هند: افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن یو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هند د ملي امنیت سلاکار د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پېچلي کېدو په حال کې دی نو له همدې امله په دغه هېواد کې مېشتو هندي وګړو ته په کار ده چې ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي.

هندي حکومت دلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې طالبان د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي او د ورځو په تېرېدو یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکی و.

بلخوا وسله والو طالبانو بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې هېڅ بهرني وګړي ته ګواښ نه جوړوي او د دوی امنیت خوندي دی.

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي دي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی خو پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.

په مطلب کې راځي چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو ددغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې یې ددې خبرو ښه ثبوت دی.

سرچینه کاږي پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي نو ددې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي