ژباړه: حماد هلال
د ځوانانو د واده له ستونزو څخه یوه د کورنیو مخالفت دی، ځیني وختونه دا مخالفتونه بې د لیله او بې منطقه وي، چې ځوانان باید د مور او پلار مخالفت سره په یو ډول معامله وکړي او دا ستونزه حل کړي.
د کورنۍ مخالفت سره د واده لپاره مخ ته راتلل او د دې موضوع حل لارې
د واده په مهال د ځوانانو له اندیښنو یوه د دوی واده سره د کورنۍ مخالفت دی. واده یو مهم امر دی، چې باید پکې ډېر دقت نه کار واخیستل شي، ځیني وختونه دا مخالفتونه ستاسو د غلطې ټاکنې ښکاره کوونکې دي، خو که تاسو د ژوند ملګرې خپلو غوښتنو مطابق پیداکړې وي، دې پایلې ته رسیدلی اوسې چې دې ځانګړي کس سره په ډېری برخو یو ځای او یو نظر یاست، د هغې په څنګ کې د ارامتیا احساس کی، څرګند توپیر سره ونلرئ او هغه کومه ځانګړې ستونزه په واده کې ونلري، نو د کورنۍ مخافت ستاسو واده سره یو ټولنیز زیان دی. په دې لیکنه کې درته وایو چې څنګه د کورنۍ له مخالفت سره د واده لپاره رامخ ته شو.
واده سره د کورنۍ د مخالفت لاملونه او د واده لپاره مخ ته راتلل
واده او خاوند و مېرمنې ترمنځ اړیکه ډېره په زړه پورې ده، خو د هغې جوړولو لپاره ډېرې سپارښتنې شوي. په ځینو برخو کې امکان لري کورنۍ ستاسو واده سره مخالفت وکړي، نو په دې دلیل چې تاسو ځان کاملاً پرېکړه نېوونکې ګڼئ او پوهېږئ دا فکر ډېر دودیز دی، چې په تېرو وختنونو کې ډېر رواج لرلو، خو نن ځوانان د خپلې ژوند ملګري ټاکنه خپل حق ګڼي او وايي دا زموږ ژوند دی باید موږ یې پریکړه ونیسو او که کورنۍ ورسره مخالفت ولري، امکان لري بحثونه، جنجالو او شخړې به رامنځ ته شي.
هغه وخت چې کورنۍ د خپلو بچیانو واده کولو سره مخالفت ولري خو د بچیانو پرېکړه یې نه ماتېدونکې اوسي، مور او پلار ځان ورک شوي بولي، فکر کوي چې بچیان یې دوی ته ارزښت نه ورکوي او له بل اړخه خپلو بچیانو لپاره اندیښنم اوسي، دا اندیښنه د داسې چلند لامل ګرځي چې بچیان د مور او پلار څخه لرې کوي، په حقیقت کې والدین د ستونزې حل په ځای داسې احساس کې بندېري چې سراسر مینه وي او علاقه وي د خپل بچي سره خو د مور او پلار لپاره مثبتې پایلې نلري.
هغه وخت چې تاسو سمه ټاکنه کړې او والدین مو ټاکنې سره موافقه ونلري دا پېښه ساده مسله نده او د دې زغم ډېره سخت دی، ځکه ستاسو د خوښې وړ شخص سره په څنګ کې چې ته ورسره خوشاله یې خو بیا دې هم په زړه یوه غټه تېږه ږدې.
د ژبې زخمونه، برګ یا بد کتل د کورنۍ غړيو نه پاملرنه ستاسو په اړیکه کې ستونزه نده. د کورنۍ مخالفت د بچیانو په ودونو کې یو غلط بارو، فرهنګي او فکري کمزورۍ څخه سرچېنه اخلي. دا والدین فکر کوي چې دوی حق لري د خپل بچي په ژوند باندې تبصره وکړي او هم حق لري چې هغه ته دندې وسپاري.
د کورنۍ مخالفت د واده سره یو ټولنیز زیان دی، ځکه چې دا د کورنۍ هاخوا پایلې لري او دا ده یوې کورنۍ فکری جوړښت دی، چې په بېلابېلو فکرونو او بېلابېلو حالتو کې ځان ښايي. که د ژوند ملګری مو د غوښتنو برابر وي، هغه سره ستونزه ونلرې او په ډېری مسایلو کې همفکر او ملاتړ یاست، نو بیا د کورنۍ مخالفت یو ټولنیز زیان دی.
د والدینو مخالفت سره واده لپاره مخ ته راتللو تګلاره
په دې لارو کولی شئ، د کورنۍ یرغلیز چلند سره مقابله وکړئ او خپلې اړیکې وساتئ دا لارې عبارت دې له:
۱ ـ هرڅه ځان پسې مه تړئ، امکان لري د ژوند ملګري کورنۍ مخالفت ستاسو واده سره، اصلاً شخصي نه وي او د بچیانو سره ډېرې مینې له امله وي، زموږ په ټولنه کې د بچیانو سره بې کچې مینې کول رایج دي. په داسې شرایطو کې امکان لري، تاسو فکر وکړئ، چې د ژوند ملګری مو ملامت دی، خو ستاسو د ژوند ملګری کولی شي د بل بالغ شخص مسؤلیت په غاړه واخلي؟ که ستاسو د ژوند ملګري کورنۍ څخه یو کس ستاسو مخالف دی، بد چلند او توهین کوي، د ژوند ملګری مو ملامت ندی.
۲ – د ژوند ملګري کورنۍ مخالفت ستاسو واده سره د مقابلې لپاره د تعامل یوه مناسبه لاره پیداکړئ. د دې لپاره چې هغوی مو ډېر ونه ځوروي داسې خلکو سره لږ تلل راتلل ولرئ او اجازه مه ورکوئ، چې هغوی ستاسو او د خاوند/ مېرمنې اړیکه کنټرول کړي.
۳ – هغه خلک چې نه غواړي ستاسو ملګري اوسي، ډېره مینه ورسره مکوئ، خو ستاسو مینه کولی شي د دې لامل شي، چې د هغوی نظر تغییر کړي.
۴ د تېر ترخې او ځورېدنې د وخت په تېرېدو، هڅو او تمرین هېرې کړئ، ځکه د یو څه وخت تېریدو وروسته امکان لري، د ژوند ملګري کورنۍ مو د ژر قضاوت کولو او بد چلند څخه پښېمانه شي.
که نشئ کولی، د تېر ترخې او ځوریدنې هېرې کړئ، هغه نادیده ونیسئ او اجازه مه ورکوئ، چې د اوس ښې شېبې د تېرو پېښو لپاره خرابې شي.
۵ – که د توهین او بد چلند اندازه دومره ډېره وه، چې ستاسو صبر او حوصیله نوره په بې احترامۍ بدلیده، د ژوند ملګري کورنۍ سره مو اړیکه محدوده کړئ.
۶ ـ ځان له هغوی لرې وساتئ، که د ژوند چارې مو د هغوی لاسته لویدلې وي او که د ژوند په چارو کې مو لاسوهنه کوي، د بېلګې په توګه د مېرمنې او خاوند په اړیکه کې مداخله یا د وخت، پیسو، بیچانو روزنه کې تکلیف یا تاسو ته سپکاوی او جسمي ازار درکوي.