ای پي ايل ليګ تر نامالومي مودې وځنډېدی

د هندوستان کريکټ پريمر ليګ د کرونا ويروس له کبله تر نا مالومي مودې وځنډېدی.

ورسته له هغې چې پرون د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا وېروس ټيسټ مثبته پايله ورکړه ، د بنګلور سره يې لوبه بل تاريخ ته وځنډېدله.

په همدې ورځ د چينای سوپر کينګز لوبډلې د ځينو لوبغاړو او اداري هيئت غړو د کرونا وېروس د اخته کېدو خبر ورکړل سو، د هندوستان د کريکټ د کنټرول اداره مجبوره سوه چې بايد يوه پرېکړه وکړي.

نن د چينای او راجستان لوبه هم وځنډيله او پدې وروستيو ساعتونو کې يو نوی خبر هم خپور سو.

د هندوستان کريکټ بورډ خبر ورکړ چې تر نامالومې نېټې به د ای پي ايل ليګ وځنډول سي ،پاتې لوبې به وروسته ترسره سي.

تر اوسه ددې ليګ ۳۰ لوبي ترسره سوي ،شايد پاتي ۳۰ لوبي يې د می مياشتې په دېرشمه نېټه پيل سي.

هندوستان کې د کرونا وېروس تر بل هر وخت په چټکۍ کې خپور سوی،هره ورځ په لکونو انسانان پرې اخته کېږي او په زرګونو انسان يې له امله مري.