دا اته ورځني عادتونه مو ذهني ځواک پیاوړی کوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

هغه کسان چې له ذهني پلوه پیاوړي دي، په ورځنیو ذهني تمرینونو سره ذهني ځواک او زغم ترلاسه کوي، له هغو اتو عادتونو سره د آشنایۍ لپاره، چې له تاسو سره د ذهني ځواک په جوړولو کې مرسته کوي، لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
د بریا او مدیریت یو له لاملونو څخه د پیاوړي ذهن لرل دي، په هره برخه کې ښو کړنو او غوره اوسېدلو ته د رسېدلو لپاره، لېوالتیا، هڅې، نظم او انضباط ته اړتیا لرئ، البته دا کار له کړنو څخه لوړ دی، تاسو حتا له ستونزو سره په مخامخ کېدلو هم باید له کار سره مینه او لېوالتیا ولرئ.
۱ ـــ له زده‌کړې سره لېوالتیا ولرئ
موږ د معلوماتو په عصر کې ژوند کوو، خو تر اوسه هم خلک د زده‌کړې لپاره له ټولو وړاندې شویو فرصتونو څخه ګټه نه اخلي. هغه کسان چې له ذهني پلوه پیاوړي دي، زده‌کړې ته د یوې ستړې کوونکې تګلارې په سترګه نه ګوي، هغې ته د ذهني ځواک د پراختیا لپاره د یوې لړۍ په توګه ګوري. تاسو باید زده‌کړې ته په دې سیالې نړۍ کې د خپل ځان د ښه‌والي او مخ پر وړاندې د حرکت په سترګه وګورئ.
۲ ـــ لېوالتیا ولرئ چې خپل ځان ته سمون ورکړئ
بدلون په ژوند کې یو ثابت لامل دی، باید دا زده کړئ چې هغه ومنئ، ځکه هېڅ څیز ثابت نه پاتې کېږي. د نرمښت او انعطاف منلو او له بهرنیو شرایطو د خپل ځان د سمون ورکولو لپاره، ذهني ځواک ته اړتیا لرئ. تاسو نه شئ کولای، چې نور ورټئ یا د خرابو شرایطو په اړه شکایت وکړئ، نو دا زده کړئ، چې د  شرایطو بدلون ته په نه پام سره، د حللارو په لور ګام پورته کړئ.
۳ ـــ بښونکي واوسئ
د وارټون د پوهنتون استاد او د «وبښه ترڅو تا ته وبښل شي» په نامه د ډېر پلورل شوي کتاب لیکوال آدام ګرانټ پر دې باور دی، چې بښل د بریالیتوب لپاره یوه اړینه برخه ده. بښل یا د کوم چا لپاره له کومې تمې پرته کار ترسره کول، ذهني ځواک ته اړتیا لري، د ارزښت په ډېرښت او له نړۍ سره پر مرستې تمرکز وکړئ.
۴ ـــ توپیري فکر وکړئ او خلاق اوسئ
هغه کسان چې له ذهني پلوه پیاوړي دي، خپله لاره جوړوي. کله وخت تاسو خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره، اړتیا لرئ، چې توپیري فکر وکړئ او خلاق واوسئ. ښایي د دې کار لپاره اړتیا وي چې خطره ومنئ او په ناپېژاندو لارو باندې ګام پورته کړئ. تاسو باید په دې برخه کې د حل لاره موندونکي واوسئ او خپلو ستونزو ته د یوه فرصت په سترګه وګورئ.
۵ ـــ پر ځان باور ولرئ
که تاسو پر ځان باور ونه لرئ، نو هېڅوک به درباندې باور ونه کړي، مهمه نه ده، چې نور ستاسو په اړه څه وایي، بلکې مهمه دا ده، چې تاسو پر خپل ځان څومره باور لرئ. موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې له ننګونو سره مخامخ کېږو، خو کله چې په خپلو غوښتنو په پرېکنده ډول ټینګار کوئ، نو هغو څیزونو ته به ورسېږئ، چې ورسره ډېره مینه او لېوالتیا لرئ.
۶ ـــ مسوولیت‌منونکي واوسئ
بریا او ماتې مو په تاسو پورې تړاو لري، نه په بل چا پورې، که څه هم ځینې کسان غوره ګڼي، چې د خپلې ماتې لپاره نور ورټي، کله چې تاسو خپلې تېروتنې او غلطۍ ومنئ، نو له اروایي پلوه پیاوړي کېږئ او د هغو ننګونو پر وړاندې، چې ورسره مخامخ کېږئ، مسوولیت‌منونکي یاست. نورو ته دا ور وښایئ، چې د وېرې او ډار لرلو پرځای، کوم کار باید ترسره شي او له خپلو ورځنیو ستونزو سره په مخامخ کېدلو باندې وویاړئ.
۷ ـــ خپل ځان وپېژنئ
سمې پوښتنې له ځانه سره سم ځواب لري. د احساساتو د درک لپاره، د اروایي ځواک پیاوړي او کمزوري ټکي اړین دي، حتا که سمه ورځ نه تېروئ، نو تاسو پوهېږئ، چې د آرامتیا موندنې لپاره باید څه وشي. د احساساتو ارزونه او د خپل ځان پېژندنه، له تاسو سره په بحراني وخت کې د مثبت لید په لرلو کې مرسته کوي.
۸ ـــ کنټرول په خپل لاس کې واخلئ
په چټکه ډیجیټلي نړۍ کې، بې شمېره ګډوډونکي حواس شته. د کار را منځته کوونکي او ډیجیټلي ستراتیژست نیل پاټر په وینا: “موږ په داسې وخت کې ژوند کوو، چې د بې شمېره رسنیو په وسیله د وړاندې کولو په حال کې یو. راتلونکې په هغه چا پورې تړلې ده، چې کنټرول په خپل لاس کې واخیستلای شي. د پیاوړي ذهن لرونکي کسان له منفي موقعیتونو او ځایونو او دغه راز له ګډوډونکو حواسو سره مقابله کولای شي.”