اپریل 19, 2021

سویډن کمیټې د علیپور خلاف خبرو پر سر د ښکلا ځدراڼ دنده ځنډولې

د سويډن کميټې د ښکلا ځدراڼ دنده پدې جرم ځنډولې چې ولي يې د  عليپور پر ضد ټويټ کړی و.

“ښکلا ځدران” په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې او د سويډن کميټې غړې ده. اغلي ځدراڼ د دموکراتيکو  نورمونو په اساس دغه پوست ته نومانده او بيا د رایو په لاسته راوړلو سره بريالۍ اعلان شوه، چې تير کال يې خپله دنده پيل کړه.

لکه څنګه چې تاسو خبر ياست تيره اوونۍ د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ  کې د يوه ياغي ډلې لخوا چې مشرتوب يې “علي پور” په نوم يو کس کوي؛ د افغان پوځ يوه چورلکه په نښه شوه، چې په پايله کې د چورلکې څلور پيلوټان او پنځه سفر کوونکي سرتيري چې ټول نهه کسه کيدل شهيدان شول.

“ښکلا ځدراڼ” هم د هر افغان په څېر د وطن مور فرض پر ځای کول غوښتل. په ټويتر يې خپل احساسات څرګند کړي ول، د علي پور دا عمل يې پکې غندلى وو.

په ټويت کې ويلي وو:

‏علیپور و افرادش هر چه عاجل باید کشته شوند، اینها تروریست، باغی و شورشی هستند که توسط استخبارات خارجی تمویل میشوند.”

که څه هم د اغلې ځدراڼ متن لږ اغزن ښکاري، خو د وطن د ورانو سره او د پوځ د وژونکو سره نظر په نړيوالو قوانينو او غبرګونونو بايد همدا ډول اغزن چلند وشي.

د “ښکلا ځدراڼ” د ټويټ په ځواب کې هزاره فعالينو هم د ډېرو ترخو جملو او کليمو کار اخیستی دى.

حتا اغلې يې د افغان په نوم هم پېغورلي ده، چې دا کليمې او نومونه صرف کرکه زېږوي او بس.

خو د بده بخته، چې په هزاره قوم پورې تړلې يوه متعصبه او بې منطقي ډلې چې تل یوازې د ځان په هکله فکر کوي او فکر يې کړی ؤ، د ښکلا ځدراڼ دا عمل منفي بللی دى.

د پرلپسي ټويټونو او شکايتونو په پايله کې د سويډن  کميټې دا فيصله کړي ده چې،  د ښکلا ځدراڼ دنده وځڼډوي.

د حيرانتيا خبره داده، چې د سويډن هېواد د  افغان حکومت ملاتړی دی، نو بيا څنګه دوی د يوې ياغي ډلې ملاتړ کوونکو غږ بدرګه کوي؟!!

او د افغان سرتيرو دا لويه قرباني تر پښو لاندي کوي؟؟!!

د سويډن کميټې دا کړنه د هېواد دننه او د هېواد نه بهر د افغانانو منځ کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. او د ملي پوځ ملاتړ او د باغيانو پر وړاندې د کرکې سبب جوړ شوی دى.

په ټويټر او فيس بوک کې هم نوي هشتکونه په زنځيري شکل سره جوړ او کار پرې روان دی، تر څو خپل غږ نړيوال کړي، او د سويډن کميټې ته قناعت ورکړی شي چې؛ ښکلا ځدراڼ د دغه ټويټ په خپرولو سره د خپل “ملي حاکميت” او “دموکراسي” او “واحد نظام” ملاتړ څرګند کړى دى. نه دا چې د چا وژلو د پاره يې کوم کمپاين پر لار اچولي دى.