د معاصر افغانستان لپاره د غازي امان الله خان او د ملکې ثریا هڅې او خوبونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

صدیقه پوپلزۍ
شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده.
شاه په ۱۸۹۲ م کال کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹ م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست.
د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې دري خبري کولې؛ ځکه په دري / فارسي ژبه ډېر لاس بری و، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم تر یوه حده پوهېده، پر دې سربېره عربي او ترکي یې هم زده وه، په عربي ژبه بیخي برلاسی وو.

د شاه اقوال او افعال دومره ښکلي او اسلامي وو چې په یو ځل لیدو سړی پري مئینېده، د امان الله خان عادت وو کله چې په کابل کې څوک نابلده ولید، موټر به یې ورته دراوه او په پوره مینه به یې پوښتنې او خبرې ورسره کولې.
د نورو پاچایانو په څېر یې ځان اسماني هستي نه ګاڼه، بلکې د خاوري او ولس خدمتګار یې باله.
شاه امان الله خان او میرمن یې له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې د هېواد د یو خپلواک او معاصر افغانستان د جوړیدو خوبونه لیدل، او ددې خوبونو لپاره یې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره په پراخو اقداماتو لاس پورې کړ. ځینې په دې توګه دي.
۱: لومړۍ اساسي قانون یې جوړ کړ.
۲: د لومړي ځل لپاره تذکره ووېشل شوه.
۳: د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځۍ جوړ شو.
۴: د اداري مامورینو او حاکمانو قانون یې جوړ کړ.
۵: د دولتي املاکو د خرڅون قانون جوړ شو.
۶: تر لومړني ښوونځي پوري زده کړې په ټولو افغانانو جبري شوې.
۷: د بريښنا تولید ته پراختیا ورکړل شوه.

۸: د چاپ مطبعې رامنځته شوې.
۹: د سمنټو صنعت یې پراخ کړ.
۱۰: د بورې او ګوګړو تولید یې پیل کړ.
۱۱- کاغذ او ښیښې جوړول پیل شول.
۱۲: د تقاعد قانون تصویب شو.
۱۳- خصوصي مالکیت تصویب شو.
۱۴- دوا جوړوني شرکت رامنځ ته شو.

۱۵: د مرکز او ولایتونو ترمنځ د تلګراف او تیلفون لاینونو تمدید شول.
۱۶: په پغمان، ننګرهار او کندهار کې د بريښنا پر سټیشنونو کار پیل شو.
۱۷: د صابون، عطرو او قند فابریکې رامنځ ته شوې.
۱۸: د لومړي ځل لپاره د اورګاډي لیکه جوړه شوه.
۱۹: د تلګراف له لاري د افغانستان ولایتونو او نړۍ سره ونښلول شول.
۲۰: لومړي ځل لپاره د ملکي هوایي چلند اداره رامنځ ته شوه.
۲۱: د رسنیو لومړنۍ قانون تصویب شو.
۲۲: دولت جوړونه او اقتصاد عصري شو.
۲۳: د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړه شوه.
۲۴: د ارشاد النسوان په نامه د ښځو لومړنۍ جریده رامنځ ته شوه او د طلوع افغان په نوم ورځپاڼې او د انس جریدې خپرونې پیل کړې.
۲۵: د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
۲۶: د امانیه ښوونځی تاسیس شو او پر دې سربیره په ټول افغانستان کې 322 ښوونځي جوړ شول.
۲۷: بهر ته د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره د افغان محصلانو د استولو لړۍ پیل شوه.
پر یادو سربېره امان الله خان د خپل واکمنۍ پر مهال د یو معاصر افغانستان د جوړولو لپاره نورې ډیرې پروژې او کارونه پيل کړل چې په تلو یې زیاتره نیمګړې پاتې شول ان چې تر اوسه یې هم ځینې پروژې نیمګړې دي او چا بشپړې نه کړې.

د غازي امان الله خان پر افکارو د ملکې ثریا اغېز
د افغانستان د معاصر تاریخ څېړونکي وايي، د یو معاصر افغانستان د جوړولو لپاره د شاه امان الله خان په هڅو کې ملکه ثریا فکر هم ډیر اغیز درلود.
ملکه ثریا د محمود طرزي لور په ۱۸۹۹ م کال کې په سوریه کې زېږېدلې وه د مور نوم یې اسما سوري دی چې د امیر عبدالرحمن له مرګه وروسته دوی کابل ته راغلل.
ددې با شهامته ښځي ټوله کورنۍ سیاستمداره، شاعران او لیکونکي وو او یوه روشنفکره کورنۍ یې وه.

په کال ۱۹۱۲ م کې ثریا ۱۳ کلنه او شاه ۲۰ کلن وو چې واده یې وکړ، په ۱۵ کلنۍ کې یې لومړنۍ ماشوم وزېږېد، د امیر حبیب الله خان وروسته شاه امان الله خان د پاچاهي پرتخت کېناست چې هغه مهال ثریا ۲۰ کلنه وه چې د هېواد رسمي ملکه شوه.
ملکه ثریا ځیرکه او ښایسته ښځه وه. هغه په ترکي، فرانسوي، عربي او فارسي ژبو پوهېده او ښه خبري یې پرې کولی شوې.
د ملکه ثریا پلار محمود طرزي د سراج الاخبار بنسټ اېښودونکی او چلونکی وو چې ملکه ثریا هم ورسره مرسته کوله او ښځو لپاره یې ډېري هڅي او کارونه کړي.
ملکه ثریا چې یوې متمدنې کورنۍ کې ستره شوې وه، د افغان ښځو د حقونو او پر مختګ لپاره یې په بیلابیلو ډګرونو کې د وخت د حکومت د هڅو او پلانونو ملاتړ وکړ.
کله چې شاه امان الله خان سیاسي استقلال تر لاسه کړ نو لومړۍ یې د انجونو لپاره مکتب جوړ کړ، چې په دې کار کې یې ملکه ثریا ملاتړې وه. په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د ملکه ثریا په غوښتنه د حمایت نسوان په نامه یو انجمن هم جوړ شو چې 12 تنه پوه او فعالو ښځو په کې کار کاوه.
د لومړي ځل لپاره ښځې په ادارو کې شریکي شولې، او خپله ملکه ثریا د مستورات مکتب اداره پر غاړه واخیسته.
ارشاد النسوان لومړۍ نشریه د ښځو په هکله وه چې ددې ټول مطالب د ملکه ثریا تر نظر لاندې تېرېدل او بیا یې خپرول. یوه محکمه یې دایره کړه، چې په کورنیو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي شکایتونه په کې څېړل کیدل.
ملکې ثریا د افغان ښځو د ازادۍ او حقونو په برخه کې ډیر کارونه وکړل.
ملکه ثریا او شاه امان الله خان غازي تر هغه حده د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړه چې حتا د کفر ټاپې باندې ووهل شوې.
دې هڅو کې یې نه یوازي تاج تخت له لاسه ورکړل بلکې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او د ژوند وروستي کلونه یې جلا وطنۍ کې تېر کړل.
غازي امان الله خان په ۱۹۶۰ م کال کې د ۶۷ کالو په عمر، جلاوطنۍ کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. ملکه ثریا په ۱۹۶۸ م کال کې د اپریل په ۲۰ په ایتالیا کې مړه شوه.