حنیف اتمر: غني ته دې مبارک وي او موازي حکومتونه نه منو

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف ولسمشر غني ته د بیا بریالي کیدو مبارکي ورکړې.
ښاغلي اتمر په یوع اعلامیه کې ویلي؛ نن ورځ د افغانستان د جمهور رییس په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپل د لوړې مراسم ترسره کړل، له خپله اړخه ډاکټر صیب غني ته د دویم ځل له پاره د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایو.
هغه زیاته کړې؛ سره له دې چې زموږ په ګډون د هېواد یو شمیر سیاسي ډلو او اشخاصو د زیاترو ټاکنیزو مواردو په اړه د نظر اختلاف او اعتراض درلود، خو د لوړې په ترسره کولو سره زموږ له نظر له ټاکنو څخه راپورته شوي اختلافات پای ته رسیدلي، د موازي حکومتونو جوړول چې د نظام د پاشل کیدو سبب کیدلی شي د افغانستان د خلکو له پاره د منلو وړ نه دي. ځکه چې وخت د دې رارسیدلي چې ټول د نظام د ساتلو له پاره اتفاق وکړو او دا ومنو چې د ټاکنیزو ناندریو له پاره نور وخت نشته.
اعلامیه کې زیاته شوې؛ له نوي حکومت څخه د ولس هیله دا ده چې د سولې او ملي یووالې د ټینګښت له پاره کار وکړي او رامنځته شوي فرصتونه په پوره دقت د خپلو خلکو د اوږدمهاله ګټو له پاره و کاروي. موږ یې په دې دواړو مهمو کارونو کې ملاتړ کوو.
د اتمر له قوله ویل شوي؛ د دې ترڅنګ د هېواد په داخل کې شته ستونزې هم د پام وړ دي، زموږ توقع دا ده چې داخلي ستونزې د خبرو او ټول منلي حکومت په تشکیل سره حل شي. اوس د دې وخت را رسیدلي چې ټول په اتحاد او اتفاق سره د سولې بهیر ته ولاړ شو او ټول په ګډه د نظام د ساتلو له پاره کار وکړو.
باید یاده شي چې ښاغلی اتمر تیرو  ټاکنو کې د سولې او اعتدال ټیم مشر و چې وروسته د ټاکنو له بهیر ووت.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.