سفر

د نړۍ هغه لس هیوادونه چې ګڼ شمیر هوايي ډګرونه لري

څومره چې په یو هیواد کې د هغو مساپرو لپاره چې هوايي سفرونه کوي، د سفر لپاره د هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو انتخابونه زیات وي، هومره د الوتکو د ټیکټونو بیې هم کمیږي. دا موضوع دې پورې اړه لري، چې ته غواړې چیرې لاړشې؟ او له دې سره ته کولی شې چې پرته له یوه مشخص هوايي ډګر څخه، له نورو هوایي ډګرونو څخه هم سفر وکړې. د امریکا متحده ایالات د نړۍ په … نور ولولئ

سپورټ

روهیت شرما د هندۍ لوبډلې کپټان وټاکل شو

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی روهیت شرما د هندۍ لوبډلې لپاره د سریلنکا خلاف په سیالیو کې د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. روهیت شرما به د سریلنکا خلاف د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې د ویراټ کوهلي په نشتون کې د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي. د هندوستان او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې ۵۰ اوریزه یو ورځینۍ کرکټ سیالیو سیریز یا لړۍ … نور ولولئ

سپورټ

رنګانا هیرات د هندوستان خلاف ټیسټ سیالۍ کې د لوبیدو څخه انکار وکړ

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړي رنګانا هیرات د هندوستان پر وړاندې د کیدونکې دریمې ټیسټ سیالۍ کې د نه لوبیدو پریکړه کړې ده. رنګانا هیرات، چې د په (Slow Spin) یا ورو چرخیدونکې توپ اچونه کې د سریلنکايي کرکټ ملي لوبډلې د ملا تیر ګڼل کیږي، د هندۍ لوبډلې خلاف دویمې ټیسټ سیالۍ کې د لوبیدو وروسته د خپلې ملا درد څخه شکایت کړی دی او په راتلونکې دریمې سیالۍ کې د … نور ولولئ

سپورټ

افغانستان سبا د انټر کانټینینټل جام سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړ کې د خپلې وروستۍ مهمې سیالۍ د ترسره کیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته کې ده. د دغه جام په سیالیو کې سبا افغان لوبډله خپله وروستۍ مهمه سیالي د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کوي، چې په ګټلو یې د دغه کپ اتلولي خپلولی شي. د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ م کال وروستی سفر پیل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ترسره کیدونکو کرکټ سیالیو وروستی سفر پیل کړ. د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۷ م کال وروستۍ سیالۍ د انټر کانټینینټل جام په څلورو ورځینۍ او د ایرلینډ پر وړاندې په ۳ یو ورځینیو سیالیو پای ته رسیږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲۰۱۷ م کال د لاسته راوړونو څخه ډک کال و، چې پکې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د افغانستان د فرسټ … نور ولولئ

اقتصاد

د کار کولو پر وړاندې به بهانې څنګه لرې کوو

لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیري ژباړه: غازي عابد نن او سبا کول، بې پروايي یا وخت ضایع کول په هر چا تاثیر لرلی شي. ځیني خلک چې ستړي او ستومانه وي، بیا ځان تیرباسي او وايي چې ستړی یم، هیڅ به هم نه کوم، اما دا ځان تیریستل او دا ویل چې نن یا سبا به یې وکړم او یا ستومانه یم، عادت ګرځي. داسې خلک که دندې ولري، ټوله ورځ مکمل کار نه کوي. کور … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ذهن ته د مالوماتو د سپارلو غوره مهارتونه

ایا ته هم د هغه کسانو له ډلې څخه یې، چې کوچني مسایل لکه، د فلمونو او کتابونو جزیات او د هغو خلکو نومونه چې ورسره ملاقات کوي، له یاده یې ځي؟ که څه هم دغه کار زړه خپه کوونکی دی، خو په اړه یې تشویش مه کوه؛ ته کولی شې چې د پای ټکی ورته کیږدې. په ۱۸۷۰ میلادي کال کې، یو جرمنی ارواپوه چې هیرمن ایبینګ هاز (Herman Ebbinghaus) نومیده، د انسان له … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

تنهايي خوښونکي کسان تر نورو ډیر ګټور تمامیدلی شي

هغه کسان چې ګوښه توب خوښوي ډیری وخت خوشاله، بریالي او سوکاله وي. که څه هم ډیری خلک پرته له نورو خلکو، نه شي کولی چې یو کار په منظم ډول ترسره کړي، خو هغه کسان چې یوازیتوب ته لومړیتوب ورکوي، د خپلو فکرونو او احساساتو په تمرکز او ارامتیا سره کولی شي هر کار په منظمه توګه ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې ولري. د یوازیتوب خوښوونکو کسانو ځانګړنې په لاندې ډول دي: ۱. … نور ولولئ

سپورټ

په ننګرهار کې د لوبو اونۍ پیلیږي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پوهنتون د محصلانو لپاره د وروزشي اونۍ په نامه د بیلابیلو لوبو لړۍ پیلیږي. د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د خراسان خصوصي پوهنتون په نوښت د مختلفو ښونځیو د محصلینو ترمنځ د دریم ځل لپاره د کرکټ، والیبال، بیډ مینټن، ټیبل ټینس، لډو، تیګه غورځونې، د پړې کشونې او نورې مختلفې سیالۍ کیږي. د خراسان پوهنتون مسولین وايي، د ورزشي اونۍ د ترسره کیدو څخه یې … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان د کرکټ تاج کتاب چاپ شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک عالم د افغانستان د کرکټ یادښتونو (د کرکټ تاج) په نوم کتاب چاپ شو، چې پکې د افغانستان د کرکټ د پیل او پرمختګ کیسې شوې دي. د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پیل څخه ملاتړی و او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په جوړښت کې یې رغنده رول درلودلی، ځیني ورته په افغانستان … نور ولولئ