یونما: روان تاوتریخوالي د سولې پر پروسې د خلکو باور ته زیان رسولی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو ډېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړي دي.

یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۳۱مې په هدفي وژنو کې ۱۱ مدني فعالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

راپور زیاته کړې، یاد کسان د سولې خبرو له پیل څخه د ۲۰۲۱ کال تر ۳۱ مې نېټې وژل شوي او مسوولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، له دې ډلې ۵ مدني فعالان او ۶ نور د رسنیو کارکونکي دي.

د یوناما په وینا، په رسنیو او مدني فعالانو د بریدونو پایله کې د رسنیو ډېری کارکونکو خپلې دندې او کورونه پرېښي او په کارونو کې یې له خود سانسورۍ کار اخیستی.

د یاد راپور موندنې ښیي، چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې نېټې پورې ۶۵ خبریالان او د بشري حقونو مدافعین وژل شوي، چې له دې ډلې ۳۲ مدني فعالان او ۳۳ نور د رسنیو کار کونکي دي.

یوناما له افغان حکومت غوښتي، تر څو د ملي خوندیتوب یو اغیزمن مکانیزم فعال، د رسنیو کارکونکو او مدني فعالانو لپاره وقایوي کاري چوکاټ برابر کړي.

همدا راز یې له حکومت غوښتنه کړې، تر څو په هدفي وژنو کې ښکېل کسان د عدلي تقیب تر څنګ د نړیوالو اصولو مطابق علني محاکمه کړي.

یوناما خپل وروستي راپور کې له طالبانو غوښتي، تر څو د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو وژنه په کلکه وغندي او نور له دا ډول وژنو لاس واخلي.

یادې استازولۍ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د ګواښ سره مخ مدني فعالانو او رسنیو کارکونکو سره  دوامداره مرسته وکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې مدني فعالان او خبریالان په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي