پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

سلولوریس؛ د نړۍ تر ټولو ښکلی خو خطرناک حیوان

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

سلولوریس Slow loris وړوکی، خو زیان رسوونکی حیوان دی، هېر مو نه شي چې هېڅکله د دغه حیوان په ښایست دوکه نه شئ، سلولوریس یو زهري څاروی دی او کله چې د خطر احساس وکړي د لاسونو په پورته کولو سره له خپلې خولې څخه زهر شيندي.

slow-loris.jpg
له تصور څخه لرې خبره ده چې دومره ښکلی او زړه راښکونکی حیوان چې تورې ګردې ګردې سترګې او نرم وړین پوستکی لري دومره خطرناک وي. سلولوریس د نړۍ ترټولو ښکلی حیوان دی او د ګردو سترګو لرونکي حیوان په نامه هم پېژندل کېږي.

دغه حیوان هغه وخت شهرت تر لاسه کړ چې په ۲۰۰۹ کې یې یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه. هغه مهال هېچا دا فکر نه کاوه دغه مینه‌ناک ښکلی حیوان به خپل لاسونه پورته کوي او زهر به شیندي. سلولوریس د آسیا په سویل ختیځ، سریلانکا، د بورنیو په ټاپو او اندونيزيا کې ژوند کوي.

loris.jpg
له څو کلونو راهیسې سلولوریس Slow loris د یو کورني اهلي حیوان په څېر ساتل کېږي، خو په حقیقت کې دغه حیوان د دې لپاره نه ده پیدا شوی چې له انسانانو سره ژوند وکړي. د خواشینۍ خبره دا ده چې هر کال ځینې قاچاقچیان دغه حیوان نورو هېوادونو ته لېږدوي او په تورو بازارونو کې یې پلوري.

FB_IMG_1595329597612.jpg
سلولوریس Slow loris د لومړي ځل لپاره د سریلانکا په بورنیو ټاپو کې وموندل شو، او وروسته بیا انسانانو د دغه حیوان د اهلي کولو هڅه وکړه چې اوس مهال د یوه کورني اهلي حیوان په څېر ساتل کېږي، سلولوریس Slow loris ښکلې ظاهري څېره لري، خو د دغې معصومې او ښکلې څېرې تر شا سلولوریس Slow loris یو وژونکی حیوان دی. د دغه حیوان زهر د څنګل په مینځ کې دي، د سلولوریس Slow loris زهر په پوستکي او عصبي سیستم باندې اغېزه کوي.

FB_IMG_1595329590220.jpgسلولوریس Slow loris د همدغو زهرو په واسطه په طبیعت کې له خپلو بچيو او ځان ساتنه کوي او وروسته له دې چې بچی یې وزېږېږي، د خپل وجود د زهرو په واسطه خپل بچی پوښوي، چې یې د نورو وحشي حیواناتو د حملې له خطر څخه وساتي.

د سلولوریس Slow loris د بوی حس ډېر پیاوړی دی، او کولای شي له ډېر لرې واټن څخه د خپل ښکار بوی حس کړي، تر دې حیرانونکې خبره بیا دا ده چې ښځینه سلولوریس Slow loris د نارینه سلولوریس Slow loris د بویولو مینه‌والې دي.

FB_IMG_1595329581348.jpg
د سلولوریس Slow loris بچي د قاچاقیانو د ښکار تر ټولو ستره برخه جوړوي او هر کله چې د سلولوریس Slow loris د بچيو غاښونه راووځي نو قاچاقچیان یې غاښونه ور پرې کوي او خرڅوي یې.

وړاندې تر دې چې د دغه حیوان لیدو ته ورشئ بویه د دغه حیوان په اړه ځینې مالومات ترلاسه کړئ، په تأسف سره چې د اندونيزيا وګړي فکر کوي چې سلولوریس Slow Loris د ټپونو د جوړېدلو او د روح او یا روان رغېدو ته ګټه لري، ځکه نو له دغه حیوان څخه د همدغو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي.

همدا راز د تور جادو د لرې کولو لپاره دغه حیوان وژني، او له غوښې یې په دودیزو درملو کار اخلي، خو دغه خلک په دې نه پوهېږي چې سلولوریس Slow loris د اندونیزیا تر معدنونو ډېر ارزښت لري.

FB_IMG_1595329574137.jpg
له څنګه مو چې یادونه وکړه وړاندې تر دې چې قاچاقچیان دغه مینه‌ناک څاروی خرڅ کړي، د زهری ځانګړنې د له منځه وړلو لپاره یې لومړی غاښونه راباسي، چې ډېر وخت دغه کار د دغو حیواناتو د مړینې او یا هم د خولې د مېکروبي کېدلو لامل کېږي.

د‌ سلولوریس Slow loris په وړاندې د کېدونکو نادودو په لیدو د حیواناتو د حقونو ځينو فعالانو هڅه وکړه چې د سلولوریس Slow loris د ساتنې او قاچاق د مخنیوي لپاره کمپاینونو وکړي، له نیکه مرغه دغو کمپاینونو او عامه پوهاوي هڅو، عام وګړي د سلولوریس Slow loris له ارزښت څخه خبر کړل او د دې لامل شو چې د دغو ښکلو حیوانو د قاچاق او مړینې کچه ښکته راولي.

16SMCaptiveNbengalensisfromLaoswith6-weekbabyjfif.jpeg.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ