تر ۲۲ کلنۍ وروسته د ځوانانو غوښتنې

لیکنه: ملیحه ناصري

۱ فردي خپلواکي

هر ځوان په تانده ځوانۍ کې یو حس لري چې په سینه کې یې په جوش وي، او هغه د فردي خپلواکۍ حس دی.
په نوره نړۍ کې کورنۍ هڅه کوي چې په ماشوم کې تر ۵/ ۶ کلنۍ وروسته فردي خپلواکي وروزي. ماشومانو ته دا لارې هواروي چې ځان د انسان په توګه مناسب واکمن وګڼي، خو په افغانستان کې ټولنیزو ناخوالو ته په کتو تر ډېره عمره هم ځوانان د کورنۍ په خوښه کار کوي.
هرې کورنۍ ته بویه چې خپل مسوولیت (سمه روزنه) ادا کړي، نور دې د جبر او حاکمانه خویونه پرېږدي.
پر ۲۲ کلن هلک څوک دا حق نه لري چې له سمو ملګرو سره له ګرځېدا، له ټولنیزو فعالیتونو یا په خپله خوښه تحصیل کولو نه یې منعه کړي. دلته د جامو له ډول او رنګه نیولې، د وېښتو/ ږیرې سټایل هم د کورنۍ په خوښه دي. استثنا به وي، خو ډېری پښتني کورنۍ ځوان هلک ته وايي ږیره دې ولې داسې جوړه کړې، ولې دې اصلاح کړه، څوک دې پیدا کړي…
دا د انسان مسلم حق دی چې څنګه غواړي (له دین او ټولنې سره برابر) هغسې ځان جوړ کړي یا خپل ظاهري حالت سم وساتي.

۲ ټولنیز فعالیت

ځوانان په ځان دننه یو شخصیت پالي، یو تت انځور لري له ځانه چې کېدای شي روښانول یې د دوی موخه وي. یانې ټولنیز مناسب دریځ لرل د هر ځوان هیله ده.
ډېری کورنۍ خپلې جبري پالیسۍ ته په کتو او حاکمانه خوی باندې نه غواړي چې اولادونه يې د دوی د کورنۍ دندې خلاف بله لاره غوره کړي، مثلاً د چا چې پلار او نیکونه سرتېري وي، زوی ته وايي، چې ته باید نظامي شې. د ځوان به استادي خوښېږي، خو کورنۍ به ورته وايي ډاکټر شه.
دلته د چټکې ذهني ودې مخه ډب کېږي، ځکه مینه چې له کار سره مله نه وي، هغه ژر ختمېدونکی وي. مدني سم فعالیتونه د ځوانانو د ټولینز خوی اړتیا ده. هرې کورنۍ ته بویه چې د اولادونو د د هیلو د پوره کېدلو د مخې خنډ نه شي.

۳ ټولنیز معاشرت

داسې کسان شته چې پر هر فعالیت سربېره غواړي په ټولنه کې منلی کس وي او د باور وړ شخصیت ولري، خو ځينې کورنۍ د دې له وېرې چې خدای مکړه اولادونه یې بېلارې نه شي، هغوی په کور دننه اموخته کوي، دباندې تګ یې په اجازه یا له دویم کس سره وي. دغه وخت د ځوان زړه کې له ټولنې غلط انځور جوړېږي، دا چې ګڼې ټولنه هغه ځای دی چې تل خلکو ته زیان رسوي، د بې باورۍ حس ورته پیدا کوي.
که چېرې د ټولنې معاشرتي چوکاټ ته یې ور دننه کړي، که یو ځل یې اړیکو کې دوکه/ ماته وخوړه، بل ځل به تر پخوا پوخ وي او احتیاط به وکړي. د ماتې خوند چې څوک ونه څکي، بریا ته نشي رسېدلی.

۴ درناوی

درناوی د ځوانانو هیله نه ده، مسلم حق یې دی. هره اړیکه په تقابل کې واقع ده، که ځوان ته درناوی ونشي، هېڅوک دې دا هیله نه کوي چې دوی ته دې درناوی وشي. د درناوي حس د انساني نفسیاتو برخه ده. که چېرې کورنۍ د خپلې کورنۍ ځوان تل ورټي، ویې ځوروي او لا هم د ماشوم په سترګه ورته وګوري، د هغې کورنۍ پايې لړزېږي، ځکه هماغسې چې ځوانان د ټولنې د ملا تیر دي، د خپلې کورنۍ هډ او ماغزه دي.
شته داسې کورنۍ، په ځانګړې توګه پښتنو کې چې توره ږیره ځوان وهي، رټي یې او د یوه مريي په څېر چلن ورسره کوي. هېڅ چې ونه کړي، ځوان عقده يي کوي او بلاخره یې د صبر کاسه ډکېږي. که کورنۍ غواړي چې حیثیت یې وساتل شي، د خپلې کورنۍ د غړو حیثیت دې وساتي.

۵کوژده/ واده

واده د انسان فطري اړتیا، د رسول الله ص سنت او د خدای ج حکم دی. د ژوند د ملګرې ټاکنه د هر ځوان خپل حق دی، کورنۍ یوازې د نظر ورکولو حق لرلی شي چې که چېرې نجلۍ کې یې کومه اخلاقي ستونزه لیدلې وي، ورته ووايي چې زوی/ ورور دغه درته مناسبه نه ده، خو د بلې نجلۍ د تپلو حق نه لري، ځکه دا کار ناوړه پایلې لري.
تجربو په ډاکه کړې، هر هغه واده چې په جبر شوی، پای یې تاوتریخوالی او نابودي وه. دا هم ټولو ته جوته شوې چې د ژوند خوږو کې د کورنۍ نور غړي شریکېدلی شي، خو کله چې د مېرمن او خاوند یو له بل سره جنګ کوي، نوره کورنۍ یوازې نندارچیان وي. نو د کوژدنې د ټاکلو حق یوازې د هلک/ ځوان دی. هغه ژوند کې چې بنسټ یې مینه نه، جبر وي، نه خوند لري نه رنګ، هسې د وخت تېرول وي.
یادونه: ځوانان د فردي خپلواکۍ، ټولنیز فعالیت او معاشرت، ملګرتیا پاللو، د ټولنیز دریځ لرلو، د مېرمنې تاکلو او درناوي حق لري چې کورنۍ یې د حقونو په ورکولو کې باید مرستندویه وي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي