پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ برخه کې پنځه کلنه همکاري کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ بورډونو ترمنځ ۵ کلن تړون لاسلیک شوی، چې پکې به ویسټ انډیز د تړون ۵ کلنې موده کې هر کال پاکستان ته د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د ترسره کیدو په موخه سفر وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) مشر نجم سیټي د پاکستان په لاهور کې په مطبوعاتي کنفرانس کې د دواړو پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ بورډونو ترمنځ د شوي تړون خبر ورکړ.
نوموړي وویل، د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره دې هوکړې ته رسیدلي دي، چې ویسټ انډیز به ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لپار په موخه پاکستان ته، خو په بدل کې به یې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کوي.
نجم سیټي وویل، په پاکستان کې به د ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ دوه اړخیزه، خو په امریکا کې به د لوبو لړۍ درې اړخیزه وي او د دواړو کرکټ بوورډونو ترمنځ لا تراوسه په سیالیو کې دریم ګړی هېواد نه دی په ډاګه شوی، خو په وینا یې هر کال سیالیو ته به لوبډله مشخصه کړي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د تړون له مخې، د لوبو لمړی سیریز یا لړۍ به د ۲۰۱۸ م کال د مارچ میاشت کې ترسره شي، چې لمړۍ سیالي به د مارچ په ۲۹ مه، دویمه یې په ۳۱ مه او وروستۍ دریمه سیالي به یې د اپریل میاشتې په لمړۍ نيټې سره ترسره شي.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر دا هم ویلي، چې د دواړو بورډونو ترمنځ د سیالیو دوه اړخیزه لړۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د راتلونکي رسمي پروګرام څخه بهر ده او په خبره یې د دواړو بورډونو ترمنځ تړون د دوي د هڅو یوه برخه ده او غواړي، بیرته نړیوال کرکټ پاکستان ته راوړي.
په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستان ته د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې په سفر کې د سریلنکايي لوبغاړو په موټر وژونکی برید وشو، چې پکې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې ۶ لوبغاړي ټپیان شول او له هغې وروسته نړیوال کرکټ له پاکستانه کډه وکړه، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان ته د نړیوال کرکټ د راتګ هیلې را پیدا شوې دي.