پوهنه خوندیتوب ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

په خپل کاري کمپیوټر کې د دغو موادو نه ساتل

  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

کله ناکله په خپل کمپیوټر یا مبایل کې ځینې داسې مواد ساتو، چې نه باید وساتل شي، خو که دغه ډول مواد زموږ په شخصي مبایل او کمپیوټر کې خوندي وي، نو دومره د اندېښنې وړ مسئله نه ده، خو که موږ له کومې رسمي ادارې سره اړیکه ولرو او په خپل کاري کمپیوټر کې داسې مواد ساتو چې زموږ د شخصي ژوند او زموږ د عاداتو سره اړیکه لري، نو دا کار ډېر کله ځورونکي ستونزې زېږولی شي.

۱ – نامناسب مواد
د ټکنالوژۍ او انټرنیټ ډېر کارول که نن سبا اسانتیاوي رامنځته کړې، نو له بله اړخه یې د ځینو ناسمو چارو او څیزونو د خپرولو لپاره هم لارې آسانه کړې دي.

ډېر مو پام وي چې زموږ شخصیت تر هر څه ډېر ارزښت لري. په کاري کمپیوټر کې کله هم دا ډول څیزونه باید خوندي نه کړو، ځکه د نورو له خوا لیدل او خپرېدل یې زموږ شخصیت سخت زیانمنوي.

باید په یاد ولرو چې شخصیت‌جوړونه تر ټولو سخت او ستونزمن کار دی. که مو په کاري اداره کې شخصیت تر پوښتنې لاندې راغی، نو د نورو باور راباندې کمېږي چې دا چاره مو د راتلونکې پرمختګ او مخکې تګ مخه نیسي.

۲ – شخصي انځورونه او ویډیوګانې
د نوې ټکنالوژۍ وده د دې لامل شوې ده چې خلک ورته لاسرسی پیدا کړي او په خپل ورځني ژوند کې ترې استفاده وکړي، د بېلګې په ډول یې سمارټ یا زیرک ټیلفونونه یادولی شو چې نن سبا ورته یو زیات شمېر خلک لاسرسی لري او استفاده ترې کوي.

نو دا به بېخي ناممکنه وي چې څوک دې پکې شخصي ویډیوګانې او انځورونه ونه ساتي.
خو ځینې کسان دا ډول مواد په خپلو کاري کمپیوټرونو کې ساتي. بریالي مسلکي پوهان باور لري چې په کاري کمپیوټرونو کې د خپلو شخصي شیانو ساتل د انسان پر شخصیت منفي اغېزې کوي او شخصیت یې تر سوال لاندي راځي.
نو ښه ده چې هېڅکله هم د دفتر په کمپیوټر کې خپل شخصي انځورونه ویډیوګانې ونه ساتو، ځکه چې ډېری ادارې د نښلونکی سیسټم لري او د دې امکان وي چې زموږ دغه انځورونه نور خلک وګوري او یایې له ځان سره کاپي کړي چې په راتلونکې کې راته سرګرداني جوړوي.

۳ – شخصي یا تر مسلکه تړلي معلومات
تر خپل مسلک پورې تړلي یا نور شخصي معلومات په دفتر یا کاري کمپیوټر کې باید ټول نه کړو، ځکه د هر انسان ژوند د هغه راز دی، نو که په راز نور خلک خبرېږي، ښه کار نه دی.
دا مو باید په یاد وي چې کاري کمپیوټر کې مواد په پوره توګه د ادارې د نورو کارکونکو نه خوندي نه دي او دا هم سمه نه ده چې په یوه اداره کې دې ټول کسان زموږ خواخوږي او دوستان وي.

نو که چېرې دې چارې ته پام وکړو، په راتلونکې کې به له سرګردانیو خلاص او ارام یو.

۴ – ټوکې ټکالې
ځینې مسلکي کسان عادت لري چې په خپل کاري کمپیوټر کې ځینې مزاحیه ټوکې ټکالې، ویډیوګانې او انځورونه ساتي چې د ستړیا پر وخت یې ګوري او ذهن پر اراموي، خو سپارښتنه دا ده، دا ډول څېزونه هم باید په دفتري کمپیوټر کې ونه ساتل شي، ځکه چې دا زموږ پر شخصیت ناسمه اغېزه کوي.

ستاسو په فکر کله کله ځینې وړې مسئلې، زموږ په ژوند کې لویې ننګونې رامنځته کوي، نو ښه ده چې په کاري اداره کې خپل چال چلند سره پوره پام وکړو.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ