په افغاني ټولنه کې چې ماشوم پیدا شي، لومړی دا پوښتنه کېږي چې هلک دی که نجلۍ؟
سره له دې چې د لور زېږول د خدای رحمت او لويه لورينه ده؛ خو له بدهمرغه په ځینو کورنيو کې د پرلهپسې نجونو زېږول، د مور لپاره یو غټ پېغور دی. چې له امله يې له ډول ډول ګواښونو سره مخ کېږي؛ حتا ځينې وخت خبره د خاوند لخوا پرې د دوهمې درېيمې او یا هم څلورمې ښځې(بنې) د راوړلو لامل ګرځي.
اولادونه دخدای ج يو ستر نعمت دی. ځينې مور او پلار له دې نعمت څخه بې برخي وي. هغوی تل دا ارمان لري ؛ چې په خپل ژوند کې يوه لور هم لرلی نو دوي به خوشاله و.(داولاد له مينې به بې برخې نه وو)، خو ځينې پلرونه چې لورانې لري او زامن نه لري، په لوڼو کبر کوي او د زوی غوښتونکي وي. دوی هلک ته د نجلۍ په نسبت د ځينو علتونو له امله لېوالتيا ښيي:
- زوی ته د کورنۍ اړ کېدل
- د تربګينت (تربورولي)وېره
- د میراث مسئله
په افغانستان کې زیاتې کورنۍ د زوی په زېږون خوشحالېږي او د لور په پيدا کېدلو خفګان ښکاروي او په دې مسئله کې تل مور ګرمه ګڼي.
دا ډول حالت په ټولنه کې عام شوې، په ځینو کورونو او سیمو کې دومره ډېر دی، چې میندې د لور په زېږون رټل کېږي او له تند غبرګون سره مخ کيږي.
دې ډول خرافاتو ته بې علمه طبقه د لور زېږول په مور تحمیلوي او د ماشوم د جنسیت بدلول د میندو د وسې کار بولي. موږ دېرې پېښې په خپلو سترګو وليدلې چې يوه مور د ډېرو لوڼو په راوړلو له څه ډول ستونزو سره مخ شوې.
ځورول، وهل، ټکول او تاوتريخوالی هغه مسايل دي چې يوه د لورګانو مور تل ورسره مخ شوې. يوې مور ته د نارينه اولاد دنه درلودولو په سبب ګواښ کېږي پېغور ورکول کېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
موږ ډېر ځله وليدل چې د ډېرو لورګانو په درلودلو سره يو پلار نوې پيداشوې لورانې په روغتونونو کې بې سرپرسته پرېښي دي.
موږ دا مسئله د طب له نظره هم وڅېړله چې په طب کې د جنسیت ټاکل په پلار پورې اړه لري.
د جنس تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې چې ورته سیکس کروموزوم ويل کیږي.
کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي. چې له یو ځای کېدو څخه يې نوی موجود منځ ته راځي.
دا کروموزومونه په ښځیهوو کې د (X) او نارینهوو کې د(y) دا په نامه یادېږي. په ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، دښځې دواړه کروموزونه X او د نارینه هغه يې دواړه د XY په نومونو نومول شوې دي.
دنسل منځته راتګ یو حیراوونکي نظام ځکه دی، چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي.
که چېرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شې دا به، د خدای ج رحمت ( لور) وي.
که چېرته بیا د پلارY کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یو ځای شې نو دا به يې نعمت (زوی) وي.
نو په دې توګه ویلای شو چې د جنس (نجلۍ/ هلک) په ټاکلو او یا منځ ته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري.