ژباړه: نسیمه محمدي
د Tik Tok يوې کاروونکې د Psychology په مستعار نامه يوه ويډيو خپره کړې، چې په کې په چټکۍ سره د خوب اسرار افشا کوي.
د راپورونو پر اساس، دغه مېرمنې په دې اړه توضيحاتو کې ويلي دي:
” په خپلو مغزو کې د اشياوو له شمېرلو پيل وکړٸ، خو بايد ډاډه اوسٸ، چې شمېرل شوي شيان له يو بل سره تړاوو نه لري.”
نوموړى ټينګار وکړ، هر څومره چې شمېرل شوي څيزونه تصادفي وي، ښه ده. مېرمن زياته کړې، چې دغه کړنلارې ورسره مرسته وکړه، چې له بېخوبۍ خلاصه شي.
د ويډيو جوړوونکې په وينا، نوموړى دا چاره د خپل ارواهپوهنې له ښوونکي زده کړې ده. بل دا چې دغه نجلۍ پخپله هم د ارواهپوهنې ډېپلوم لري.
د بېخوبۍ څخه د خلاصون په پار د نجلۍ دغې ويډيو په دوه ورځو کې شهرت ترلاسه او له نيم ميليون څخه زياتو خلکو کتلى او ارزولې ده.