د فارس خلیج شپږ هېوادونه د افغانستان سره د بشردوستانه مرستو کولو ته دوام ورکوي.
د العربیه ټلويزیوني شبکې، د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزيرانو غونډه چې په ریاض کې تر سره شوه، راپور ورکړ، چې د فارس خلیج د حوزې شپږ هېوادونو د عربي هېوادونو د همکارۍ په شورا کې افغانستان سره د مرستو په اړه توافق کړی دی.
په وروستۍ اعلامیه کې راغلي:
” د فارس حوزې هېوادونه اعلان کوي چې د تل په څېر د افغانستان سره دي او خپلو مرستو ته دام ورکوي.“
هغوی همدارنګه د افغانستان له بېلابېلو ځواکونو وغوښتل چې ” ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي.“
قطر او متحده عربي امارات د دغو هېوادونو له ډلې لومړي هېوادونه وو، چې د طالبانو له راتګ سره يې له افغانستانه ملاتړ وکړ.
وړاندې له دې، دوی د هغو افغانانو په ايستلو کې مرسته وکړه چې هېواد پرېږدي، او زرګونه کسانو ته يې د خپلې لارې اجازه ورکړه چې په درېيم هېواد کې استوګن شول. قطري متخصصان لومړني کسان وو، چې د کابل هوايي ډګر د بيا رغونې لپاره کابل ته راغلل، دا هوايي ډګر د بهرنیانو د وتلو پر وخت له کاره لوېدلی وو.
همدارنګه دغو هېوادونو لومړۍ بشردوستانه مرستې راولېږلې او محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی وو، چې د طالبانو تر واکمېدو وروسته يې افغانستان ته سفر وکړ.