ټاکل شوې، چې د راتلونکي میزان میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د کمپاینونو د پيل باوجود یې لیدل کیږي، چې دغه کار ډېر کمرنګه دی او هغه خوند یې نه دی پاتې، لکه پخوا چې و.
دلیل یې څه دی؟
دا طبیعي که عمدي موضوع ده؟
څه پایلې لرلی شي او پر راتلونکو ټاکنو به یې اغېزې څه وي؟
په دې مطلب کې همدې موضوعاتو ته کتنه کوو:
د سولې روانې خبرې
د ولسمشریزو ټاکنو د ټول بهیر او کمپایني هڅو د کمرنګۍ یو لوی دلیل دا ګڼل کیږي، چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې ورسره په هم مهاله ډول روانې دي.
دغه وضعیت داسې وړاندوینې پیدا کړي، چې ممکن د سولې خبرې بریالۍ او د یوه داسې توافق لرونکي شي، چې ټاکنې ورسره ځنډ یا لغوه شي.
د ولسمشرۍ یوه لویه برخه نوماندان ممکن په همدې خاطر کمپایني هڅو ته زیاته توجه ونه لري او نه غواړي، چې وخت او امکانات یې د دوی په نظر بې ځایه مصرف او په اوبو لاهو شي.
د ګډوډۍ هڅې
یو شمېر ولسمشریز نوماندان، چې د ولسمشر غني او حکومت سر سخت مخالفت کوي، له نیته یې ښکاري، چې دوی د ټاکنو پرځای د ګډوډۍ او په خړو اوبو کې د کب نیولو هدف لري.
هغوی یوه ورځ یوه او بله ورځ بله مسئله مطرح کوي او په مختلفو بڼو د وضعیت د متشنج کولو په تکل کې دي.
له کمپایني او ټاکنیزو چارو سره د دوی له ناغېړۍ دا شک نور هم ورباندې زیاتیږي، چې دوی ریښتیا د ګډوډۍ له اجنډا سره رامیدان ته شوي.
مالي ستونزې
د ولسمشریزو ټاکنو یوه احتمالي نوماند ډاکټر انورالحق احدي، چې بیا نوماند نه شو؛ په یوه مرکه کې وویل: د ولسمشریزو ټاکنو ګټل د نورو ځانګړنو ترڅنګ لږ ترلږه ۶۰ میلیونه ډالره لګښتونو ته اړتیا لري.
ډېر ولسمشریز نوماندان ممکن له دې کبله هم په کمپاینونو کې چندان فعال نه وي، چې زیاتې او مناسبې پیسې نه لري.
البته په ظاهري ډول د ټاکنیزو کمپاینونو په اصولو کې له دغو پیسو په مراتبو کمې پیسې د کمپاین لپاره د نوماندانو حق ګڼل شوي، چې ولګوي.
خو واقعیت دا دی، چې تر اعلان شوي رقم لسګونه ځله زیاتې پیسې لګول کیږي او اړتیا ده، چې ولګول شي.
د ټیمونو داخلي ټکرونه
له څو مطرحو ټاکنیزو ټکټونو څخه یو ټکټ هم د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم دی. دغه ټیم د راتلونکي واک پر سر د خپلمنځیو ناندریو له کبله لا نه دی توانیدلی، چې خپل کمپاینونه عملاً پیل کړي.
یوازې شهرت او موقف!
ګڼ نوماندان مطمین دي، چې دوی ولسمشریزې ټاکنې نه شي ګټلی.
د دوی د نوماندۍ هدف صرف دا دی، چې لږ مشهور شي او بیا په راتلونکي واک کې ونډه وال وي.
دوی له دې كبله هم په کمپاینونو ځان نه مصروفوي؛ بلکې له اوسه فکر کوي چې له کوم ټیم سره په نیږدې کیدو کې یې ګټه ده او څه په شرایطو ورسره یو لاس شي؟
ولسي بې علاقه ګي
په افغانستان کې تېرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو دواړو د زیاتو بدنامیو او ناکامیو له وجې له ټاکنو او کمپاینونو سره یې ولسي علاقه سخته کمه کړې.
د کمپاینونو په کمرنګۍ کې دغه عامل هم د هېرولو نه دی، ځکه بې علاقې خلک په لوړو امتیازاتو او شرایطو له کمپایني چارو سره ملتیا او مرسته کوي.
هغه څه، چې کمپاینونه لا کمرنګه کوي او نوماندانو ته ګران تمامیږي.
د ولایتي شورا د ټاکنو تشه
یو بل لوی دلیل دا هم دی، چې دا ځل له ولسمشریزو ټاکنو سره د ولایتي شوراګانو ټاکنې نه ترسره کیږي.
په افغانستان کې ثابته شوې، چې د ولایتي شورا ټاکنې د ولسمشریزو ټاکنو د بریالیتوب یو مهم فکتور کیدای شي، ځکه له هرې سیمې او کلي پکې خامخا یو نه یو نوماند شته او هغه له یوه ولسمشریز نوماند سره د ګډ کار د توافق له وجې دواړو ټاکنو ته خلک را باسي.
سږنۍ ټاکنې له دغه مشترک کار او امتیازه بې برخې دي.
پایله او اغېزې
د ولسمشریزو ټاکنو روان وضعیت اندیښمنونکی دی، خلک او سیاستوال ټول د سولې روانو هڅو او د ټاکنو ترسره کیدو ته شکمن دي.
دا وضعیت هم د سولې او هم د ټاکنو بهیر زیانمنوي.
هغوی، چې د اوسني حکومت په مخالفت او یا د طالبانو په بیرته راتګ کې یې زیاته ګټه ده، په هر ډول چې وي د ټاکنو د مخالفت کوشش کوي او هغوی، چې په ټاکنو کې یې زیاته ګټه ده، د سولې د ممانعت په تکل کې دي.
دغه حالت به سبب شي، چې د افغانانو دغه دواړه اړتیاوې زیانمنې شي.
غوره به وي، چې د دواړو پروسو په اړه په کور دننه او له نړیوالو متحدینو سره ګډ او واضح بحثونه وشي، څو یو لازم قناعت ترلاسه او سوله او ټاکنې د یو بل په ضد تمام نه شي!