افغانستان بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه سیاست مخکښان

هغه وخت، چې غازي امان الله خان وژړل

‌لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی، مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده.

شاه په ۱۸۹۲م کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست.

د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې فارسي خبرې کولې، ځکه په فارسي ژبه یې لوی لاس درلود، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم تر یوه حده پوهېده، پر دې سربېره عربي او ترکي یې هم زده وه، په عربي ژبه بېخي برلاسی و.

د شاه اقوال او افعال دومره ښکلي او اسلامي وو چې په یو ځل لیدو سړی پرې مئینېده. د اعلیحضرت عادت و کله چې په کابل کې څوک نابلده ولید، موټر به یې ورته دراوه او په پوره مینه به یې پوښتنې او خبرې ورسره کولې. د نورو پاچاهانو په څېر یې ځان اسماني هسته نه ګاڼه، بلکې د خاوري او ولس خدمتګار یې باله.

شاه امان الله خان او مېرمن یې له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې د هېواد د یوه خپلواک او معاصر افغانستان د جوړېدلو خوبونه لیدل، او د دې خوبونو لپاره یې د افغانستان د دوې او پر مختګ لپاره په پراخو اقداماتو لاس پورې کړ. ځینې په دې توګه دي.

۱ – لومړۍ یې اساسي قانون جوړ کړ؛

۲ – د لومړي ځل لپاره تذکره ووېشل شوه؛

۳ – د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړ شو؛

۴ – د اداري مامورینو او حاکمانو قانون یې جوړ کړ؛

۵ – د دولتي املاکو د خرڅون قانون جوړ شو؛

۶ – تر لومړني ښوونځي پورې زده‌کړې جبري شوې؛

۷ – د برېښنا تولید ته پراختیا ورکړل شوه؛

۸ – د چاپ مطبعې رامنځته شوې؛

۹ – د سمنتو صنعت یې پراخ کړ؛

۱۰ – د بورې او ګوګړو تولید، کاغذ او ښیښې جوړول، د تقاعد قانون تصویب شو، خصوصي مالکیت تصویب شو، درمل‌جوړونې شرکت رامنځته شو؛

۱۱ – د تلګراف او تیلفون لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان، ننګرهار او کندهار کې د برق سټېشونه تر لاس لاندې ول؛

۱۲ – د صابون، عطرو او قند فابریکې رامنځته شوې؛

۱۳ – د لومړي ځل لپاره د اورګاډي لیکه جوړول؛

۱۴ – د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول شوه؛

۱۵ – د لومړي ځل لپاره د ملکي هوایي چلند اداره رامنځته شوه؛

۱۶ – د رسنیو لومړنۍ قانون تصویب شو؛

۱۷ – دولت‌جوړونې او اقتصاد عصري شو؛

۱۸ – د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړه شوه؛

۱۹ – د ارشادالنسوان په نامه د ښځو لومړنۍ جریده رامنځته شوه او د طلوع افغان په نامه ورځپاڼې او د انس جریدې خپرونې پیل کړې؛

۲۰ – د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشوه؛

۲۱ – د امانیه ښوونځی تاسیس شو او پر دې سربېره په ټول افغانستان کې ۳۲۲ ښوونځي جوړ شول؛

۲۲ – بهر ته د لوړو او مسلکي زده‌کړو لپاره د افغان محصلانو د استولو لړۍ پیل شوه.

پر یادو سربېره امان الله خان د خپل واکمنۍ پر مهال د یوه معاصر افغانستان د جوړولو لپاره نورې ډېرې پروژې او کارونه پیل کړل چې په تلو یې زیاتره نیمګړې پاتې شول ان چې تر اوسه یې هم ځینې پروژې نیمګړې دي او چا بشپړې نه کړې.

د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته د هغه ورور عنایت الله خان او زوی یې امان الله خان دواړو غوښتل چې باچا شي، خو د علماو ملاټړ ته یې اړتیا درلوده، دیني علماوو د امان الله خان ننګه وکړه په دې شرط چې نوموړی به د انګریز پر ضد جهاد اعلانوي او خپلواکي به ترلاسه کوي.

امان الله خان دا ژمنه ومنله او پاچا شو، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره خوځښت پیل شو، په هره سیمه کې د جهاد لپاره د خلکو د راپاڅولو لپاره مشران وټاکل شول، په ختیځ کې د ترنګزو حاجي صاحب، او چکنور ملا صاحب، د لویي پکتیا لپاره د شوربازار حضرت صاحبان، د لوی قندهار لپاره د خرقې مطهرې متولي مولانا عبدالحمید الکوزی او مولوي صالح محمد اخندزاده او نورو سیمو کې هم ورته مشران علما وټاکل شول.

د ۱۹۱۹م د اوړي په لومړیو کې په دریو څلورو محاذونو کې د انګریزي یرغلګرو پر ضد جګړې پیل شوې، چې زیاتره تمرکز یې د پکتیا په طرف کې و، انګریزانو په ډېرو ځایونو کې ماته وخوړه، له همدې کبله یې د مصالحې لاره غوره کړه، مجاهدینو ته یې وړانډېز وکړ چې د افغانانو هرې غوښتنې منلو ته تیار دي، چې بلاخره د ۱۲۹۸ه ل کال کې د اسد میاشتې پر ۲۸ د افغانستان خپلواکي په رسمیت ومنله او خپلې لښکري یې د تل لپاره له افغانستانه وایستلې.

په دې کې شک نشته چې امان الله خان دا توره وکړه چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره یې جهاد يې ومانه، او همداسې نور ډېر کارونه یې ترسره کړل. د سرکونو جوړول یې بنا کړل، اساسي دستور یې جوړ کړ، پارلمان یې رامنځته کړ، تعلیم ته یې پاملرنه وکړه، د مالیاتو ټول سیسټم یې منظم کړ، مطبوعاتو ته یې وده ورکړه همداسې نور ډېر کارونه وکړل.

امان الله خان د ابتدایي اصلاحاتو وروسته په ۱۹۲۷م دسمبر ۱۵ د یو ۳۰ کسیز پلاوي په ملتیا د اروپا اوږده سفر ته روان شو، چې د ۱۹۲۸م تر جولای پورې هلته په سفر وو. کله چې راغی ځان سره ډېرې طرحي راوړي وې. لومړۍ یې په کندهار کې وینا وکړه او وېویل چې اروپا کې ښځي د دې ځای نارینه په شان کار کوي خو دلته حتا نارینه سم کار نه کوي او همدارنګه هرات او فراه کې ویناوې یې درلودې.

او د پغمان په جرګه کې یې ډېر زور د ښځو په مسلې باندې و چې ښځې باید ازادۍ ته پرېښودل شي او تعلیم ته یې باید پاملرنه وشي.

د افغانستان د معاصر تاریخ څېړونکي وایي، د یوه معاصر افغانستان د جوړولو لپاره د شاه امان الله خان په هڅو کې ملکه ثریا فکر هم ډېر اغېز درلود.

ملکه ثریا د محمود طرزي لور په ۱۸۹۹م کال کې په سوریه کې زېږېدلې وه د مور نوم یې اسما سوري دی چې د امیر عبدالرحمن له مرګه وروسته دوی کابل ته راغلل.

د دې باشهامته ښځې ټوله کورنۍ سیاستمداره، شاعران او لیکونکې ول او یوه روشنفکره کورنۍ یې وه.

په کال ۱۹۱۲م کې ثریا ۱۳ کلنه او شاه ۲۰ کلن و چې واده یې وکړ، په ۱۵ کلنۍ کې یې لومړنۍ ماشوم وزېږېد، د امیر حبیب الله خان وروسته شاه امان الله خان د پاچاهي پرتخت کېناست چې ثریا ۲۰ کلنه وه چې د هېواد رسمي ملکه شول، چې دا زیرکه او ښایسته ښځه په ترکي، فرانسوي، عربي او فارسي ژبه پوهېده او ښې خبرې یې پرې کولی شوې.

د ملکه ثریا پلار د سراج الخبار لیکونکی او چلونکی و چې ملکه ثریا هم ورسره مرسته کوله او ښځو لپاره یې ډېرې هڅې او کارونه کړي. تل به یې د ښځو د حقوقو څخه ملاتړ کاوه. د طرزي په وخت کې لومړنۍ د ښځو د فاع کوونکی امان الله خان او طرزي وو او ملکه ثریا او شاه امان الله خان د طرزي د فکر عملي کولو لپاره ډېر څه وکړل.

کله چې شاه امان الله خان سیاسي استقلال لاسته راوړ، نو لومړی یې د نجونو لپاره مکتب جوړ کړ، چې دې کار کې ملکه ثریا به یې تل مرسته کوله. په کال ۱۹۲۸ د ملکه ثریا په غوښتني سره د حمایت نسوان په نامه یو انجمن جوړ شو چې ۱۲ تنه پوه ښځي دې انجمن کې یې کار کاوه.

د لومړي ځل لپاره ښځو په ادارو کې شریکې شولې، او خپله ملکه ثریا د مستورات مکتب اداره یې په غاړه واخیسته.

ارشاد النسوان لومړۍ نشریه د ښځو په هکله وه چې د دې ټول مطالب د ملکې ثریا تر نظر لاندې تېرېدل او بیا یې خپرول. یوه محکمه یې دایره کړه، چې په کورنیو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي شکایتونه پکې څېړل کېدل. ملکه ثریا د ښځو د ازادۍ په وړاندې ډېر کارونه وکړل چې ښځې باید چادري په سر نه کړي، ځکه ازاده هوا نه شي تنفس کولای.

ملکه ثریا او شاه امان الله خان غازي تر هغه حده د ښځو د حقوقو په وړاندې مبارزه وکړه چې حتا د کفر ټاپې باندې ووهل شوې، په دې مسئله کې نه یوازې تاج تخت یې له لاسه ورکړل، بلکې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او د ژوند وروستي کلونه یې په جلاوطنۍ کې تېر کړل.

هغه وخت چې غازي امان الله خان وژړل

کله چې يې وطن پرېښود، د سفر په وخت کې چې ایتالیا ته تله، له یوه فرانسوي خبریال سره یې د زړه خبرې وکړې. خپل هېواد ته مې ټیلفون وارده کړ، خلکو کافر خطاب کړلم. مکتب مې جوړ کړ، وویل چې دا د بې دینانو کار دی باید یوازې عقیدوي زده‌کړې ترسره شي. د ریل خط مې جوړ کړ په داسې حال چې په نړۍ کې ډېر کم وو، خو خلکو هغه ته یې د شیطان کوټې خطاب وکړ.

ملایانو په لوډ سپیکر کې اعلان وکړ چې غازي کافر دی. او ویل یې دا الهي وینا ده. خو بیا هم زه د خلکو راتلونکې په غم کې وم چې څنګه به کولای شي دوی پرمختګ وکړي، خو هغوی زما تخریب کاوه.

خبریال وویل وروسته له هغه چې غازي امان الله خان نور څومواردو په هکله هم وویل خپل مخ یې د سیند مخ ته واړوه او له زړه څخه یې وژړل. او په کال ۱۳۳۹ ه.ش ۱۹۶۰ م کې د ۶۷ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

او ملکه ثریا په کال ۱۹۶۸م کې د اپریل په ۲۰ په ایتالیا کې مړه شوه چې جنازه یې افغانستان ته راوړل او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ