د عثمان رض پېژندنه او ويناوې؛ که چېرې مو ګناه زړه ته وي، داسې ځای ولټوئ چې هلته خدای نه وي

ليکنه او راټولونه

نوم يې عثمان ابو عبدالله او ابو عمر يې کنيت او ذوالنورين يې لقب وو. دپلار نوم يې عفان او د مور نوم يې اروى وو. دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده : عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي. او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت کريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , پدې ډول عثمان ذوالنورين رضي الله عنه د نسب په پنځمه کړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای کېږي. دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه د مور مور(انا) بيضاء ام الحکيم د عبدالله بن عبدالمطلب سکه خور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه، له دې پلوه عثمان ذوالنورين رضي الله عنه د مور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي‌توب په خپلوۍ هم تړل کېږي. دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه کورنۍ د جاهليت په زمانه کي هم دعربو په منځ کې ډيره درنه کورنۍ گڼل کيده او د خپل پت، رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو کې ځانګړې بڼه درلوده. د عثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيکه اميه بن شمس د قريشو د قبيلې مشرتوب په غاړه درلود، د اموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته کېږي له همدې کبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل کېږي. دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې کورنۍ په قبضه کي وو، د فجار د وتلي جگړې سرلښکر حرب بن اميه او د زور او ځواک څښتن د اسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط، همدا راز ابوسفيان بن حرب چې د اسلام له راوړو مخکي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولو غزاگانو کي دقريشو د مشر په توګه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله کوله د همدې (اموي) کورنۍ سترگګي اوڅراغونه وو. د عثمان رضي الله عنه د عمر څلور ديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مکه مکرمه کي د توحيد زړه راښکونکي اوازونه پورته شول، د ملکي رسم او رواج او د عربو د مذهبي تخيل له کبله عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپيڅلتيا ,ريښتينولي او ديانت درلودو له کبله عثمان رضي الله عنه حق ته د رابلونکو شاځلمو د دې اوازونو قبلولو ته تيار وو. داسلام لومړي خليفه ابوبکر صديق رضي الله عنه چې کله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځکه يې نو د خپلو ملګرو په کړۍ کې د اسلام د تلقين او لارښوونې په کار پيل وکړ. دجاهليت په زمانه کې د ابوبکر صديق رضي الله عنه له عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملګرتيا وه او ډېرى مهال به يې ډېر ځانګړي مجلسونه سره کول. د همدې پيژندګلوۍ له امله يوه ورځ عثمان رضي الله عنه د ابو بکر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او د  اسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل کړې د ابو بکر صديق رضي الله عنه خبرو په عثمان رضي الله عنه دومره اثر وکړ چې عثمان رضي الله عنه دنبوة دربار  ته په تللو سره د اسلام قبلولو ته اماده شو. دواړه ملګري د رسول الله صلى الله عليه وسلم لوري ته د ورتلو په تکل کې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ، کله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترګې په عثمان رضي الله عنه ولګيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه: دخدای جل جلاله جنت قبول کړه، زه ستا او د ټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاکل شوى يم .دنبوة د ژبي دې ساده او پاکو تورو په عثمان رضي الله عمه کې دومره اغېزه وکړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) کلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک لاس کې يې لاس ورکړ او د اسلام سوچه او حق مذهب يې قبول کړ. د عثمان رضي الله عنه شمېر له هغو کسانو څخه کېږي کومو چې حتا د جاهليت په زمانه کې ليک لوست تر سره کړي وو.

الله جل جلاله تاسې ته دنيا يوازې د دې لپاره در کړې ده چې اخرت پرې وغواړئ.

زه خو د ځان لپاره دا ډېره بده او سپکه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي او د قران کريم تلاوت په کې ونه کړم.

ټيټه وينا، ښکته کتل او منځنۍ راشه درشه د ايمان نښې دي.

خپل پېټی پر بل مه اچوئ، ګويا که لږ وي يا ډېر.

توره بدن ټپي کوي او بده وينا روح.

له الله جل جلاله نه پرته له هېچا تمه او وېره مه کوئ، يوازې له خپلو ګناهونو وډار شئ.

که چېرې مو ګناه ته زړه وي، نو داسې ځای ولټوئ چې الله جل جلاله هلته نه وي.

بده وينا درې تنو ته زيان رسوي، وينا کوونکي ته، د چا بد چې وايي او څوک چې ورته غوږ نيسي.

د قهر او غضب په وخت کې ښه درملچوپ پاتې کېدل دي.

څوک چې د انسان حق نه پېژني، ګويا هغه د الله پاک حق هم نه دی پېژندلی.
ټولې نیكۍ له حیا او ټولې بدۍ له بې حیایۍ سره تړلی دی.

د هغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږی.

د ژبې ښویېدل د قدم تر ښویېدلو ډېر زیانمن تمامېدلاى شی.

پوه انسان هغه دى چې په ډېر پام او احتیاط سره ګامونه اخلی.

په تنګسه كې د زغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتیا راولی.

مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانخلي، د مرګ د ملايكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له اخرت يې غافل نه كړي، دمېرمنې او كوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، دملایكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، دشيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نشي.

هركار چې كوئ او له بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .

په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ او په كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .

وروستي مطالب