طالبانو په کابل کې د ملي او شمشاد ټلویزیون خبریالان وهلي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

وسله والو طالبانو په کابل کې هغه خبریالان وهلي، چې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په موخه د ښاریانو د راټولېدنې خبري پوښښ لپاره ورغلي وو.

د ملي راډیو ټلویزون خبریال سیدعمر سهار د هندوستان له ZeeNews تلویزون سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو ورسره بده رویه کړې، کمره مېن یې وهلی، د مرګ ګواښونه ورته شوي او کمره یې ترې اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو دا چلند یې غږ نه شي چوپ کولای او دوی به د مبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هیره دې نه وي، چې تېره ورځ په جلال ښار کې د پژواک اژانس او اریانا ټلویزیون خبریالان هم د طالبانو له لوري وهل شوې وه.

د طالبانو له لوري د خبریالانو د وهلو راپورونه په داسې مهال خپرېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی و، چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

په ورته وخت کې، د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو د ټولو هغو کسانو او خبریالانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

په دې غونده کې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی کړنو پورې اړه ولري نه د هغوی د خبرو پورې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي