څیړنه: ۷۵٪ بریاليو کسانو په ماشومتوب کې سختې ګاللي او په بې وزلو کورنیو کې زیږیدلي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

موږ ټول د ژوند له سختو شرایطو، بې وزلۍ او فقر څخه یو نه یو درس زده کوو، ترڅو ځان ترې وباسو او د بریا تر لوړو پوړیو پورې ورسیږو او هغه ټول شرایط څټ ته پریږدو.
لیکنه: جیسیکا سټیلمن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
د نن ورځې د ډیری شتمنو او بریالیو کسانو په اړه به مو اوریدلي وي، چې دوی یو وخت خورا زیات بې وزله، ناچاره او مفلس وو او ان تر دې چې شپې او ورځې یې د سړکونو په غاړه په نهاره هم تیرې کړي دي، خو د دوی همت، میړانې او په ځان فشار راوستلو نن سبا دوی یې تر دې ځایه رارسولي دي.
د امریکایۍ ورځپاڼې (وال سټریټ ژورنال) په یوې وروستۍ زړه راښکونکې مقالې کې، چې د اروا پوهې میګ جی له لورې لیکل شوې، راغلي دي، چې د ماشومتوب د وخت سختي او بې وزلي له بې سارو لاسته راوړنو او بریاوو سره داسې موازي ځي، چې ان تاسې به یې فکر هم نه وي کړی.
همدارنګه اروا پوهه میګ جی د هغې څیړنې په اړه جزیات وړاندې کړل، چې په څلور سوه (۴۰۰) بریالیو او شتمنو کسانو ترسره شوې وو. په دغې څیړنه کې ډیری تمرکز په هغو کسانو شوی و، چې نظر په مثبتې ونډې سره یې، په اړه یې دوه ژوند لیکونه (Biography) لیکل شوي ول. کله چې څیړونکو د دغو کسانو د بریا کیسې وڅیړلې، نو دوی دا ومونده چې د دوی په ډله کې پنځه اویا سلنه (۷۵٪) داسې کسان وو، چې د ژوند په لومړیو کې له خورا زیاتو سختو ستونزو سره مخامخ وو، لکه د مور و پلار له لاسه ورکول، سخته بې وزلي او یا هم په ماشومتوب کې له ځورونو سره.
د ماشومتوب د دورې د بد مرغۍ علم
دا په دې مانا نه ده، چې ګوندې له سختۍ او کړاوونو ډک ماشومتوب به له خونده ډک وي. ډیری هغه ماشومان چې سختې او ربړې ګالي په راتلونکي کې په مشرانو او د فلم په ستورو نه بدلیږي، بلکې د دوی لومړنۍ تجربې دوی له ټولنې او عصري ټکنالوژۍ څخه شاته ته پاتې کوي. خو دلته د اروا پوهې میګ جې اشاره هغو اقلیت حالاتو ته ده، چې دغه لومړنۍ سختې او ربړې ګالل یو انسان پیاوړی او متحرک کوي او د لاسته راوړنو او بریاوو په لور یې برابروي.
په همدې اساس، دغه اروا پوهه لاندې څلورو ټکو ته اشاره کوي:
۱- ځان له ننګونو سره مخ کړه.
له ننګونو سره مخامخ کیدل له موږ او تاسې سره دا مرسته کوي، ترڅو په اوږد مهاله پروژو کې ستونزو ته د ننګونو په سترګه وګورو او ترې ونه ویریږو. د هغو ستونزمنو کارونو ترسره کول چې احساساتي او ناببره نه وي، موږ او تاسې هغو کارونو ته چمتو کوي، چې وي.
۲- په کار کې جدي اوسه.
د ماتې خوړلو فکر دې له ذهن څخه لرې کړه. په کار کې جدي اوسیدل او قاطع تصمیم درلودل دې بریا ته رسوي.
۳- ټولنیز ملاتړ پیدا کړه.
که غواړې په ژوند کې پیاوړی واوسې، نو ټولنیزې اړیکې جوړې کړه، چې ښه مثالونه یې د کورنۍ غړي، ملګري او ښوونکي دي. دا خبره دروغ ده چې وايي، پیاوړي خلک په ژوند کې هیڅ چاته اړتیا نه لري، بلکې مرسته غوښتل او ټولنیز ملاتړ درلودل په اصل کې د پیاوړو خلکو کار دی.
۴- د درپیښ شوي حالت په وړاندې مبارزه وکړه.
ډیری سخت او ستونزمن شرایط نه دومره زیات چټک دي او نه هم په ډیرې اسانۍ سره حل کیدلی شي، خو په شته ستونزو او حالاتو کنټرول درلودل، زموږ په ژوند د پوره اختیار او قدرت درلودلو څرګندويي کوي. خپل ځان ته یو حقیقي او واقع بینانه پلان جوړ کړه او د همدغه پلان له مخې ورځ په ورځ مخکې ځه.