د امریکا له لوري پر ژمنو عمل نه کول په افغانستان کې د تېر حکومت د پاشل کېدو لامل شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په ټاکلي وخت له افغانستان خپل سرتېري و نه ایستل او پخواني ولسمشر اشرف غني د واک شریکولو لپاره له منل شوې طرحې سره مخالفت وکړ، چې په پایله کې یې طا لبانو خپلې جګړې شدیدې کړې او د کابل حکومت د سقوط سبب شوې.
د لاوروف په وینا که امریکا پر خپلو ژمنو عمل کړی وی او طا لبانو ته یې د جګړو د شدت دلیل نه وی پرې اېښی او له بلې خوا یې د پخواني حکومت مشران د دوحې هوکړې عملي کولو ته اړ کړي وی نو نن به په افغانستان کې بې ثباتي نه وه.
لاوروف وايي دوی تمه لري چې اوسنی حکومت وکړی شي د نړیوالې ټولنې او سیمې غوښتنې پوره کړي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
لاوروف ویلي چې امریکا غواړي په سیمه کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي خو ټینګار کوي چې روسیه به اجازه ورنه کړي.
لاوروف زیاته کړې چې دوی د سیمې پر هېوادونو غږ کړی دی چې امریکا ته دې د پوځي اډو لپاره ځای نه ورکوي او دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم خپل امریکایي سیال جوبایډن ته په دې اړه خبرداری ورکړی دی.
راپورونه وایي چې امریکا په همدې تړاو له نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د اډې جوړولو په اړه هوکړې ته نه ده رسېدلې او اوس یوازینی ورپاتې هېواد هند دی او وبه کتل شي چې هند دا خطر مني او کنه.