پاکستان وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم وایي، چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري.
افغانستان، هند، ناروې او استونیا د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته په کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.
هغه وایي په دې غونډه کې پر دوی د ترهګرو د روزونکي هېواد تور لګول شوی چې بېځایه دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي.
ددوی په خبره پاکستان باید له سولې سره رښتینې همکاري وکړي او د جګړو له ملاتړ دې لاس په سر شي.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام محمد اسحاقزي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.
ښاغلي اسحاقزي په دغې غونډې کې وویل چې پاکستان د طالبانو جنګي ماشین چلوي او لوژیستکي مرستې ورسره کوي.
هغه په پاکستان کې د طالبانو لپاره د پېسو ټولول او په پاکستاني روغتونونو کې د طالب زخمیانو درملنه له پاکستان سره د طالبانو د مرستو بېلګې یادې کړې.
خو له دغې غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي خبرې کنفرانس ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې له خاورې څخه یې د افغانستان په ضد ګټه واخیستل شي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دغې غونډې هرکلی کړی او د تاوتریخوالي د کمولو او بندولو لپاره یې د غړو هېوادونو د ملاتړ مننه کړې ده.