روژې کې د وزن کمولو ۵ داسې لارې چارې چې هر څوک یې عملي کولی شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: حماد هلال

په دې لیکنه کې به تاسو د پنځو هغو لارو سره بلد شئ، چې په دې لارو به خپل وزن کم کړئ. تاسو ټوله ورځ څه ندي خوړلي، نو د روژه ماتي په وخت کې د خوراک مستحق یئ، نه؟ خو له بل اړخه د روژې میاشت یو غوره چانس دی چې د بدن لپاره مو د ژوند یو سالم سبک پیل کړئ. که علاقه لرئ چې د روژې په میاشت کې وزن کم کړئ، نو بیا دا پنځه ټکي په پام کې ونیسئ.

د اوبو ډېر څښل

د روژې په میاشت کې د اوبو ډېر څښل تاسو مرسته کوي تر څو خپل وزن کم کړئ. د ډېرو اوبو څښل په روژه کې د وزن کمولو کلیدي لاره ده. د اوبو څښل یوازې دانه چې تاسو سره مرسته کوي ترڅو د اوبو له کمښت سره مخ نشئ، بلکې د خوږو خوړلو مخه مو نیسي.

څومره اوبه باید وڅښئ؟

په روژه کې دوه لیتره اوبه د یوې شپې او ورځې لپاره بسنه کوي. کولی شئ دا په دې ترتیب سره وڅښئ: د روژه ماتې په وخت کې دوه ګیلاسه، د روژه ماتي او پيشنمي ترمنځ  څلور ګیلاسه او دوه ګیلاسه د پیشنمي په وخت کې وڅښئ.

په یاد ولرئ د کافین لرونکو مشروباتو، قهوې او شیدو چای څښل په پورته لیست کې نه شامیلږي. غوره ده د هغو څښاکو څخه ډډه وکړئ چې ادرار ډېروي. شین چای  یې غوره ځای ناسته دی.

 لږ یا متوازن روژه ماتی وکړئ

روژه په خرما ماته کړئ، خرما سره روژه ماتول ثواب لري، خرما پخپل جوړښت کې ډېر قند لري، چې ستاسو بدن به د قند له کمښت سره مخ نشي، فکر مو وي چې له یوې خرما ډېره ونخورئ ځکه قند هم وزن زیاتوي.

له دې وروسته که امکان لري ترکاري لرونکی سوپ یا بل سوپ چې ستاسو د خوښې وړ وي وخورئ.

له سوپ وروسته هڅه وکړئ، چې له سلاد ګټه واخلئ. که د زیتون تیل په سلاد اچوئ، باید یو یا دوه کاشوغو څخه ډېر نشي. په دې وخت کې د نورو خوړو خوراک څخه ځان وساتئ، په ځانګړي ډول هغه خواړه چې ډېر کاربوهایډریټ لري.

بیا لږ استراحت وکړئ. تاسو باید خپل هضمې سیستم باندې فشار رانه وړئ. پنځه دقیقې پیاده مزل یا خبرې اترې وکړئ. کله چې د خوړو خوراک ته چمتو وئ، یو ډول خواړه وخورئ. انتخاب هم عاقلانه ترسره کړئ، د خپل انتخاب په لیست کې سرو کړو خوړو ته ځای ورنکړئ. د پروټني او کاربو هایډريټ خوړو تر منځ تعادل وساتئ،‎‎ ترټولو مهمه د خوراک اندازه مو کنټرول کړئ.

 پیشنمی وکړئ

دا سمه ده چې د روژې په میاشت کې د خوړو خوړول وختونه محدود شوي او نشې کولی ډېر څه وخورئ،  خو دا په دې مانا نده چې پیشنمی ترسره نکړئ. که پیشنمی ونکړئ، د دې احتمال چې په روژه ماتي کې به ډېر خواړه وخورئ زیاتېږي، نو باید پیشنمی وکړئ. په پیشنمي کې هغه خواړه انتخاب کړئ، چې ډېره مالګه ونلري ترڅو د ورځې په اوږدو کې له تندې سره مخ نشئ.

پیشنمی کې د پیچیده کاربو هایډریټ نه ګټه واخلئ لکه : د غنمو ډوډۍ، پروسس شوې ډوډۍ او د پروټین برخې کې له: پنیر او هګۍ څخه ګټه پورته کړئ، که څه هم دا پروټيني او کاربو هایډریټ خواړه دي، خو د ورځې په اوږدو کې ستاسو د لوږې مخه نیسي.

فعال پاتې شئ

د روژې په نیولو سره باید خوب او ټمبلۍ لپاره بهانه جوړه نکړو. د روژې په میاشت کې باید خپل ورځيني فعالیتون ټول یا تر یوه بریده ترسره کړو. خو فکر مو وي کله چې ګرمي او لمر ډېر وي باید  لمر ته ونه اوسو. په یاد ولرئ د لوږې په وخت کې تاسو له هر وخت ډېره وازده ویلي کوئ.

له روژه ماتي وروسته ۳۰ دقیقې ورزش وکړئ. هغه حرکتونه ترسره کړئ، چې په کور کې ممکن وي.

له خوږو  ګټه اخیستنه ودروئ

هغه وزن چې په رمضان کې یې ترلاسه کوو د هغه خوړو لامله ندی، چې په روژه ماتي کې یې خورو.  هغه خوږه چې په خوړو او شیرینۍ کې ده د دې لامل کیږي، چې په روژه کې زموږ وزن زیات شي. په دې روژه کې چې غواړئ وزن مو کم کړئ، ځان لږې سختې ته ورکړئ او فقط له هغو خوږو ګټه واخلئ چې په طبیعي خوړوکې شتون لري لکه: تازه مېوه، وچه مېوه او شات. دا کړنه مو د وزن په کمولی کې ډېره مرسته کوي. که چېرته پورته کړنې ترسره کړئ او بیا ځان وتلئ نو وبه ګورئ چې په حیرانوونکې شکل مو وزن کم شوی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.