- لیکنه: غازي عابد
د ختیځ په کچه ۷ سوه علماؤکرامو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله او په ښکیلو خواو یې د تل پاتې اوربند غږ وکړ.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، علماؤ کرام چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کب په ۱۷مه را ټول شوي وو، په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ جګړه پردې وبلله او په ښکیلو خواو یې د افغان وژنې د مخنیوي په موخه د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه .
جګړه حل نه دی !
دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وایي، جګړه د حل لاره نده او په ښکیلو خواو غږ کوو چې د خبرو اترو له لارې ستونزه کړي،ترڅو په افغانستان کې ورور وژنه پای ته ورسیږي او تل پاتې سولې ته زمینه برابره شي .
هغه وویل:
«بدبختانه چې د جنګ په ښکیلو خواو کې داسې مقدس شخصیتونه،مقدس ځایونه،مقدس اهداف زیانمن شول چې رغونه یې ډیر وخت غواړي،نو غوښتنه مو داده چې د سولې ډګر ته لاړ شي،د مذاکراتو ډګر ته لاړ شي،خپلې ستونزې د همدغه ادرس نه حل کړي او نور جنګ،جګړې او وژلو ته زړه ښه نه کړي،ځکه په دې کې خیر نشته او هدف په کې لاسته نه راځي.»
مولوي حبیب الله جلال ابادي بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د نورو پر ځای او منځګړیتوب د افغان حکومت سره پخپل وطن کې په مستقیم ډول خبري وکړي او پخپل وطن کې سولې ته پخپله زمینه برابره کړي .
له سخت دریځۍ دې ډډه وشي
دیني عالم مولوي اجمل سعود وویل:
«اوسنۍ جګړه د افغانانو په خیر ندی،د سولې په اړه له شته فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي،ترڅو په هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي او یو غښتلي نظام د بقا لپاره په ګډه کار وشي.»
نوموړي د حکومت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو هغه شرطونه چې د بین الافغاني خبرو اترو د مذاکراتو ځنډ لامل کیږي،باید په اړه یې له سخت دریځۍ څخه ډډه وکړي،ترڅو سولې ته زمینه برابره شي.
دیني مولوي ضیاالرحمن یار او شیخ صادق بیا هیله وښوده چې ښکیلې خواوې له جګړې ستړي دي او د سولې رامنځته کېدو ته فرصت برابر شوی.
دوی زیاته کړه تر هغې چې بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي،باید دواړه خواوې دایمي اوربند اعلان او د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي.
افغان جګړه، فتواوې او وروستي حالات
د افغانستان د جګړې د نارواوالي په اړه دا لومړی ځل نه دی چې نارواوالي فتوا یې ورکول کیږي، بلکې له دې وړاندې د نړۍ دیني علماوو هم د افغانستان جګړه ناروا بللې او له جګړه مارو یې غوښتي چې باید دا ناروا جګړه پای ته ورسوي.
په سعودي عربستان کې د کعبې امام او نورو مفتیانو او علماوو هم د افغانستان جګړه د اسلام خلاف بللې او ټینګار یې کړی چې باید وسله والې ډلې جګړه بس کړي.
همداراز له دې وړاندې په مرکز کابل کې هم په زرګونو علماوو په یوه ستره غونډه کې دا فتوا ورکړې وه چې د افغانستان جګړه ناروا ده.
په دې وروستیو کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقتنامه لاسلیک شوه، نو طالبانو ومنله چې د امریکایانو او نورو بهرنیانو خلاف به هیڅ ډول جګړه نه کوي، یعنې له هغوی سره یې په یو ډول اوربند اعلان کړ، خو طالبانو په بل اړخ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره جګړې او بریدونو ته دوام ورکړ، په تیرو څو ورځو کې د اورکم او تړون له لاسلیک وروسته ګڼ افغانان بیا په جګړو کې ووژل شول.
د طالبانو دې کار د افغانانو غبرګون راوپاروه او په دې یې یقیني کړل چې دا جګړه د افغانستان نه، بلکې پردۍ ده، ځکه طالبانو پخوا د افغانستان پر امنیتي ځواکونو له دې امله بریدونه کول چې له بهرنیانو سره اړیکې لري او ساتنه یې کوي، خو دا چې طالبانو اوس له امریکا سره اوربند وکړ، په دې مانا چې افغان پوځیان به یې ساتنه نه کوي، بلکې طالبان به یې ورته د زیانه نه اړولو لا پاملرنه کوي، نو پر داسې مهال کوم دلیل پیداکیدای شي چې جګړه وشي او پر افغان ځواکونو بریدونه وشي، ځکه طالبانو پخوا ویلي چې ددوی جګړه د بهرنیانو پر ضد ده، نو که هغسې وه، بیا خو باید صفر شي، هیڅ اړتیا او دلیل یې نشته، ځکه بهرنیانو سره هغوی توافق وکړ او افغان پوځ نه دی مجبور چې یې وساتي، نو پر همدې اساس باید برید پرې ونه شي.
د افغانستان خلکو خصوصاً ځوانانو او حتا طالبانو ته تمایل لرونکو خلکو هم د طالبانو بریدونه د اسلام خلاف وبلل او وغندل شول. ځکه اوس حساسه مرحله ده، باید د یوه افغان انسان د وژنې لپاره هم ټوپک پورته نه شي، ځکه نن دی که سبا دی، طالبانو سره که د سولې بین الافغاني خبرې کامیابیږي، نو بیا کوم دلیل پاته کیدای شي چې د افغانستان د ساتونکو وژل توجیه شي، یعنې هیڅ !
دا د طالبانو لپاره هم مهم او ګټور فرصت دی چې ګټه ترې واخلي، که طالبان جګړه ودروي، نو افغانانو په زړونو کې به ځای پیدا کړي، چې له دې سره به ډله لا پراخه او په سیاسي خبرو اترو او راتلونکو بهیرونو کې به یې ملاتړ زیات شي، ترڅنګ یې راتلونکي کې که هر ډول حکومت راځي او ټولې خواوې په کې شاملې وي، نو اړتیا به وي چې ټاکنې وشي او واک ترلاسه شي، بیا پر داسې مهال طالبان په کوم ډول د خلکو دا ذهنیت چې له پخوا یې افغانان وژلي او اوس نور هم وژل کیږي، جوړوي، څو ددوی طرفي او په پلو یې رایه وکاروي.
نو پر همدې اساس د جګړې صفر کیدل جدي اړتیا او منطقي دي باید همداسې وشي اوو د افغان انسان وینه باید ودریږي !!!