حشمت شهيدي: د را سپارل سوي مسؤليت سره به په پوره ايماندارۍ او صداقت مخته ځو

د ملي لوبغاړو تر مبارکیو وروسته حشمت الله شهيدي هم د کریکټ بورډ څخه دده د ټاکل کېدو له امله مننه وکړه.

وروسته له هغې چې حشمت الله شهيدي ته اصغر افغان ، محمدنبي او راشدخان د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه نو حشمت باوري سو چې ټوله لوبډله یې ملاتړ کوي.

حشمت پر خپلي فیسیوک پاڼې په پښتو،دري او انګلیسي ژبو د کریکټ بورډ د پرېکړې هرکلی کړی او د اصغر افغان د خدمتونو قدرداني يې کړې،موږ یې یوازې پښتو متن خپروو.

حشمت الله شاهدي ليکي:

((قدرمنو هېواد والو سلامونه او نيکى هيله مي ومنى، غواړم د افغانستان د کرکت د اداره څخه د زړه له تله مننه وکړم چه دومره لوى مسوليت يي زما په اوږو را کيښود او زه يى د افغانستان د کرکت ملى لوبډلى کپتان وټاکلم . او د ګران هيواد د هيلو او خو ښييو بيړى. (کرکت) کپتانى يي ماته وسپارله، انشاالله چه په پوره ايماندارى،اخلاص او مسوليت سره به د دى کشتى د ساتلو، مقصد, او ساحل ته د رسيدلو پوره پوره هسى وکړم.

همدارنګه د فرصت څخه په ګټى اخيستنې سره د مخکنى کپتان اصغر افغان څخه هم منندويي وکړم چه تيرو څو کلونو کى يى د ملى لوبډلى ښه مشرى وکړه.

=======================

تل د وى افغانستان

زنده آبا افغانستان )).

وروستي مطالب