بایپولر (bipolar) او نښې یې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
مرکه: صدیقه پوپلزۍ

کېدای شي په لومړي ځل مو د بایپولر نوم اورېدلی وي، هو دوستانو دا خبره ما ته هم نوې وه، څه موده وړاندې مې له یوې مېرمنې سره وپېژندل، هغې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، لویه دنده یې لرله او له ۱۰۰ ډېر کارکونکي یې تر کنټرول او مشرۍ لاندې وو، سربېره پر دندې یې درس هم وایه، خو ډېره روغه نه راته ښکارېده.
پوښتنه مې ترې وکړه چې خپل ژوند کې له کورنۍ سره خوشحاله ده که نه؟ هغې راته وویل؛ هو هر څه ښه دي، خو یوه اروايي ناروغي لرم. زه یې هم حیرانه کړم چې دا څنګه شونې ده چې یو اروایي ناروغ دې یوه لویه دنده پر مخ بوزي، پر همدې مې چرت واهه بیا مې ورته وویل: وبښئ ستاسو ناروغي څه نومېږي هغه دري ژبې وه، په دري يې راته وویل: “اختلال دو قطبي دارم
ما ویل ښه! بس خبره مې پر همدې ځای پرېښوده، له ځان سره مې وویل چې دا ځل به د یاران لپاره له استاد سره پر همدې مرکه کوم. لومړی به دا ترې پوښتم چې آیا پر بايپولر اخته کس د یوې لويې ادارې مشري کولای شي؟ وروسته به پر همدې موضوع نورې خبرې هم وسرره وکړم. نو لوستونکو راځئ په دې اړوند له استاد سره پوره مرکه راسره ولولئ.
صدیقه پوپلزۍ: استاد سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! آیا بايپولر یا دوه قطبي ګډوډۍ باندې اخته کسان په لوړو څوکیو کار کولای شي؟
استاد عظیمي: هیله کوم! زه هم خپل سلامونه تاسې او درنو لوستونکو ته وړاندې کوم. لومړی خو اجازه راکړئ چې خپله د دوه قطبي کلمه باندې لږ تم شو. دوه قطبي ګډوډۍ ته په انګلیسي کې بایپولر وايي او له علمي اړخه همدا کلمه ډېره کارول کېږي. که ستاسو اجازه وي، نو بایپولر یې وبولئ، ځکه په پښتو کې موږ د دې لپاره کومه منل شوې کلمه نه لرو او زه یې د مست ژورخپګان په نامه یادوم، خو نه پوهېږم چې د ادبیاتو پوهان به څومره راسره همغږي وي؟ په هر حال بایپولر ګډوډۍ لرونکي بې ګټې، بېکاره، معیوب او له کاره لوېدلي انسانان نه دي. ارواپوهان پر دې باور دي چې ان معیوب او معلول کسان هم نن سبا په خپلو چارو کې بریالي کېږي، خو که خپلې وړتیاوې استعدادونه بیا مومي. د اروايي ناروغانو په اړه هم همداسې قضاوت کولای شو، هر اروايي ناروغ کولای شي ډېرځله خپلې چارې نورمالې مخته یوسي او هو ښایي حیران شئ چې د نړۍ نامتو او باهوښه انسانان د بایپولر لرونکي وو، کوم پېژندل شوي او مخور کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته وو، د هغوی له ډلې څخه د ونسان ونګوګ، لودویګ ون بتهوون، پابلو پیکاسو، کرت کوبین، ناپلیون بناپارت، ارنسټ همینګوی، وینسټون چرچیل، بریټني اسپیرز، دمي لواتو، امي واینهاوس، کاترین زتا جونز، جرمي برت، مرلین مونرو، ویرجینیا وولف او هالزی نومونه یادولای شو. چرچیل دا ګډوډي د تور سپي په نامه نومولې وه.
خو غواړم دا هم ووایم چې بایپولر په اروایي ګډوډیو کې یوه تر ټولو سخته ګډوډي ده، چې پر ژوند او اړیکو منفي اغېز کوي.
پوپلزۍ: استاد اوس به راشو اصلي پوښتنې ته که راته ووایئ چې دا څه ډول ګډوډي ده؟ ما خو یې یوازې نوم اورېدلی وو.
استاد عظیمي: زه ستاسو خبره منم ډېری کسان له دې ګډوډۍ سره بلد نه دي، خو د مرکې له لوستلو وروسته به ښه سم پرې پوه شي، هغه کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته وي په خوی او عادتونو کې یې سخت بدلونونه منځته راځي، یوه موده مست او یو څه وخت وروسته پر ژور خپګان اخته کېږي، یانې د دې ناروغۍ پر مهال د انسان پر اروا کې ژور نوسانونه لیدل کېږي داسې چې لومړی سخت مست او وروسته یې کرار کرار د خپګان نښې ډېرېږي او د ژورخپګان پر لور ورځي.
پوپلزۍ: استاد د بایپولر په اړوند څېړنې څه وایي؟
استاد عظیمي: ډېری څېړنې ښيي چې دا اروایي ګډوډي له ۲۵ کلنۍ وړاندې پیلېږي، له ۴۰ کلنۍ وروسته ډېره نه لیدل کېږي او په هرو ۱۰۰ کسانو کې دوه یې پر دې ګډوډۍ اخته پېژندل شوي، همدارنګه د بایپولر په هکله ډېری ناسم باورونه شته چې زه یې ځينو ته اشاره کوم لومړی باور دا دی چې ځینې خلک وایي بایپولر درملنه نه لري او هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وي، نورمال نه دي.
نه! داسې نه ده، پر دې ګډوډۍ اخته کسان د ښو دندو اړیکو او بریاوو لرونکي دي، ښایي له داسې کسانو سره ژوند کول ننګوونکی وي، خو درملنه او کنټرول، د دې کسانو حالت د ښه‌والي پر لور بیایي یوازې د ژوند د مهارتونو زده‌کړې ته اړتیا ده. بل ناسم باور دا دی چې ځینې خلک فکر کوي چې بایپولر یوازې د انسان پر خوی اغېز کوي، رښتیا دا دي چې یاده ګډوډي د انسان د بدن پر انرژۍ، قضاوت، حافظه، تمرکز، اشتیا، خوب، جنسي وړتیا او پر ځان باور اغېز کولای شي او ښایي اندېښنې او خواشینۍ هم پیدا کړي. بل ناسم باور دا دی چې ډېری کسان وایي چې د درملو په وسیله درملنه د بایپور لپاره یوازینۍ درملنه ده خو زه فکر کوم چې اتحاد درملنه یانې هم اروایي درملنه او هم درمل ښه اغېزه کولای شي.
پوپلزۍ: استاد که راته ووایئ چې دا ګډوډۍ کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: پر دې ګډوډۍ باندې د اخته کسانو ترمنځ بېلابېلې نښې شته، په دې مانا چې د یوه کس نښې ښایي د بل کس له نښو سره توپیر ولري، خو زه یې ځینو عامو نښو ته اشاره کوم. دا کسان ډېرځله ناکراره له انرژي ډک او مست وي ډېرې خبرې او د لویوالي احساس کوي، خوب یې کم او تر ډېرو ویښ وي خپګان ګوښه‌والی، اندېښنې، ژر غبرګون، ناهیلیتوب، ستړیا، ټنبلي، د اشتیا کموالی او د ځانوژنې فکرونه یې هم د یادولو وړ دي.
پوپلزۍ: استاد د لاملونو په هکله یې که راته ووایئ؟
استاد عظیمي: د دې ګډوډۍ اصلي لاملونه لا هم څرکند نه دي، خو ډېری ارواپوهانو او د اعصابو ډاکټران جنټیکي، ارثي او عصبي لاملونه راوړي همدارنګه د نشه‌یي توکو کارول یې هم لامل ګرځي، ځکه روږدي کسان پر هغه مهال چې مخدره توکي کاروي ښه مست او له انرژي ډګ وي، خو کله چې خلاص شي بیا د اندېښنو او غمونو پر لور ځي همدا یې عادت ګرځي او وروسته پر همدې ګډوډۍ اخته کېږي. بل دا چې ډېری کسان د ژوند پر اوږدو کې اوږدمهاله ذهني فشارونه تجربه کوي همدا فشارونه کرار کراره د انسان پر خوی اغېز کوي هرکله چې تر سټرس لاندې وي خپه او سخت خواشینی وي، خو کله چې سټرس لرې کېږي، یو ناڅاپه مست او له انرژي ډکېږي، د دې حالت دوام کرار کراره پر بایپولر اوړي. پر همدې ډول د خپلوانو مرګ د ژوند ترخې تجربې او چاپېریال هم په ورته بڼه د بایپولر لامل ګرځي.
پوپلزۍ: استاد لوستونکي مو په ډېر څه پوه کړل. اوس که دا راته ووایئ چې د دې ناروغۍ پایلې به څه وي؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې د بایپولر ګډوډي که مدیریت نه شي، پر ژوند کې د بېلابېلو ستونزو لامل ګرځېدای شي، له هغې ډلې څخه جسمي ستونزې، لکه چاغښت له کچې ډېرې متیازې، د سترګو لید کمېدل، د هډوکو کمزوري، اسهال، لړزه، ژبه بندېدنه او زړه بدوالی، اروایي ستونزې لکه ژورخپګان پر ځان ټیټ باور او اضطراب، جنسي ستونزې په دې ډول چې یا جنسي لېوالتیا بېخي کمېږي او یا له کچې ډېرېږي چې اخته کس پر ناخوندي جنسي اړیکو لاس پورې کوي، د یادولو وړ دي.
پوپلزۍ: استا زه فکر کوم چې که له دې ناروغۍ څخه مخنیوی وشي دا به ډېره ښه وي، نو آیا د مخنیوی لارې چارې یې هم شته؟
استاد عظیمي: د مارچ ۳۰مه له بایپولر څخه د مخنیوي نړیواله ورځ پېژندل شوې، باید ووایم چې هو له اروایي اړخه یې د مخنیوي لارې چارې شته، خو له عصبي او جنټیکي اړخه څه نشم ویلای. د مخنیوي په خاطر که د ژوند ذهني فشارونه پر همغه مهال مدیریت شي، یانې اوږدمهاله نشي، ماشوم سره له ماشومتوبه پام وشي، یاني ډېر او اوږدمهاله فشارونه پرې را نه وړل شي، چې اوږدمهاله ذهني فشار ته لاره هواره نشي چاپېریال باید تر پاملرنې لاندې ونیول شي، چې ماشوم تر جنسي یا جسمي ځور لاندې رانه شي، ځکه خپله جنسي ځور هم بایپولر منځته راوړلای شي، همدارنګه عامه‌پوهاوی یې هم د مخنیوي لار شمېرل کېږي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه یې څنګه درملنه وکړو؟
استاد عظیمي: د بایپولر د درملنې په موخه لومړی باید له اخته کس څخه ټیسټ واخیستل شي، چې یې د ګډوډۍ کچه څرګنده شي وروسته د طرحې اړوند د درملنې منظم پروګرام پرې پلی کېږي، دا چې زه یو ارواپوه یم نو اروایي درملنه ښه او ګټوره بولم د دې کسانو پر ذهن او کړنو باید کار وشي د ستونزو وخت یې معلوم شي، ډېری کسان د خوی بدلېدو ځانګړی وخت او ساعتونه لري چې که پام ورته وشي او پر همغه مهال په آرامه ژبه چلند ورسره وشي، نو دا ګډوډي به تر ډېرو کنټرول شي همدارنګه اخته کس ته د ژوند مهارتونو زده کول هم د دې ګډوډۍ پر درملنه ژور اغېز کوي که اخته کس وکولای شي له نورو سره جوړجاړی وکړي، نو بیا کولای شي خپله دا ستونزه هم کنټرول کړي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې څخه یوه نړۍ مننه. په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د بايپولر په اړوند ډېر نور څۀ هم ووینۍ او وګورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه. ښاد او اباد اوسئ د یوۀ روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله، خدای مو مل شه.