په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید مرګ ژوبله لوړه شوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې تر پنځوسو پورې ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، حکومت یې د طالبانو کار بولي خو دغه ډلې پکې لاس لرل رد کړي دي.

د یادونې ده چې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په شپه هم عام افغانان د وير پر ټغر کېنول.

هغه امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ددې پېښې غچ له طالبانو واخلي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې انسان ضد او بشر ضد جنایت یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم په یوه پیغام کې د نجونو پر ښوونځي موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی او په دې اړه یې خپلې خواخوږۍ مراتب د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړي دي.

د یادونې ده چې پرون مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې دي.

د یادونې ده چې وسله والو طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې پر ښونځیو او ماشومانو نننی برید غندي او دوی په دې پېښه کې ښکېل نه دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي