د مسکو جامع جومات؛ په داخل او بېرون کې د ۱۰زره لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: حمیدالله حمیدي

د مسکو جامع جومات په روسیه کې بیا د اروپا په کچه تر ټولو پخوانی جومات شمېرل کېږي، چې په لومړي ځل یې په ۱۹۰۴ کال کې د بنسټ ډبره د معمار «نیکولای ژوکوف» لخوا کېښودل شوه.
دغه جومات د مسکو د څلورو فعالو جوماتونو په ډله کې راځي، چې د مسلمانانو د مرکزي جومات او دغه راز کله کله د ټاټار په نامه هم یاد شوی دی، ځکه ډېری وخت له دغه جومات څخه د ټاټار قوم مسلمانانو ګټه اخیسته.
د مسکو جامع جومات په ۲۰۰۸م کې د روسیې د فرهنګي اثارو په نوملړ کې راغی، خو د همدې کال په پای کې بېرته له دغه لیست څخه لرې او له خاورو سره خاورې شو، چې دغه کار د نړۍ د مسلماناو په تېره بیا د روسیې د مسلمانانو غبرګونونو را وپارول، خو اړوندو چارواکو د نوي او پرمختللي جومات د جوړولو وعده ورکړه.
د نوي جومات د جوړېدلو چارې په ۲۰۱۵م کې پای ته ورسېدې او د همدې کال د سپټمبر میاشتې په۲۳مه نېټه د عرفې په ورځ د روسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسلامي هېوادونو د یو شمېر مشرانو لخوا پرانیستل شو.
دغه جومات په ۳۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د لس زره لمونځ کوونکو ظرفیت په داخل او د لس زرو نورو ظرفیت په بېرون کې لري.
په دغه جومات ټول ټال (۱۵۰۰) میلیونه یورو لګښت راغلی. د جومات ممبر، محراب، نقاشي، ډیکوریشن، قندیلونه، غالۍ او داخلي چارې د ترکیې د دیني چارو ریاست لخوا سرته رسول شوې دي
نوی جومات له زاړه هغه څخه شل ځله لوی دی. د مسکو جامع جومات اووه ګنبدې او منارې لري، چې لوړوالی یې تر ۷۰ مترو پورې رسېږي.