اوس هم د هېواد شاوخوا ۴۶ سلنه ‏ښوونځي ودانۍ نه لري.‏

د تېر په پرتله د خلکو مینه له پوهنې سره ډیره شوې، نفوس ډير شوی او له ‏بله پلوه د وخت په تیریدو له ګاونډیو هیوادونو نوي کډوال راستنیږي چې ‏ماشومان یې ښوونځيو ته ځي، له دې کبله د افغانستان لسګونه زره ماشومان په ‏ژمي کې په سړه هوا کې او په اوړي کې سره لمر ته د شنه اسمان لاندې زده ‏کړې کوي چې د بارانونو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي او ان کتابونه او ‏کتابچي یې له کاره وځي او لا هم ناسم درسي چاپیریال د درس نه ویلو په برخه ‏کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه ستونزه ده.‏‎ ‎‏ ‏

‏ د همدې ستونزې د حل په موخه  د جمهور رییس محمد اشرف غني په حکم  د ‏کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر ‏سیوري لاندې د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۶۰۰۰ ښوونځي جوړول غواړي ‏چې د پوهنې په برخه کې د افغان زده کونکو دا بنسټیزه ستونزه هواره کړي. د ‏‏۶۰۰۰ ښوونځيو جوړولو چارې به په دوو پړاونو کې ترسره شي، چې په ‏لومړي پړاو کې به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې  ۲۶۴۷ ښوونځي جوړ شي  او ‏پاتې هغه به یې په دویم پړاو کې ‏جوړ شي.‏

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري په تېر کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو ‏کې  ۷۵۵ ښوونځي جوړ کړي چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي په دې شمیر ‏ښوونځيو کې ۹۱۳۷۴۵ زده کوونکي زده کړه کوي او د دې ترڅنګ  ۶۶۰  نور ‏ښوونځي د جوړولو په حال کې دي او کار یې روان دی ددې شمیر ښوونځيو په ‏جوړیدو سره به ۶۹۳۳۶۹ تنه زده کوونکي د ښوونې او روزنې له وړ چاپیریاله ‏برخمن شي.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف د جوړو شویو ښوونځيو پوهنې وزارت ته د ‏سپارلو په مراسمو کې وویل، چې کچېرې دا  ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ نه شي د ‏افغانستان د ښوونځيو د ودانیو د نشتوالي تشه به په ۴۰ کلونو کې هم ډکه نه شي.‏

سربیره پر دې د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر د هڅو په پایله کې د سعودي ‏عربستان حکومت هم په ۱۰ ولایتونو کې ۶۰۰ ښوونځي جوړوي.‏

‏ د هغو ستونزو ترڅنګ چې ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ په برخه کې ‏ننګونکې دي، د ښوونځيو د نشتوالي او کموالي ستونزه هم ده چې ګڼ شمیر ‏ماشومان ښوونځيو ته لاړ نه شي د یونیسیف د یوه راپور له مخه ۳.۷ میلیونه ‏داسې ماشومان چې عمرونه یې ښوونځي ته د تللو دي ښوونځي ته نه ځي یادې ‏ادارې ویلي هڅه کوي چې دا ماشومان ښوونځيو ته لاړ شي.‏

د ښوونځيو د ودانیو کموالی او نشتوالی د درسونو په کیفیت هم ناوړه اغیزه کوي ‏د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د ښوونځيو د ودانیو تر جوړولو ترڅنګ  ‏پلان لري چې د پوهنې کیفیت هم لوړ کړي، دا چې د ښوونځيو د پوهنې کیفیت ‏ټيټ وي ممکن  ګڼ زده کونکي پوهنتونونو ته لاره پیدا نه کړي او که  لاره  هم ‏پیدا کړي د لوړو زده کړو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي. ‏

د ښوونځيو د نشتوالي بل زیان دادی چې کورنۍ خپل هلکان لریو ښوونځيو ته هم ‏لیږي خو که په کلي کې  ښوونځی نه وي نجونې په کورونو کې بې تعلیمه پاتې ‏کیږي او که ښوونځي منظمه احاطه او ودانۍ ولري نو کورنۍ به خپلې نجونه هم ‏درس ته  ولیږي.‏

د یادونې وړ ده، چې سږ کال به هم په هېواد کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرو ښوونځيو ‏ته ودانۍ  جوړې شي.‏

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ