انتخابات بریا او پرمختګ رسنۍ سرسکالو سیاست له نړۍ

په امریکا کې نېږدې ۱.۸ میلیونه “مړو ارواګانو” رایه ورکړې ده

راپور: نسیمه محمدي

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د رای ورکوونکو د قانوني شمېر، دوه برابره خلکو رایه کارولې ده.

د امریکا قضايي ناظرانو د یو شمېر کسانو راپورونه څېړلي او د رای کاررونکو د شمېر سره یې پرتله کړل. په پای که څرګنده شوه، چې په ځینو ایالتونو کې د قانوني رای ورکوونکو دوه برابره خلکو رای کارولې ده. دا موضوع د رای اخیستونکو د ناظرانو په وېبپاڼه کې ویل شوې ده.

د تګزاس ایالت په یوه ښار کې، له هرو ۱۰۰ رای ورکوونکو څخه ۱۸۷ رایې ثبت شوي دي. په ټوله کې د پلټنو سره ۱.۸ میلیونه “مړې ارواه” د ۲۹ ایالتونو په ۳۵۳ ښارونو کې تر سترګو شوي دي.

د قضايي ناظرانو د ټولنې رییس، ټام فیټونوویل:

“موږ د خبرپاڼو بې باکانه او برسېرنې لیکنې مطالعه او ګورو. د رای ورکوونکو چټل لیست د چټلو ټاکنو په معنا ده.”

اوسمهال امریکا د ټاکنو د نوماندانو د رای شمېرلو په حال کې ده. د پنجشنبې ورځ، ټرامپ د رای شمېرنو د بهير د درېدلو غوښتنه وکړه. نوموړي په هغو ایالتونو کې چې سیال یې جوبایډدن د بریا ادعا لري، د پلټنو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د سږکال ټاکنو ستونزو او جنجالونو ته په کتلو، د کانګرس د جمهوري غوښتونکو نوماندې، کیتي بارنت، د امریکا ټاکنې د افغانستان د ټاکنو سره ورته وبللې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ