ليکنه: صديقه پوپلزۍ
سوله یوه سپېڅلې کلمه ده، ځکه یې نښه هم کوتره ورته ټاکلې، چې ازاده واوسي او په ازاده هوا کې وزرې ورپوي، سوله د جنګ، جګړو ځای ته ځان ور رسوي او د خلکو د کلونو ویر او دښمني په ورورولۍ او دوستۍ بدلوي.
هندی لیکوال د سیدیا ها وایي:
“سوله داسې بې ضرره شی دی چې هېڅ څوک د هغه څخه ضرر نشي لیدلای.”
سوله تل په دوو معنا راغلې:
یو: چېرته چې دوه متضادې ډلې د یوه او بل په وړاندې ولاړ وي، دوارو ډلو توري ایستلي وي او د یو بل د وژلو هڅې کوي، نو سوله یې منځته رادانګي او دا لویه فتنه ختموي.
دوه: چې جګړه پېښه شوې نه وي، خو د جګرې په اسبابو او لاملونو کاروان وي، هغوی په منځ کې هم سړۍ اوبه شیندي او هغوی ته د ورورولۍ لاس ورکوي.
د ژوند په ټولو چارو کې مو سوله نغښتې ده؛ کله چې د ژوند کولو لپاره کار ته اړتیا لرو که کار ونه کړو، نو ژوند مخې ته نه شو وړلای د کار او ژوند ترمنځ دې اړیکې ته سوله وایي چې موږ ته یې د دې ډاډ راکړئ، چې له کار سره مینه وښیو او یو آرامه ژوند په مخه یوسو.
د دې لپاره نو باید په هره ټولنه یا کورنۍ کې سوله وي چې هغه ځای کې خلک خپل کار وکړای شي، د کار له لارې خپل ژوند تامین او روزي پیدا کړي.
انسانان تر هغو د سولې په ارزښت نه پوهیږي چې بې امنیتي، بدمرغي او جنګ سره مخ نه شي. سوله د ژوند د خوشحالۍ لپاره یو اساس یا پایه ده، نېکمرغي، آرامي دا ټوله سولې ته اړتیا لري، کم ځای کې چې سوله وي هغه ځای کې آرامي، نېکمرغي وي او ځوانان کولای شي چې په ارامه کار او زده کړه وکړي. کوم ځای کې چې سوله نه وي هلته به ښوونځی نه وي، د پرمختګ پر ځای خلک نالوستي او پس پاتې کېږي، د مینې پرځای د خلکو په زړونو کې کرکه، کینه او بدبیني وي.
کله چې په قومونو کې اختلافات پیدا شي، نو د هغوی په کورنۍ کې هم پیدا کیږي او د دوی ټولنیز ژوند به د ډېرو ستونزو سره مخ شي.
کله چې په ځنګل کې د ښکار لپاره حیوانات په خپل منځو کې جنګ کوي، نو د یو بل زخمې کول پیل کړي، نو تاسې خپله فکر وکړئ دا د انسانانو لپاره دا ښه کار دی چې د جنګ له لارې خپل ورونه زخمي کړي. تر کوم وخت به انسانان د حیواناتو څخه تقلید کوي.
انسانان ته ځکه اشرف المخلوقات ویل شوي چې د انسانانو ژوند باید د حیواناتو له ژوند سره توپیر وشي.
سوله یومنزوي ټولنه د پرمختګ لوري ته کاږي، سوله د غره څوکه یا لمن نه ده چې موږ هغې ته لاره جوړه کړو یا کله چې هغه ځای ته ورسېږو فکر وکړو موخه مو پوره شوه، سوله هغه لاره ده چې ټول وګري یو ځای هغه موخي ته ګام پورته کړي.
سوله په درې ډوله ده. مثبت، منفي او دموکراتیکه سوله.
لکه جان لاک ویلي: “سوله په دې معنا نه ده چې یوازې ژوندي ووسو، بلکې باید ارامه ژوند هم وکړو.
سوله انسانانو ته د اخلاقو درس ورکوي، هغوی یووالي ته رابولي او په ټولنیز او کورنیو کارونو کې د یوځای والي لپاره ټینګار کوي چې ټوله سره یوځای شو او په خپل هېواد کې سوله راولو.