نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نړیوال بانک ویلي چې دوی د افغانستان د بیا رغونې له صندوق ۲۸۰ میلیونه ډالر ازادوي.
سرچینې ویلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو دوو برخو یونسیف او د خوړو نړیوالو پروګرام ته لېږدول کېږي.
نړیوال بانک وایي چې یادو پیسو به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره کار اخیستل کېږي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې نړیوال بانک ۵۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو اوس ویل کېږي چې راتلونکو ورځو کې به شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر ملګرو ملتونو ته ورکړل شي څو یې په افغانستان کې پر بشردوستانه خدماتو ولګوي.
وروسته له هغه چې طا لبان په افغانستان کې واکمن شول، امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې، چې دلته د اقتصادي ستونزو سبب شوې ده.
افغانستان له امریکا سره په وروستیو مذاکراتو کې هم د دغه پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې پرون د شپاړسو هېوادونو استازو او نوماند سفیرانو په دوحه کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.
بلخي وايي چې د یادو هېوادونو سفیرانو په امنیتي او سیاسي برخه کې د افغانستان وروستي پرمختګونه ستایلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
افغان لوري بیا له دوی غوښتي چې بېرته په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، دیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي، د بشردوستانه مرستو لپاره لاس په کار شي او په هېواد کې روان وضعیت له نږدې وګوري.
د بلخي په خبره په دې لیدنه کې، د کاناډا، جرمني، نیوزلنډ، فنلنډ، هسپانیې، اروپايي ټولنې، ایټالیا، سویډن، اسټرالیا، امریکا، انګلنډ، جاپان، ناروې او نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.