د استخباراتي ادارو مشران تر ډېره د نړۍ سخت زړي خلک ګڼل کیږي.
خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس او ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل په یوه تلویزوني مرکه کې د خپل ماشومتوب، یتیمۍ او د مور پر مظلومیت اوښکې توی کړې.
دا مرکه د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره وه، چې یاران وېب پاڼه یې مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
د یتیمۍ کیسې
د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ۵۱ کاله مخکې زیږیدلی رحمت الله نبیل په ماشومتوب کې د پلار له سیوري محروم شوی.
د ده په وینا مور یې د پلار دویمه مېرمنه وه، چې په ځوانۍ کې یوه عمر خوړلي کس ته واده شوې وه.
نبیل وایي د پلار تر مړینې وروسته یې د ده یوازینی ورور، چې تر ده مشر و، هم مړ شوی.
دی له خپل میرني مور څخه یو ناسکه ورور لري، چې نالوستی دی او دهقاني کوي.
د نبیل په وینا د ښوونځي تر درېیم ټولګي دی په کابل کې له ماماګانو سره اوسیده او ښوونځی یې وایه.
تر دغه وخته ده خپله اصلي مور نه پېژنده او نیا یې مور ګڼله.
نبیل د دغه وخت د کیسو پر مهال په ژړا شي او وایي د یتیمۍ او خپلو هېوادوالو د مظلومیت دردونه یې ټول پخپل وجود کې حس کړي.
زده کړې او دندې
نبیل د کابل په غازي لېسه کې تر لسم ټولګي زده کړې کړي، بیا پېښور ته تلی او هلته یې د لېسې د بشپړولو ترڅنګ په ساختماني انجینرۍ کې د لسانس سند اخیستی.
وروسته ۱۰ کاله د ملګرو ملتونو له مختلفو ادارو سره په دنده پاتې شوی او په ۲۰۰۳ کې د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال انجینر ابراهیم سپین زاده په غوښتنه د دغه دفتر د داخلي امنیت ریس شوی.
نبیل وایي افغان حکومت هغه وخت د ملګرو ملتونو نور افغان کارکوونکي لکه: عمر داودزی، حنیف اتمر، ویس برمک او نور هم د دندو لپاره ور غوښتي وو.
دی په امنیت شورا کې د تحلیل او ارزونې ریس هم پاتې شوی او بیا د پي پي ایس په نوم د ولسمشر د ځانګړي ګارد د ادارې له جوړیدو سره د دغې ادارې لومړنی مشر و.
رحمت الله نبیل وایي تر هغه وروسته ولسمشر کرزي د ملي امنیت ریاست ورکاوه، چې دی د سیاسي ملاتړ د نه لرلو له کبله زړه نازړه و.
نبیل په دغه اداره کې د کار پيل د متضادو لیدلورو د موجودیت له کبله ستونزمن ګڼي، خو وایي بیا هم پکې بریالی و.
هغه وایي: کله چې لاړم تر ما مخکې ریس (امرالله صالح) د دندې له پریښودو سره د احمد شاه مسعود عکس له خپل دفتره وړی و، خو ما بیرته د هغه بل عکس وځړاوه او دغه ریاست مې ملي کړ!
نبیل په ۲۰۱۵ کې د ملي امنیت له ریاسته استعفا کوي او د ولسمشر غني د حکومت په منتقد بدلیږي.
دی د افغانستان د خلکو محور په نوم سیاسي جریان لري. نوموړی اوس ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی.
له غني او اتمر سره ناندرۍ
رحمت الله نبیل وایي د ملي امنیت ریاست نه یې د استعفا لوی دلیل له پاکستان سره د ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر خطرناک جوړ جاړی و.
د ده په وینا پاکستان ته د ولسمشر په توګه تر لومړني سفر وروسته ولسمشر غني وغوښت او ورته یې وویل، چې آی ایس ای له ده (نبیل) سره کار نه شي کولای.
وایي خوشاله شوم، چې دغه اداره رانه متنفره ده.
دی زیاتوي: په حکومت کې زیات جنجال زما او د اتمر و، دوی سره مې د امنیت شورا یوه غونډه کې د پاکستان په سر خبرې ترخې شوې.
د نبیل په خبره د دې جنجال په ماښام ولسمشر غني دا او اتمر سره کینول، چې اړیکې یې ورغوي، خو په سبا ماښام یې وغوښت او ورته یې وویل، چې له ده سره ستراتیژیک اختلاف لري او دی باید د ملي امنیت له ریاسته استعفا وکړي.
نبیل وايي ما د استعفا پرځای ترې وغوښتل، چې ګوښه مې کړي، خو ګوښه یې نه کړم، تردې چې ۲۰ ورځې یې راسره ونه لیدل، له پاکستان سره یې پټ استخباراتي تړون لاسلیک او زه یې استعفا ته مجبوره کړم.
لنډ ځوابونه
نبیل د یوه پاکستاني جنرال د عکس په لیدو هغه د افغانستان ستراتیژیک دښمن وباله.
د داود خان په اړه یې وویل، چې د افغانستان وطن پال ولسمشر و، خو خپل ټیم یې سم ونه پېژنده او ځینو مسایلو ته یې سمه لاره پیدا نه کړه.
د ولسمشر غني د عکس په لیدو یې وویل، چې اقتصاد پوه دی، خو افغانستان یې مفلس کړ.
د خپلې شتمنۍ په اړه نبیل وویل، چې شتمن نه دی، وطن کې ځمکه او ونې او د کابل شش درک کې کور او قرغه کې یو نیم جریب ځمکه لري.
د ده په خبره له ملي امنیت څخه په استعفا پښېمانه نه دی او پاکستان د افغانستان ترټولو لوی دښمن ګڼي.
نبیل کله ـ کله ورزش هم کوي، په کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان ناکامي په کرکټ بورډ کې سیاسي لاسوهنې ګڼي او وایي له ټول افغانستان څخه په ټاکنو کې د رایو اخیستو هیله لري.
د کورنۍ په اړه یې ویل، چې امریکا کې اوسي، ۳ لوڼې او درې زامن دي او ځینې یې هلته ټیکسي چلوي او درس وایي.