د اسلامي هیوادونو تر ټولو لوی دا کتابتون پرون شنبه د فیبروري میاشتي په ۲۲مه نېټه د ترکیې هیواد په پلازمېنه انقره کي افتتاح کړل سو.
دا کتابتون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب ادرغان له لوري جوړ سوی، چي د په اسلامي هیوادنو کي تر ټولو لوی کتابتوب بلل کیږي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا کتابتون د سلجوقیانو او عثمانیانو پر طریقه برابر جوړ سوی.
معلومات ښيي، چي په دې کتابتون کي پر یوه وخت ۵۰۰۰ کسان کولای سي مطالعه وکړي.
دا کتابتون ۲۴ ساعته خدمات لري او هر وخت هر څوک کولای سي پکښي مطالعه وکړي.
د دې ترڅنګ په دې کتابتون کي ۴ میلیونه چاپ سوي کتابونه او له ۱۲۰ میلیونه څخه ډېر بریښنايي فایلونه لري، چي دا په نړۍ کي یو له پرمختللو کتابتونو څخه شمېرل کیږي.
د یادولو وړ ده، چي د دې کتابتون موقعیت د ترکیې هیواد د ولسمشرۍ ترڅنګ دئ.