د ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین پيلیدو سره هم مهاله د افغان ولسمشریزو نوماندانو او پلویانو ترمنځ یې ناندرۍ په زیاتیدو دي.
له دغو نوماندانو څخه یوه یې( حاجي محمد ابراهیم الکوزي) په یوه تازه مرکه کې ولسمشر غني ته توندې خبرې وکړې.
د هغه دا مرکه له اریانا نیوز تلویزون سره وه، چې یاران یې خپلو لوستونکو ته د بې طرفه او هر اړخیزې اطلاع رسونې په هدف مهم ټکي وړاندې کوي.
الکوزی څوک دی؟
په دې مرکه کې مرکه اخیستونکي زیاته هڅه وکړه، چې له الکوزي څخه د هغه د ژوند، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو هغه مشخصو پوښتنو ته د ځواب ویلو پرځای پر ولسمشر غني توندو نیوکو ته زیاته پاملرنه کوله.
هغه وویل: اصلاً د کندهار ولایت اوسیدونکی دی، په حقوقو کې د لسانس ترکچې زده کړې لري او د افغانستان د قومونو د یوې لویې اجماع چې تر ۴ نیم سوو ټولنې او شوراګانې یې غړیتوب لري، مشري کوي.
د ده په وینا په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کندهار څخه ولسي جرګې ته کاندید و، خو په خبره یې د ټاکنو د درغلۍ او فساد له وجې د بریالیتوب له چانسه بې برخې شو.
الکوزی وایي له افغانستانه د باندې نه دی لاړ؛ ټول انقلابونه یې دلته تېر کړي او د خلکو په ټولو ستونزو، ناخوالو او حل لارو پوهیږي.
ولې نوماند شو؟
ابراهیم الکوزی په هېواد کې بې عدالتي، ظلم، د قدرت انحصار او د دغه وضعت د حلولو لپاره کار د خپلې ولسمشریزې نوماندۍ لوی لاملونه ګڼي.
د هغه په وینا دغې نوماندۍ ته له نوم لیکنې لس ورځې مخکې یې د تر خپلې مشرۍ لاندې اجماع په غوښتنه ولسمشرۍ ته ځان نوماند او په همدې لسو ورځو کې یو لک اړینې تذکرې د نوماندۍ د شرط پوره کولو لپاره برابرې کړې.
د هغه ټاکنیز ټیم تعهد او عمل نومیږي.
د دې ترڅنګ دی اوسني ډېر چارواکي فراشوټي ګڼي او وایي د ولسمشر غني په ګډون دوی د افغانستان په کولتور او دودونو نه پوهیږي.
هغه په بهر کې د دغو چارواکو د کورنیو پر موجودیت هم نیوکه لري.
د رهبرۍ ادعا
ابراهیم الکوزی په دې مرکه کې بیا ـ بیا وویل، چې دی د افغانستان رهبر دی او ملت پرې ټولیږي.
نوموړي د خبریال دې پوښتنې ته په قهر شو، چې د کندهار په تېرو پارلماني ټاکنو کې د نه بریالي کیدو دلیل یې ترې وپوښت.
الکوزي وویل: ما څه باندې ۵ زره رایې ګټلې وې، خو کمیسون مې رایې څه باندې ۲ زره اعلان کړې.
ده پر ټاکنیزو کمیسونونو تور پورې کړ، چې د بریالیتوب لپاره یې ۷ لکه ډالره ورڅخه غوښتي وو.
هغه په دې اړه، چې له دومره رایو سره څنګه د افغانستان ولسمشر کیدو ته هیله من شوی، په ډاډه زړه وویل: پوره سل فیصده پخپل بریالیتوب یقیني یم.
دا ولسمشریز نوماند پر خبریال غوسه شو، چې ولې د ده په وینا له یوه رهبر څخه داسې پوښتنه کوي.
ولسمشر غني که د ګلبر مور؟
الکوزي په دې مرکه کې پر ولسمشر غني څو توند تورونه پورې کړل.
یو تور دا و، چې د ده په ادعا غني په افغانستان کې د پښتنو ترمنځ د غلجیو او درانیو په نوم قومي تفرقه اچولې.
ده همدا شان غني فراشوټي وباله او ویې ویل، چې نور به خلک د هغه پر برنامو، پروفیسورۍ او ژمنو باور ونه کړي.
الکوزي غني ته د (ګلبر مور) خطاب وکړ او ویې ویل: هغه د ګلبر د مور په شان ټولې کیلي ګانې پخپل لاس کې نیولي او واک یې انحصار کړی.
دغه ولسمشریز نوماند دغه راز غني د افغانستان خلکو او خاصتاً خپلو سیاسي مخالفینو ته په توهین تورن کړ او ویې ویل: ولسمشریزو نوماندانو ته امنیتي اسانتیاوې نه ورکوي، مشورې نه ورسره کوي او وایي دوی څوک دي، چې کاندیدان شوي.
الکوزی پوښتنه کوي چې آیا افغانستان د غني یا د ده د پلار شخصي ملکیت دی او بل څوک پکې د نوماندۍ حق نه لري؟
هغه وړاندې په توندو الفاظو غني تورنوي، چې فاسق، بې سلیقې او بې احترامه سړی دی او د ده په ادعا هیڅ انسانیت نه پېژني.
دی په ورته وخت کې غني خپل یوازینی ټاکنیز رقیب ګڼي او وایي:که دښمني کوي، دښمني ورسره کوم، که تربوري کوي، تربورۍ ته یې حاضر یم، که جنګ کوي، جنګ ورسره کوم او که کالي څېري، کالي ورسره څېرم.
ابراهیم الکوزی ښاغلی غني ننګوي، چې ده سره مناظرې ته حاضر او یوازې دوه پوښتنې یې ځواب کړي.
دی خپلې پوښتنې نه ښيي، خو وایي که غني ورته ځواب کړې، دی به له نوماندۍ تېر او د نوموړي په ګټه کمپاین وکړي.
د نورو نوماندانو لکه: ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر او نورو په اړه د بیا ـ بیا پوښتنو باوجود ابراهیم الکوزی وایي، چې هغوی ته احترام لري، خو خپل رقیبان یې نه ګڼي.
دی ګواښ کوي، چې که یې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، لومړی کار به یې د ښاغلي غني بندي کول وي.
غني څه وایي؟
د محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم د ابراهیم الکوزي او نورو نوماندانو ورته تورونو او توندو خبرو ته مشخص ځواب نه دی ورکړی، خو ولسمشرغني د ټاکنیز کمپاین د پيل په لومړي ورځ د وینا پر مهال په ټوله کې وویل: مخالفین هره ورځ تورونه را باندې لګوي، زه هر یوه ته د ځواب ویلو پرځای (سلام) کوم او د سلام په مانا تاسې خپله پوهیږئ، چې ولې یې کوم؟