خبريال: مدثر دعوت
د رسلينګ ستوري جان سينا د خپل هغه مينهوال کور ته ورغلی چې د سرطان په ناروغۍ مبتلا دی.
د مرګ هسې هم نېټه نه ده معلومه او انسان د راتلونکې يوې شېبې په اړه هم معلومات نه لري چې څه به پېښېږي خو ځينې ناروغۍ د دې شاهدي ورکوي چې د يوه چا ژوند ډېر کم وي، انسان يې درک کولای او طبابت اټکل کولای شي.
۷ کلن ډيويډ کيسل د تومور ناروغي لري، همدارنګه د پښتورګو د سرطان په نامعموله ناروغۍ اخته دی چې اوس يې د بدن نور غړي هم په پرلهپسې ډول سرطانېږي، خو د دې ټولو سره په جګړه کې د يوه لوی ارمان د پوره کېدلو غوښتونکی و چې هغه د جان سينا ليدل وو.
جان د دې ماشوم په اړه معلومات ترلاسه کوي، کور ته يې ورځي او د هغه دا هيله ور پوره کوي.
We have nothing but respect and admiration for John Cena.
Over 650 Make-A-Wish requests made, and he's not letting the current pandemic slow him down. He made another last week and made sure he went as Superman, not Clark Kent.
This is why he is one of the all-time greats. pic.twitter.com/jeYeN4llHw
— WWE on BT Sport (@btsportwwe) May 4, 2020
د ماشوم له سترګو هغه مهال اوښکې توېږي کله چې د جان سينا پر څېره سترګې لګېږي، ځکه ده وړاندې جان په تلویزیون کې ليدلی و، خو شاید دا هيله نه وه ورسره پاتې چې مخامخ يې وويني.
جان سينا خپل يو ګټلی کمربند، لاسليک شوی لباس او هغه خولۍ چې نوموړي د لوبو پر مهال پرسر کوله په ډالۍ کې ورکړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د رسلينګ باچا د يوه ناروغ ماشوم ارمان ور پوره کوي، نوموړي ۶۵۰ ځلې د داسې کسانو سره ليدلي چې له خپل ژونده مايوسه وه، خو د يوه چا د ليدلو يو ارمان ورسره وو.
۴۳ کلن جان سينا د WWE د لوبو ترڅنګ په هاليووډ سينما کې هم د فلمي ستوري په حيث رول ادا کړی.
نوموړی ۱۶ ځلې د رسلينګ لوبو نړيوال اتل شوی او د هاليووډ څخه يې هم د ښې اداکارۍ پر سره ايوارډونه ګټلي دي.