اپریل 19, 2021

له خوړو وروسته لامبل د هاضمې جدي ستونزې راپيدا کوي

په ورځني ژوند کې داسې عادتونه دي، چې مونږ یې ترسره کوو خو له دې نه یو خبر، چې زمونږ د بدن سلامتیا ته څومره تاوان لري. یو له دې کارونو څخه د خوړو وروسته حمام کول یا لمبل دي.

حمام کول زمونږ په نظافت کې ډېر رول لري، چې مونږ ټول په اونۍ کې باید یو ځل حتمی حمام وکړو. خو خبره دلته دا ده چې حمام کول تل مونږ ته تازګي راولي، پرته له یو وخت نه، چې مونږ خواړه خوړلي وي.

له پخوا څخه موږ ته مشرانو دا ویل، چې له خوړو څخه وروسته بیا سمدلاسه باید حمام ونشي، ځکه دا کار مو بدن ته ډېر تاوان لري خو مونږ به تل ویل چې دا خبره تراوسه طب نه ده ثابته کړې.

اوس ساینس هم وايي، چې د خوړو وروسته سمدلاسه حمام مه کوئ، ځکه دا هاضمي ستونزې راپیدا کوي.

د دې خبرې معنې دا ده، چې کله موږ خواړه وخورو نو د معدې په شاوخوا کې د وینې جریان زیاتیږي. دا د دې سبب کېږي، چې د هضمولو عملیه اسانه شی.

مګر کله چې موږ د خوړو څخه وروسته سمدلاسه حمام وکړو، نو د وینې جریان کمزوری او سست کوي. چې د همدې امله د هاضمي عملیه په ټپه ودریږي.

بله خبره دا ده، چې د حمام په کولو سره زموږ د بدن حرارت درجه هم ټیټیږي، او کله چې د بدن تودوخې درجه نورمال حالت ته راځي د بدن نور غړي، په ځانګړي توګه زړه باید هضمي پروسې بیا پیل لپاره وینې پمپ تېز کړي چې دا بیا اضافي کار ته ضرورت لري.

په پایله کې د هاضمې پروسې د دریدو سره په ټول بدن کې د تېزابیت کچه لوړیږي.

د دې لپاره چې د دې لوی ګواښ څخه مو ځان ژغورلی وي. طب پوهان وايي، دا به غوره وي چې تاسو لومړی حمام وکړئ او بیا وروسته خوراک وکړي. بدن ښکلی او تازه شي او له بلې خوا له یوه لوی ګواښ څخه ځان وژغورئ.