اپریل 21, 2021

هغه ماشومان چې نړۍ یې بدله کړه

ژباړه

هغه کسان چې دلته درپېژنو، ثابته کړې یې ده چې ماشومان هم کولی شي نړۍ بدله او ستر ستر کارونه وکړي.

۱-ملاتي او ایزابل ویجسن:

دا هغه دوې خویندې وې چې د دوی د هڅو په پایله کې د پلاستیکي کڅوړو کارونه په اندونیزیايي سیمو کې بنده شوه او اوس یې پر ځای باندې کاغذي کڅوړې کارېږي. ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱م په بهیر کې به د اندونیزیا په ټولو ځایونو کې د پلاستیکي کڅوړو کارول بند شي.

۲-ګریتا تانبرګ:

دا نجلۍ ۱۶ کلنه وه چې د چاپېریال ساتنې په موخه یې خپلې هلې ځلې پیل کړي دي. دې په دې کار سره یې غوښتل اقلیمي بدلونونو مخه ونیسي. دې خپل خوځښت پیل کړی و چې په ۲۰۱۹م کې د نړۍ په ګوت ګوټ کې زده‌کوونکو په اعتراضیه ډول د اقلیمي بدلونونو مخه نوره ونیول شي.

۳-نیکولاس لاوینګر:

د نیکولاس عمر لا ډېر لږ و چې له یوه بېوزله خور او ورور سره اشنا شو. دغه خور او ورور یوه جوړه بوټونه لرل چې په نوبت به یې اغوستل او ښوونځي ته به پکې تلل. یوه ورځ نیکولاس دوی ولیدل او یو جوړ د بکسټبال بوټونه یې ورډالۍ کړل. د دې پېښې له پېښدو سره سم یې د بېوزلو ماشومانو لپاره یو کمپاین پیل کړ. د نیکولاس له امله د « خپله یو جوړ بوټ ولره» په نوم کمپاین جوړ شو. دې کمپاین کې کابو ۹۰۰ بېوزلو ماشومانو ته بوټونه ورکړل شول.

۴-یاګیل جکسون:

لا ۹ کلن و چې له خپلې خاله سره یې بېوزلو کسانو ته په کمپ کې خواړه وروېشل. له همغه وروسته یې د ( زه یم) په نوم کمپاین پیل کړ او د ( د نعمت صندوق) په نوم یې یوه طرحه جوړه او عملي کړه. تر اوسه کابو ۳ زره کسانو ته ( د نعمت صندوق) چې خواړه، لومړني د اړتیا توکي، روی پاک او جورابې پکې وې، ورکړل شوی دی.

۵-ملاله یوسفزۍ:

په ۱۷ کلنۍ یې د نوبل د جایزې ځوانه ګټونکې شوه. دا جایزه یې د بشردوستي له امله ورکړې ده. کله چې یوه ورځ په پاکستان کې ملاله د ښوونځي پر لور روانه وه، د طالبانو مرمۍ پرې ولګېده. هماغه وو چې د خلکو او رسنیو پام ور واووښت. ملاله د ( ملالې بنسټ ) په نوم ځای څخه خپل بشردوستانه کارونه سمبالوي.

۶-اقبال مسېح:

پاکستانی هلک و. په ۱۰ کلنۍ له مرییتوبه وتښتېد او د ماشومانو له مرییتوب سره د مبارزې د خوځښت رهبر شو. د ده په مرسته کابو ۳ زره ماشومان له مرییتوبه ازاد شول؛ خو مسېح په ۱۲ کلنۍ کې ترور شو. په جنازه کې یې ۸۰۰ کسانو ګډون کړی وو. د امریکا کنګره هر کال د اقبال مسېح په نوم جایزه ځانګړې کوي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ