پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

پر کابل پوهنتون برید، د عایشې حیدري د سترګو لیدلی حال

د درس جریان و!
د ټولګي دروازه وټکېده، ور یې خلاص کړ، یوه نجلۍ وه. ويل یې امنیتي وضیعت ښه نه دی، ټول د انجینیرۍ له دروازې څخه ووځئ. موږ نږدې ملګرو یو بل ته وکتل، استاد هم هک حیران پاتې شو، موبایل یې را واخیست، نه پوهېږم چاته یې زنګ وواهه، خو وې پوښتل، څه خبره ده؟

کله چې استاد موبایل بند کړ، په څېرې یې وېره خپره وه، خو زموږ د ډاډګيرنې لپاره یې وويل چې هېڅ خبره نه ده، ټول د انجینیرۍ له دروازې څخه له پوهنتون ووځئ.

په لومړيو څو شېبو کې په چا دغې پېښې اغېز نه و کړی. خو کله چې له پوهنځي را ووتو، ګڼ شمېر محصلین د انجینیرۍ دروازې خواته روان و، هره خوا وحشت او وېره خپره وه. زما په زړه کې هم وېره را پیدا شوه، څنګ ته مې نږدې ملګرې روانه وه، دواړو کله په ټوکو او کله هم په جدي توګه ځینې ځينې سوچونه کول، د سوچونو لومړۍ جمله مو دا وه چې، که مړه شو… داسې به وشي، هغسې به وشي.

په همدې خبرو کې د پوهنتون د انجنيرۍ دروازې ته ورسېدو، هلته ګڼ شمېر محصلین پر سړک ولاړ وو او موټر ته په تمه وو، موږ فکر کاوه کله چې له پوهنتون څخه ووځو هر څه به ښه شي، خو داسې نه وو د پوهنتون دننه هغومره فضا خرابه نه وه، څومره چې د پوهنتون څخه بهر وحشت خپور و، د پوهنتون د دروازې د خولې پولیسو هغو محصلینو ته چې له پوهنتون څخه وتلي و، بېرته پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله. داسې ښکارېده چې د هغوی ملګري او یا هم نږدې خپلوان په پوهنتون کې ګیر پاتې وو او غوښتل یې چې بېرته پوهنتون ته ولاړ شي او خپل عزیزان له پوهنتون څخه را وباسي.

محصلینو بېلابېل احساسات درلودل، چا ژړل، او چا په خورا وارخطایۍ منډې وهلې، ډېریو خپلو ملګرو او خپلوانو ته زنګونه وهل او ډېری نور هم پلي له پوهنتون څخه په تېښته وو.

د پوهنتون تر مخې را ټول شويو بې کراره خلکو په پوهنتون کې د خپلې کورنۍ د غړو او دوستانو شمېرو ته زنګونه وهل خو د هغوی د ډېرو موبایلونه بند وو او یا یې ځواب نه ورکاوه.

د پولیسو د موټرو، د اطفایو، د امبولانسونو لوړو غږونو خو بیا نور هم ووېرولو، هغه وخت مو د وېرې او د دې احساس چې ارومرو به نن یو بده پيښه کېږي کاوه.

د پوهنتون ټولګیوالې ملګرې مې را سره وې او همداسې را روانه وم، چې نجونې مو ولېدې چې په چيغو چیغو یې ژړل، زړه مې ډک شو او له سترګو مې اوښکې لارې وکړې، په ډېرې سختۍ سره مې د اوښکو د توېدو مخه نیولای شوه. هلته ټول موټرونه ډک وو، او پر پلو پښو دپېښې له سیمې ژر ترژره وتل اسانه نه وو. د څلورمې کارتې سړک ته پلي راغلو او له هلته مې ټولګیوالې را څخه جلا شوې ځکه د هغوی د کور لاره له ما څخه جلا وه. زه د دهمزنګ پر لور وخوځېدم، هلته له بلې ملګرې سره مخ شوم، د هغې په لیدو سره خوشاله شوم، ځکه په یواځې سر کورته بېخي ناشونې ښکاره کېده. سینمایې پامیر ته په رسېدو په موټر کې سپره شوم او دکور په لوري و خوځېدم.

کور ته په رسېدو مې د کورنۍ غړي خوشاله شول، خو زما زړه په پوهنتون کې له هغو بندو پاتې محصلینو سره وو چې د وحشت څپو له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي وو. ټیلویزیون مې روښانه کړ، د پېښې د قربانیانو په اړه یې دقیق خبر نه درلود، یوازې د رامنځته کېدو او د جګړې د ادامې په تړاو یې خبرونه خپرول، ویل کېده چې وسلوال پر پوهنتون ور ننوتي دي او له تدریسي خونو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د دغو خبرونو په کتلو مې اندېښنه نوره هم زیاته شوه، په پوهنتون کې مې ملګرو ته اندېښنه شیبه په شیبه ډېرېده، اړیکې نیولو هڅه مې ورسره کوله خو د ډېرو شمېرې غلې وې او ډېرو نورو خپلو شمېروته ځواب نه ورکاوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ